د حیض استحاضی او نفاس احکام

 

اول: حیض:

۱ـ د حیض تعریف:

حیض په لغت کی بهیدلو ته وایی، او په شریعت کی هغه وینی ته وایی چی دښځی درحم له بیخ نه پرته له کوم مرض او یا زخم څڅه په یو معلوم وخت کی راوځی، او دا د خدای(ج) له جانبه دښځو لپاره یو طبیعی شی دی، چی خدای (ج) په رحم کی د حمل په موده کی د ماشوم د تغذیی لپاره هغه پیدا کړیدی، نو کله چی ښځه حامله نه وی، او ماشوم ته شودی نه ورکوی، نو دا وینه بی مصرفه پاته شی، نو په یوه معین وخت کی راوځی ، چی هغه ته دښځی میاشتنی عادت وایی.

۲ـ د حیض سن او عمر

هغه عمر چی ښځی ته پکښی حیض راځی هغه لږ تر لږه د نهه (۹) کلنی نه تر پنځوسو(۵۰) کلونو پوری وی، الله(ج) فرمایی:

ترجمه: ستاسو هغه ښځی چی له حیض نه ناامیده وی، که په شک کی شوی، نو عدت یی دری میاشتی دی، او د هغو ښځو عدت چی حیض یی نه وی راغلی(دری میاشتی دی)

. (د الطلاق سورت ۴ آیت)

نو نا امیده ښځی هغه دی: کومی چی پنځوسو (۵۰) کلو ته رسیدلی وی، او هغه ښځی چی حیض یی نه وی راغلی هغه دی: چی له نهو(۹) کلونه وړی وی.

۳ـ د حا‌یضی ښځی احکام:

الف ـ دحیض په حالت کی د هغی سره مجامعت کول (یوځای کیدل) ناروا دی، الله(ج) فرمایی:

ترجمه: او (ای محمده ص دوی ) له تانه دحیض په باره کی پوښتنه کوی، ورته ووایه چی هغه یوه پلیتی ده، او په حیض کی له ښځو نه لیری اوسی‌ٍٍ ، او مه ورته نژدی کیږی تر هغه پوری چی پاکی شی،چی کله پاکی شی، نو بیا له هغی خوانه ورته راشی(مجامعت ورسره وکړی) چی الله(ج) تاسو ته امر کړی دی، بیشکه چی الله(ج) توبه ایستونکی او ډیر پاک کسان خوښوی.

او دا حراموالی (ناروا والی) تر هغه وخته پوری دی چی دحیض وینه بنده شی، او ښځه تری غسل وکړی او پاکه شی، الله(ج) فرمایی:

ترجمه: او هغوی (یعنی خپلو ښځو) ته مه نژدی کیږی تر څو پاکی شی، چی کله پاکی شی، نو بیا له هغی خوا څخه ورته راشی(مجامعت ورسره وکړی) چی الله(ج) تاسوته امر کړی دی.

او د حایضی ښځی خاوند ته روا دی چی بیله یو ځای کیدو څخه په بله هره طریقه چی وی خوند واخلی ، پیغمبر(ص) فرمایی: ترجمه: (له حایضی ښځی سره) بیله جماع (یوځای کیدو) څخه نور هر څه وکړی.

ب ـ حایضه ښځه به د حیض په موده کی لمونځ او روژه پریږدی، او کول یی ورته حرام دی، پیغمبر(ص) فرمایی:

 ترجمه: آیا داسی نده چی کله ښځی ته حیض راشی نو نه لمونځ کوی او نه روژه نیسی؟ او چی کله له حیض نه پاکه شی، نو بیا به د روژې قضایی راوړی، او د لمانځه به نه راوړی.

(بخاری او مسلم روایت کړی دی)

عایشه(رض) وایی:

ترجمه: مونږ به د پیغمبر(ص) په زمانه کی حیض لیده، نو بیا به دروژی په قضایی راته امرکیده، او الله(ج) ښه پوهیږی ـ چی فرق دا دی، چی لمونځ څو واره تکراریږی، نو د تکلیف او د سختی په خاطر یی قضایی فرض نده، او روژه داسی نده.

