سلام او نیکمرغه ژوند!
په پښتنی ټولنه کی پښتنی خویندی او میندی د هر ځوان، واړه، او زاړه په زړه کی ډیر د احترام او قدر وړ مقام لری.
هر ځوان د خپل ناموس، خپلی خور لور د عفت د ساتلو لپاره ډیر له شهامت نه ډک او د غیرت او احساساتو څخه ډک ژوند لری.
هیڅ پښتون به دا ونه منی چی دده یوه پښتنه خور د یو چا په لاس بی عزته شی، او نه هم داسی پښتون ځوان شته چی د بل چا د ناموس سره خیانت وکړی.
رابه شو دیته چی سره د دومره ښه کلتور او دستور چی پښتانه یی لری، بیا هم زموږ خویندی میندی د ژوند له ځنو اړینو برخو څخه په لوی لاس بی برخی شوی دی.
زموږ د کلی او کلیوال ژوند ته چی ګورم، زموږ په وطن کی ډیری ښځی ، نجونی، پیغلی او میړوښی د خپل کور د سمبالښت لپاره د هر کار لپاره بهر ته وځی مثلا:
۱- د بوټو د راوړلو لپاره د کوره بهر ته ځی او د خپل تناره لپاره د هر ځایه د سوند توکی راوړی.
۲- د پټو سر ته ځی، د خپل میړه، ورور، او نورور سره د کمک پخاطر د پټو سر ته ځی او ورسره مرسته کوی.
۳- له پټو او یا نورو ځایونو څخه درانه درانه پنډونه په سر راوړی.
۴- ځنی چی غریب وی، هغه خو بیا د لارو کوڅو څخه خوشایه را ټولوی او د ژمی ازغه پری برابروی.
۵- ځنی ماشومی او یا هم زړی ښځی د باغ ساتلو او یا هم د غنمو د شولو د پټو په سر ګرځی او یا په څپره کی ورته کښینی.
۶- ځنی میرمنی خو آن چی د خپل میړه، ورور سره د کور په جوړولو کی پوره مرسته کوی.
ددی سره ترڅنګ دوی د کور سخت کارونه هم کوی لکه:
۱- په تناره د ډوډی پخول.
۲- د حیواناتو د مالځای پاکول.
۳- د حیواناتو د خوراک څښاک برابرول، او د هغه هر وخت څارنه.
۴- د کور پاکول.
۵- د اولاد پاکول.
۶- د مشرانو (زوړ خسر، خواښی او یا بل مریض) پوره خدمت کول.
۷- د کورنی د ټولو غړو د کالیو مینځل او اوتو کول. او داسی نور
خو، که له سره ورته ځیر شو، زموږ خویندی میندی، زموږ د وروڼو سره په هر ډګر کی د خپل وس او طاقت سره سم مرسته کوی. بیا ددی ترڅنګ هیڅ خور لور د کوم تصمیم په اړه او حتی د دوی د واده په اړه لدوی سره مشوره نه کیږی. هر څه چی دوی یی مناسب بولی همغه عملی کوی.
تر ټولو مهمه خبره داده چی: که د یو سړی خور لور، د پورته یاد شوی کارونو لپاره چی هغه په حقیقت کی د کورنی د مشکلاتو د حل لپاره دی، هیڅ پلار او یا ورور مخالفت نه کوی، خو کچیری د همدغه کورنی خور لور بیا ښونځی ته د تللو اراده وکړی، یوازینی څوک چی ددی کار مخه به نیسی هغه ددی کورنی ځوانان دی.
دلته ماته سوال پیدا شوی چی ولی ددی نوی پدیدی (د نجونو تعلیم) سره زموږ ځوانه طبقه حساسیت لری؟
یو ځواب می یی له ځانه سره دا پیداکړ چی: کله چی دوی ته د تعلیم نوم یاد شی، نو د دوی په ذهن کی هغه بی کرامته او بی حیا نجونی چی د کابل په ښار کی یی تر سترګو شوی وی، راګرځی. نو ځکه د خپل خور لور څخه هم د هغه په شان جوړیدل نه غواړی.
بل داچی: ډیری ځوانان د تعلیم په پوره اهمیت ندی پوهیدلی، او دوی داسی فکر کوی چی که ښځه تعلیم وکړی نو مانا دا چی دوی باید او باید له کوره بهر په دفتر کی دنده ولری. نو دا بیا د یو شمیر خلکو د قبول وړ نده.
خو زما په اند: دا دواړه خبری تر یوه بریده پرځای دی، خو دا هم باید هیره نکړو چی په همدی ډله کی داسی میرمنی شته چی ډیره په میړانه او علمیت سره د خپلو خلکو او د دین لپاره خدمت کوی.
دا مهم ټکی باید په یاد ولرو چی : د ښځو پوهه د خپل کام د راتلونکی نسلونو د ښه تربیت ضامن دی. د خپل میړه د کور د ښه مراقبت، ښی پالنی او د میړه لپاره د ښه مشاور په صفت کار کولای شی. د خدای حقه دین په ښه ټوګه زده کولای شی. د کورنی د هر غړی حقوق پیژندلای شی، چی پدی سره به کورنی ژوند د اسلام په چوکاټ کی د مینی او الفت څخه په ډکه فضا کی ترسره کوی. او ډیر داسی نوری ښیګڼی دی چی زموږ هر ځوان یی باید د خپل خور لور لپاره غوره کړی، او د هغوی د تعلیم لپاره لار هواره کړی. دا بیا هم وایم چی د دا هسی د اغیارو تبلیغات دی چی زموږ افکار یی تسخیر کړی. کنه نو په ټوله اسلامی نړی کی داسی هیواد نشته چی د نجونو تعلیم پکی حرام وی، مګر یوازی پښتانه مظلوم خلک ددی سیاست قربانی دی.