د لیمه وردګ لخوا خپرې شوې لیکنې
زموږ ځوانی پیغلی او د خارجیانو دفترونه
د پاک خدای ج په نامه! زموږ ځوانی پیغلی او د خارجیانو دفترونه زموږ د ټولنی زیاتره خلک بیسواده دی، په خاصه توګه ښځی؛ چی بغیر له ځنو لویو ښارونو څخه نور په ټولو ولایاتو کی نجونی مکتب ته د تللو اجازه نه لری، په ځانګړی توګه په پښتون میشتو سیمو کی. که څه هم چی د کرزی په دوره کی د شمال ولایتونه تر ډیره بریده اوس ښه شوی او راتلونکو څو کلونو کی به د دوی سیلاب د افغانستان هره اداره، پوهنتون، مدرسه او نور ارګانونه ونیسی. پدی زمانه کی چی بی علمه ژوند د ړانده سړی حیثیت لری، خو بیا هم ډیری
د خواښی او نګور ترخی اړیکی
د لوی خدای (ج) په نامه په افغانی ټولنه کی یوه خواښی په خپله نګور ډیر ظلم او زیاتی کوی.د خواښی ظلم په هغه وخت کی شروع کیږی چی کله ناوی د میړه کور ته راشی. له یو څو ورځو او یا له یو څو میاشتو وروسته د خواښی له خوا نوی ناوی په درنو کارونو ګمارل کیږی. نه یوازی خواښی بلکی د کورنی هر غړی دا تمه لری چی هغه باید د دوی هر ډول شرطونه پوره کړی. لکه د جامو مینځل، اوتو کول، د بوټو پاکول، د ډوډی پخول او تیارول او داسی نور.تر ټولو سخته ازموینه د نوی ناوی له پاره چی عمر یی د ۲۰ کلنو
پښتانه ځوانان به ژمنی رخصتی څنګه تیروی؟
د بښونکی خدای ج په نامه زموږ تنکی ځوانان او ژمنی رخصتی درنو خویندو او وروڼو! خدای د وکړی چی تاسو او یا هم ستاسو بچیان دا کلنی آزموینی په پوره بریالیتوب سره تیری کړی. دا چی زموږ هیواد یو اوږد ژمی لری، چی که یو څوک وغواړی پدی اوږده ژمی کی د خپل اولاد لپاره د مسجد او نورو عصری تعلیماتو او کمپیوټر کورسونه ونیسی د دوی د اولادونو لپاره به ډیر ګټور او هم ښه مصروفیت وی. څومره به ښه وی چی زموږ درانه کلیوال ځوانان په یو احساس سره په خپلو کلو او بانډو کی د دینی، ساینسی او کمپیوټر
د اونی پیغام : د خور مینه او د ورور تروش تندی
د ستر ځواکمن په نامه په کورنی نظام کی د خور او ورور روابط زموږ او ستاسو په کورنیو کی د مینی او صمیمیت فضا لکه څنګه چی ښایی وای، هسی نه ده، پلار او زوی، مور او لور، خور او ورور دا ټول ډیر په بی علاقه ګی سره یو د بل سره خپل شریک ژوند تیروی، هیڅ کله پلار د خپل زوی سره مشوره نکوی، او هیڅ ورور له خپلی خور سره د زړه خواله نلری، په زیاتره کورنیو کی هره خور د وروڼو د بوټونو په برس کولو، کالی مینځلو او اوتو کولو مؤظفه او مکلفه ده، خو سره ددی هم وروڼه داسی فکر کوی
یو بام دوی هواوی (کندهار او ننګرهار)
د لوی خدای په پاک نامه زما کندهاره د زمرو وطنه کندهار او جنګونه یی ـــــــــــــــــــــ ننګرهار او پرمختګونه یی زموږ د لوی افغانستان دوه تاریخی او پیژندل شوی ښارونه چی د تاریخ په بیلابیلو دورونو کی بیلابیلو څیړونکو په خپلو کتابونو کی ددی ښارونو نومونه یاد کړی دی، د اوسیدونکو او مشرانو د غیرت او همت یادونه یی پکی کړیدی دلته یو له بله سره پرتله کوم البته دا پرتله کوم قومی تعصب او یا کوم بل هدف نلری. دا خبره د یادولو وړ بولم چی دی دواړو ښارونو خپل تاریخی او سو