ج ـ حایضی ته حرام دی چی قرآن کریم بیله کوم حایل (پوښ یا پردی) څخه مسه کړی، الله(ج) فرمایی:

ترجمه: (قرآن کریم) به بیله پاکانو څخه بل څوک نه مسه کوی. او په هغه لیک کی چی پیغمبر(ص) وعمرو بن حزم ته لیکلی وو راغلی دی.

(نسایی اونورو روایت کړی دی)

 اما د حایضی د قرآن کریم تلاوت بی له دی چی هغه مسه کړی، د علماؤ په مینځ کی پدی اخلاف دی، نو داحتیاط له کبله دی پرته له ضرورت نه د قرآن کریم تلاوت ونکړی، مثلا که چیری (قرآن) له هیریدلو نه وډارشی،(نو بیا یی تلاوت کول پروا نلری)، والله اعلم.

د ـ حایضی ښځی ته په کعبه باندی طواف کول حرام دی، نظر پدی قول د پیغمبر(ص) وعایشی ته کله چی یی حیض راغی 

ترجمه:(ای حایضی ښځی) هغه څه وکړه چی حاجی یی کوی مګر په کعبه به طواف نه کوی تر هغه پوری چی پاکه شی.

(بخاری او مسلم روایت کړی دی)

هـ ـ حایضی ته په مسجد کی پاته کیدل حرام دی، نظر پدی قول د  پیغمبر(ص)

ترجمه: زه د حایضی او جنب لپاره په مسجد (کی پاته کیدل) روا نه بولم.

 (ابو داود روایت کړی دی).

او د پیغمبر(ص) دا قول: ترجمه:په مسجد کی (پاته کیدل) دحایضی او جنب لپاره رواندی.

(ابو ماجه روایت کړی دی) 

او حایضی ته روادی چی په مسجد کی تیره شی بیله پاته کیدو څخه، نظر پدی حدیث چی دعایشه(رض)  وایی:

ترجمه: پیغمبر(ص) ورته وویل: له مسجد نه ماته وړه پوزی راکړه، نوما ورته وویل، چی زه حایضه یم، ویی ویل: چی ستا حیض ستا په لاس کی ندی. او پروا نلری چی حایضه شرعی اذ کار لکه کلمه، تکبیر، تسبیح، او دوعاوی، او سهارنی او ماښامنی ذکرونه او دردونه، او دبیده کیدو او ویښیدو ذکرونه ووایی، او همدارنګه پروانلری چی علمی کتابونه لکه تفسیر، حدیث، او فقه ووایی.

مساله: د «صفره» او«کدره» حکم:

صفره: هغه شی ته وایی چی دزوی او نو په شان وی او رنګ یی ژړ وی.

کدره: هغه شی ته وایی چی رنګ یی د خړو او خیرنو اوبو په شان وی. نو کله چی له ښځی نه د حیض په وخت کی ژړی او یا خړی اوبه ووځی،نو هغه حیض ګڼل کیږی، او د حیض حکم لری، او که د حیض له وخت نه بغیر په بل وخت کی ووځی نو هغه عادی اوبه دی او څه خاص حکم نلری،او ښځه پاکه بلله کیږی، نظر پدی قول د ام عطیه(رض) چی وایی: مونږ کدره او صفره دحیض له پاکوالی نه وروسته په هیڅ شی نه شمیرو، دا حدیث ابو داود روایت کړی دی، او د بخاری په روایت کی د «بعد الطهر» لفظ ندی راغلی، او دا دمحدثینو په نظر دمرفوع حدیث حکم لری؛ ځکه چی دا دپیغمبر(ص) لخوانه تقریر بلل کیږی، او (د دی روایت) مقابله معنا دا ده چی صفره او کدره د پاکیدلو نه مخکی دحیض حکم لری.

بله مسله:

سوال: د ښی  د حیض ختمیدل په څه پیږنی؟

جواب:د وینی په دریدلو سره یی پیژنو، او د هغه دوی نښی او علامی دی:

اوله علامه: له حیض نه وروسته د سپینو اوبو راوتلل، چی د ګچ په شان به سپینی وی، او کله بی له سپین رنګ څخه بل رنګ وی، ځکه چی رنګ یی دښځو د مختلفو احوالو په اساس بیل او مختلف وی.

دوهمه علامه: وچوالی: او هغه دا دی چی په خپل فرج (شرمګاه)کی یوه ټوټه، یا پنبه(مالوچ) ننه باسی، او بیا وچه را ووځی چی هیڅ شی پری نه وی، نه وینه، نه ژړی اوبه، او نه خړی اوبه.

