د لمانځه ادا‌ء کولو طریقه

وروسته لدی نه چی بدن او د لمانځه ځای په تیر پاک شی،او مسلمان دلمانځه د وخت له دا خلیدلو څخه مطمنًٍ شی، نو قبلی (په مکه مکرمه کی بیت الله شریف) ته دی مخ کړی پداسی حال چی کوم فرض او یا نفلی لمونځ کول غواړی، د هغه اراده او نیت به په زړه کی کوی، اوبیا به لاندی افعال په ځای کوی:

۱ـ اول تکبیر (تکبیر تحریمه) «الله اکبر» به وایی، پداسی حال کی چی د سجدی ځای ته به ګوری.

۲ـ د تکبیر ویلو په وخت کی به خپل لاسونه داوږو برابر او یا د غوږونو د برابری په اندزه پورته کوی. 

۳ـ د «الله اکبر» وروسته دغه دوعا لوستل سنت دی، « سبحانک اللهم و بحمدک، وتبارک اسمک، وتعالی جدک، ولا اله غیرک» ، او که وغواړی دا دوعا دی ووایی: « اللهم باعد بینی وبین خطایای کما باعدت بین المشرق والمغرب، اللهم نقنی من خطایای کما ینقی الثوب الابیض من الدنس، اللهم اغسلی من خطایای بالماء والثلج والبرد»

۴ـ بیا به وایی « اعوذ بالله من الشیطان الرجیم، بسم الله الرحمن الرحیم» ،اوبیا به «الحمد الله» لولی: (الحمد لله رب العالمین٭ الرحمن الرحیم٭ مالک یوم الدین٭ایاک نعبد وایاک نستعین ٭اهد نا الصراط المستقیم٭صراط الذ ین انعمت علیهم غیر المغضوب علیهم ولا الضا لین) ، او لدی نه وروسته به «آمین» وایی.

۵ـ بیا به له قرآن کریم نه هغه سورت اویا هغه آیتونه لولی چی په یاد مو وی او درته آسانه وی، لکه دا سورت: (اذا جاء نصرالله والفتح ٭ ورایت الناس یدخلون فی دین الله افواجا٭ فسبح بحمد ربک واستغفره انه کان توابا))، او یا د آقرن کریم بل کوم سورت .

۶ـ بیا به لدی نه وروسته «الله اکبر» په ویلو سره رکوع کوی، پداسی حال کی چی ملا٭ به یی مستقیمه (افقی) او برابره وی، او لاسونه به یی پر ځنګنونو ایښی وی، او « سبحان ربی العظیم» به وایی، او دری ځلی او یا له هغه نه زیات ویل یی سنت دی.

۷ـ بیا به د« سمع الله لمن حمده» په ویلو سره له رکوع څخه سر پورته کوی، که امام وی او که یوازی ځانته وی، او له درید لو وروسته به «ربنا والک الحمد، حمدا کثیرا طیبا مبارکا فیه، ملء السماوات وملء الارض، وملء ما بینهما، وملء ماشست من شیء بعد» وایی: اوکه مقتدی ؤ، نو د پورته کیدو په وخت کی به «ربنا ولک الحمد ۰۰۰»تر آخره پوری وایی.

۸ـ بیا به د« الله اکبر» په ویلو سره سجدی ته ولاړ شی، پداسی حال کی چی مټان (یا څنګلی) به یی له بغلونو څخه، او ورنونه به یی له لنګیو څخه لیری وی، سجده به پراوو اندامونو باندی کوی: تندی له پوزی سره، دواړه ورغوی، د پښو دګوتو شاوی، او «سبحان ربی الاعلی» به دری واره او یا زیات وایی، او چی کومه دوعا یی خوښه وی هغه به زیاته لولی.

۹ـ بیا به د«الله اکبر» په ویلو سره له سجدی څخه سر راپورته کوی، او پر چپه پښه به کښینی ، او ښی به دروی، او لاسونه به پر ورنونو او ځنګنونو باندی ایږدی، او«رب اغفر لی وارحمنی وعافنی وارزقنی واهدنی واجبرنی» به وایی.

۱۰: بیا به د «الله اکبر» په ویلو سره دوهمه سجده کوی، په کوم ترتیب سره چی یی لومړی سجده وکړه، او پدی ډول سره یی رکعت پوره او بشپړ شو.

۱۱ـ بیا به د «الله اکبر» په ویلو سره دوهم رکعت ته پورته کیږی

۱۲ـ بیا به «الحمد لله» تر آخره پوری وایی، بیا به د قرآن کریم یو سورت ورپسی وایی، بیا به رکوع ته ځی ، بیا به له رکوع څخه راپور ته کیږی ، بیا به دوه سجدی کوی، په هماغه ترتیب سره لکه څرنکه چی یی په لومړی رکعت کی وکړ.

۱۳ـ وروسته لدی نه چی د دوهمی سجدی څخه سررا پور ته کړی هماغسی به کښینی لکه څرنګه چی د دوو سجدو په مینځ کی کښینا ستلی ؤ، بیا به«التحیات لله والصلوات والطیبات، السلام علیک ایها النبی ورحمة الله و بر کاته، السلام علینا وعلی عباد وعلی عباد الله الصالحین، اشهد ان لا اله الاالله واشهد ان محمدا عبده ورسوله» ووایی: که چیری لمونځ دوه رکعتیز ؤ لکه دسهار، جمعی، او یا اختر لمونځ نو تر اخره به ناست وی او د«التحیات ۰۰۰» وروسته به « اللهم صل علی محمد وعلی آل محمد، کما صلیت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم، انک حمید مجید، وبارک علی محمد وعلی آل محمد، کما بارکت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم انک حمید مجید» ووایی. اوبیا به اللهم ربنا اتنا فی الدنیا حسنة و فی الاخرة حسنة و قنا عذاب النار به وایی. لدی نه وروسته به لمړی ښی خوا ته سلام ګرځوی بیا به چپ خوا ته سلام ګرځوی او اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاة به وایی.

نور بیا

 

د حیض استخاصی او نفاس احکام