Family Members=De Koranai Gharhi = د کورنی غړی
د کورنی غړی ----- Family Members ----- De Koranai Gharhi نیکه----------------Grand Father ------------ Nieeka انا ---------------- Grand Mother --------------- Anaa کاکا ------------ Uncle -------------- Kaakaa ماما ------------ Uncle ------------- Maamaa پلار ---------
د حیض استحاضی او نفاس احکام
د حیض استحاضی او نفاس احکام اول: حیض: ۱ـ د حیض تعریف: حیض په لغت کی بهیدلو ته وایی، او په شریعت کی هغه وینی ته وایی چی دښځی درحم له بیخ نه پرته له کوم مرض او یا زخم څڅه په یو معلوم وخت کی راوځی، او دا د خدای(ج) له جانبه دښځو لپاره یو طبیعی شی دی، چی خدای (ج)
د لمانځه اداء کولو طریقه
د لمانځه اداء کولو طریقه وروسته لدی نه چی بدن او د لمانځه ځای په تیر پاک شی،او مسلمان دلمانځه د وخت له دا خلیدلو څخه مطمنًٍ شی، نو قبلی (په مکه مکرمه کی بیت الله شریف) ته دی مخ کړی پداسی حال چی کوم فرض او یا نفلی لمونځ کول غواړی، د هغه اراده او نیت به په زړه کی کوی، اوبیا به لاندی افعال په ځای کوی: ۱ـ اول تکبیر (تکبیر تحریمه) «الله اکبر» به وایی، پداسی حال کی چی د سجدی ځای ته به ګوری. ۲ـ د تکبیر ویلو په وخت کی به خپل لاسونه داوږو برابر او یا د غوږونو
طهارت یا د لمانځه لپاره پاکوالی
طهارت یا د لمانځه لپاره پاکوالی دا طهارت د بدن ، جامو، او لمانځه د ځای پاک ساتلو ته شامل دی. د بدن پاکوالی په دوو شیانو سره کیږی: لومړی: غسل(ځان مینځل): چی د جنابت، حیض، او نفاس نه وروسته کیږی، پداسی شکل سره چی ټول بدن او ویښتان په اوبو سره د پاکوالی په نیت ومینځی. دوهم: اودس کول: خدای ج داسی فرمایی ترجمه: ای مومنانو کله چی لمانځه ته د ولاړیدلو(نیت او اراده) وکړی، نو خپل مخونه، او لاس
ولی په خپل خوار او ذلیل ژوند فخر وکړو؟؟
د عزت اخیستونکی او ورکونکی خدای په پاک نامه درنو لوستونکو سلام او نیکی هیلی می ومنی! لمړی خو د ټولو بلاګرانو خویندو او وروڼو څخه هیله کوم چی تل تازه او نوی او ددی ترڅنګ د خلکو او وطن د درد ملهم په خپلو لیکنو کی ځای پر ځای کړی. په دومره شعرونو او نظمونو باندی زموږ د ملت دردونه نه دوا کیږی. نه مو د ژبی د بډاینی لپاره مؤثر دی، هغه څه چی نن ورځ پکار دی هغه یوازی او یوازی د علمی او تخنیکی لیکنو ژباړی، او همدا راز د تخنیکی او علمی لیکنو کول دی. نن یو ډاکټر یا د طب محصل شعر ته اړ ندی
کرزیه!! زما د یو نسل د تباهی زیمه وار ته یی
د پاک خدای په سپیڅلی نامه! پدی هیله چی هر خوږمن او غریب پښتانه ورور او پښتنی خور می د اختر ښی شپی ورځی په خوشالی تیری کړی وی. درنو لوستونکو! ددی بی احساسه خاندان (کرزی) بی غوری می هر وخت ژړوی، دا بی احساسه تش په نامه پښتانه چی یوازی او یوازی د خپل خاندان ګټی په پام کی نیسی، دا دومره بی احساسه کم اندیش خلک دی چی حتی د یو ولایت (د دوی پلرنی ولایت) په کچه هم فکر نه کوی، بلکه یوازی د خپلو وروڼو د دارایی، قدرت او زور واکی ته لار جوړوی. هغه څه چی پرون ټولو ته څرګند شول، زه ن
ګرانو هیوادوالو اختر مو مبارک شه!!