۴ـ هغه څه چی ښځی ته د حیض نه وروسته لازم دی:

له حیض نه وروسته لازمه ده چی ښځه غسل وکړی، او هغه دا چی خپل ټول بدن په اوبو سره د پاکوالی په نیت ووینځی، نظر پدی قول د پیغمبر(ص) چی فرمایی:

ترجمه: کله چی دی حیض راشی، نو لمونځ پریږ ده، او کله چی دی حیض لاړشی، نو غسل وکړه، اولمونځ وکړه. اودغسل ترتیب دا دی: چی د جنابت دلیری والی او یا دلمانځه یا د هغی په شان دبل شی لپاره د پاکوالی نیت وکړی، او بیا دی بسم الله ووایی، او بیا دی اوبه پر ټول بدن توی کړی، او دویښتانو بیخونه دی لانده کړی، که کوڅی  وی خلاصول یی لازم ندی، یواځی دی اوبه پری واچوی، او که چیری صابون  او یا نور پاکونکی مواد له اوبو سره استعمال کړی نو ښه به وی، او مستحبه ده چی یو څه پنبه واخلی چی په مشک یا بل څه سره خوشبویه وی، او په خپل فرج کی دی دغسل نه وروسته کښیږدی، ځکه چی پیغمبر(ص) اسما‌ء (رض) ته پدی سره امر کړی ؤ (مسلم روایت کړی دی).

یوه مهمه پاملرنه:

کله چی حایضه او یا نفاس لرونکی ښځه له لمر لویدلو نه مخکی پاکه شی، نو دنوموړی ورځی د ماسپښین، او مازدیګر، لمونځونه پری لازم دی، اوکه دلمر ختونه مخکی پاکه شی، نو د نوموړی شپی د ماښام، او ماسختن، لمانځونه پری لازم دی، ځکه چی دعذر په صورت کی د دوهم لمانځه وخت د اول لمانځه لپاره هم وخت بلل کیږی. شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمت الله علیه وایی: او لدی کبله اکثره علما‌ء ـ لکه مالک، شافعی او احمد رحمت الله علیهم ـ پدی نظر وو چی حایضه دورځی په آخره کی پاکه شی، نو د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه به دواړه کوی، او که دشپی په اخره کی پاکه شی، نو د ماښام او ماسختن لمونځونه به دواړه کوی، لکه څنګه چی له عبد الرحمن بن عوف او ابو هریره او ابن عباس(رض) څخه روایت دی؛ ځکه چی دعذر په حالت کی د دواړو لمونځونو وخت مشترک وی، او که چیری د ورځی په اخر کی پاکه شی نو د ماسپښین وخت پاتی وی، نو هغه به له مازدیکر نه مخکی کوی، او که د شپی په آخره کی پاکه شی، نو د عذر په صورت کی د ماښام وخت پاتی دی، نو د ماسختن نه مخکی به یی کوی، (مجموع القتاوی ۴۳۴/۲۲).

او که چیری پری د یو لمانځه وخت داخل شی او بیا حیض او یا نفاس ورته راشی مخکی لدی نه چی لمونځ وکړی، نو راجحه(غوره)  قول دا دی: چی د هغه لمونځ قضایی پری لازمه نده، کوم چی اول وخت یی پری داخل شوی ؤ، او له لمانځه څخه مخکی ورته حیض او یا نفاس راغلی ؤ.

شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمت الله علیه پدی مساله کی وایی: او د دلیل په لحاظ د ابو حنیفه او مالک مذ هب ظاهره دی، او هغه دا چی حایضی باندی هیڅ شی لازم ندی؛ ځکه قضاء په نوی امر لازمیږی، او دلته دقضایی راوړلو لپاره کوم امر نشته، او ځکه چی هغی دا لمونځ په  جایزه طریقه سره وروسته کړی دی، نو دا ملامته ند ه،اما څوک چی له لمانځه نه ویده شی، او یا یی هیر شی، که څه هم د هغوی تقصیر نشته، خو کوم لمونځ چی دوی یی کوی هغه قضایی نده، بلکه د دوی په حق کی د لمانځه وخت هغه دی چی کله دوی راویښ شی او یا ورپه یاد شی(مجموع القتاوی ۳۳۵/۲۳).