د بښونکی خدای په نامه ټولو هیوادوالو ته د زړه له کومی د لوی اختر مبارکی وایم. خدای ج د وکړی چی د خوښی او خوشحالی څخه ډک اختر ولری. اختر د مینی ، محبت، وروری او خوشحالی معنی لری؛ پدی هیله چی ددی مبارکی ورځی څخه په استفادی ټولی کینی، کرکی، نفرتونه او بی اتفاقی له خپلو زړونو څخه پریمینځی، او یو بل ته د وروری دوستی او یوالی لاس ورکړی. زموږ د خلکو غم او ښادی ټول سره یو دی، پدی مانا چی زموږ خلک له هر لوری ډیر کړیدلی
پښتانه په زور مسلمان شوی
سلام علیکم ور حمت الله و برکاة! درنو خویندو او وروڼو! دا لیکنه می ځکه دی بلاګ ته ولیږله چی دا خورکی د پښتنو سیمو د ناخوالو او په ځانګړی توګه د تعلیم د نشتوالی په اړه ډیر مالومات خپروی. د تاریخ پاڼی که را و پلټو، دا به ډیره را ته روښانه شی چی پښتون ټبر هغه ملت پال، وطنپال، ایمان پال، او په دین، وطن، ناموس او عزت مین خلک دی چی هر ابر قدرت یی د غلامی آرمان د ځانه سره ګور ته وړی دی. د مقدونی اسکندر له دوری څخه نیولی د عربو اسلامی پوځ، بیا د انګریز او په دا وروسته کی
بیسواده میرمن له کوره بهر وتل ښه دی، خو د تعلیم لپاره وتل یی حرام دی
سلام او نیکمرغه ژوند! په پښتنی ټولنه کی پښتنی خویندی او میندی د هر ځوان، واړه، او زاړه په زړه کی ډیر د احترام او قدر وړ مقام لری. هر ځوان د خپل ناموس، خپلی خور لور د عفت د ساتلو لپاره ډیر له شهامت نه ډک او د غیرت او احساساتو څخه ډک ژوند لری. هیڅ پښتون به دا ونه منی چی دده یوه پښتنه خور د یو چا په لاس بی عزته شی، او نه هم داسی پښتون ځوان شته چی د بل چا د ناموس سره خیانت وکړی. رابه شو دیته چی سره د دومره ښه کلتور او دستور چی پښتانه ی
په مکتب کی د قران سوزول ثواب او خپله د قران سوزول ګناه لری
په پښتنو سیمو کی هر وخت د ښونځیو د سوزولو خبر ورکول کیږی، او دا هم ځنی وخت ورسره یادوی چی ۱۰۰ ټوکه یا زر ټوکه قران شریف پکی وسوزول شول. درنو لوستونکو! دا خبره خو له سره ټولو ته ښکاره ده چی زموږ ځنو پښتنو د پنجاب د غلامی حلقی په غاړه کی اچولی دی، او د هغوی څخه د ښه مسلمان، ښه مجاهد، او ښه وطنپال القاب د ځان لپاره ګټی. زه به نور څه نه وایم، خو یوازی دومره خبره کوم چی دا د اسلام د دفاع تر نامه لاندی جهاد (د پښتنو سیمو د ښونځیو سوزول، د نجونو بیسواده تربیه کول، یوازی د توری
د اونی پیغام : یوازی خپل کار ته متوجه اوسه!!
سلام درنو لوستونکو!! پدی هیله چی د روغتیا جامی مو پرتن او د خوشحالی سهار مو پیل کړی وی. تل هڅه کوی د خپل پاک خدای ج د نعمتونو څخه ګټه واخلی او د هغه څخه شکر ګزاره و اوسی. په ننی نړی کی سرسری معلومات او یا هم په ځانګړی توګه د سیاسی بحثونو سره مینه د یو زلمی /پیغلی په ژوند منفی اغیز شیندلی شی. البته هغه څوک چی مسلک یی سیاست دی هغه دلته استثنا دی. له همدی امله د پرمخ تللی نړی ډیری وګړی له سیاست سره چندان مینه نلری،
زموږ نفرت د مکتبونو څخه زموږ د دوښمنانو دام
د عالم خدای ج په پاک نامه دا ټولی نړی ته جوته ده چی د عزت او آبرو ژوند په پیسو نه بلکه په علمیت او پوهه کی دی. زموږ غیرتی کام نه یوازی نن بلکه له سونو کلونو راهیسی د علم د پراختیا لپاره هڅی او تلاشونه کړی دی، څو چی د جهالت له تور تم څخه و علمیت او روښنایی ته را ووځی. خو له بده مرغه چی ددی لوی بدلون په راوستو کی هر پښتون مشر د بیلابیلو دسیسو ښکار شوی، او پدی توګه یی ددی انقلاب لپاره داسی لاری پلی کړی چی اغیارو ډیر په آسانی د عوامو
abdullah
علم په هر مسلمان فرض دي
تر څوی چی رڼا تیزه وی زما سترګی به پټی وی
د بښونکی څښتن خدای ج په پاک نامه
تر څوی چی رڼا تیزه وی زما سترګی به پټی وی
د بښونکی څښتن خدای ج په پاک نامه درنو لوستونکو سلام علیکم! که د پښتنی ټولنی تاریخی عظمت ته سترګی و غړوو دا به راته جوته شی چی ددی ټبر هر غړی، په خپل ایمان(که بوادیزم ؤ او که اوس اسلام)، کلتور، رسم ، دود او دستور، او تر هر څه نه مهم په خپله ایډیولوژی ډیر کلک ولاړ وی. دا پورتنی ټول صفات په نورو ټولو کامونو کی لږ تر سترګو کیږی، که له یو خوا ځیر شو یاد شوی ټول صفات هغه څه دی چی باید د یوی ټولنی د پرمختګ لپاره تر بل هر څه ډیره لاره هواره