سلام علیکم ور حمت الله و برکاة!

درنو خویندو او وروڼو! دا لیکنه می ځکه دی بلاګ ته ولیږله چی دا خورکی د پښتنو سیمو د ناخوالو او په ځانګړی توګه د تعلیم د نشتوالی په اړه ډیر مالومات خپروی.

د تاریخ پاڼی که را و پلټو، دا به ډیره را ته روښانه شی چی پښتون ټبر هغه ملت پال، وطنپال، ایمان پال، او په دین، وطن، ناموس او  عزت مین خلک دی چی هر ابر قدرت یی د غلامی آرمان د ځانه سره ګور ته وړی دی.

د مقدونی اسکندر له دوری څخه نیولی د عربو اسلامی پوځ، بیا د انګریز او په دا وروسته کی د شوروی اتحاد امپراطوری دلته په ګونډو شوی دی.

د اسلام د مبارک دین د ظهور په وخت کی پښتانه ټول بوادایان ؤ، دوی ډیر ښه کلتور او فرهنګ درلود، ښه والی یی لدی نه هم قیاس کولای شو چی دوی د وریښمو د لاری په سر اوسیدل، د اروپا او ختیځی اسیا کاروانونه به د دوی د شهامت په مټو له سیمی څخه په امن او آرامی کی تیریدل.

د اسلام راتګ په سیاسی لحاظ د پښتنو لپاره یوه لویه غمیزه شوه، پدی مانا چی نور نو د پښتنو لپاره د عربو مجاهدینو قوت او د هغوی کلکه مبارزه د زغملو وړ نه وه. دوی په هیڅ شکل د خپل کلتور رواج او عنعناتو پر ځای د اسلام نوی څیره، چی هغه وخت د پښتنو د ژوند د معیارونو سره برابره نه وه نشو منلای. نو دوی په ډیره میړانه د خپلی خاوری دفاع ته ملا وتړله، د عربانو سره یی ډیری سختی جګړی وکړی، چی همدا علت ؤ سند او پنجاب د عربو په لاس ډیر زر ونیول شوی، خو د پښتنو سیمی تر ډیری مودی پوری بی سر پرسته پاته وی، خو عربانو ورسره د سولی تړون درلود، پدی مانا چی هغوی به راتلل دوی ته به یی د اسلام تبلیغ کاوه مګر دوی به هیڅ غوږ نه ورته نیوه.دا کار ان د سلطان محمود غزنوی تر دوری پوری و غزید، تر دی دمه د پښتنو زیات شمیر خلکو د سلام مبارک دین نه ؤ قبول کړی. سلطان محمود غزنوی د خپلی توری په زور او د زرګونو پښتنو د وژلو شکنجه کولو او پراخو تبلیغاتو په وسیله په ډیری پښتنو اسلام قبول کړ. پدی کی دده دوه ګټی وی، یو دا چی د لدی لاری د مسلمانو پښتنو د احساساتو څخه د غیر مسلمانو پښتنو د ځپلو لپاره پوره کار واخیست، یعنی پښتون یی په پښتون مات کړ. او دوهم داچی په خپل قوی پوځ کی یی پښتنو ته ځای ورکړ چی په نتیجه کی یی د هند د امپراطوری د ټینګیدا لپاره یو قوی ګام اوچت کړ. د هغه پښتنو ډلیزو وژنو قبرونه چی د سلطان محمود غزنوی په لاس وژل شوی، د پښتنو سیمو په بیلابیلو برخو کی شته.

که د پښتنو د ژوند او کلتور تغیراتو ته زغلنده کتنه وکړو، د اسلام مبارک دین هم د دوی په خټه کی ځای و نه نیوه، هغه ځنی نا روا رواجونه او دوښمنی چی د دوی تر منځ به وی، هغه تر ډیره وخته دوام درلود، او ان چی اوس هم په ځنو پښتنو قومونو کی لیدل کیږی. پداسی حال کی چی اسلام د وروری دین دی.

د اوسنی زمانی پښتانه هم د پرون ورځی د پښتنو زامن دی، دوی ته د  هر نوی شی، دیموکراسی، تعلیم او تربیه،  پرمختللی ژوند  او یا هر بل مثبت او  منفی بدلون راوړل ډیر د مشکلاتو څخه ډک کار ښکاری. دوی له آنی تغییر څخه نفرت لری، ولو که هغه ۱۰۰ فیصده مثبت هم وی، مثلا هیڅ پښتون د خپل رواج په وړاندی د اسلام معیارونو ته درناوی نه کوی.

نو لدی کبله هغه پښتانه او یا نور خلک چی پدی ټبر باندی ځنی ناخوالی را وستی چی د هغه مستعار نومونه لکه دبشر حقوق یا ددیموکراسی او نور دی د دوی لپاره هیڅ کله هم د منلو وړ ندی. د دوی لپاره د پرون ورځی اسلام د دوی دبودایت سره په ټکر کی ؤ نو ځکه یی نه منلو. او نن بیا غربی دیموکراسی د دوی د مبارک دین اسلام سره په ټکر کی ده نو ځکه دوی په هیڅ ډول دی ته غاړه نه ږدی.

ځنی مهم ټکی چی د پورته یاد شوؤ پلیتو اهدافو (دیموکراسی ...) سره پوره توپیر لری، هغه د تعلیم برخه ده، دا اصل هم په اسلام کی شته او هم د غربی ژوند کی، خو پښتانه نن ورځ ورته د غربی کلتور حاصل وایی ځکه دی اسلامی لارښونی څخه کفارو لمړی ګټه واخیسته، نو ځکه د علم په لوری زیات میلان نه لری، بلکه همغه خړ پړ ژوند په یو پاک او ښایسته ژوند غوره بولی.

دا د پښتنو لپاره ډیره مهمه ده چی نور نو د خپل کام او ملت د سمبالښت لپاره هغه لاری چاری چی د دوی غیرت او اسلامیت پکی خوندی کیدای شی تر کار لاندی ونیسی. دی قوم ته د یو لوی ملک مشری ور په غاړه ده، د دوی جهالت د ټول ملت (افغانستان) د تباهی سبب کیدای شی. او د دوی زکاوت، زیرکی او علمیت د یو لوی دولت د آزادی او پرمختګ لامل کیدای شی.

نن ټول واړه قومونه پرمخ ځی، ځنی خو یی بیخی د طیارو جوړولو ته مخه کړی، ولی پښتانه هنوز هم د فیل په غوږ کی ویده دی.

کچیری دوی په خپل اختیار د علم تخنیک لاری ته مخه نکړی، د نړی هیڅ ابر قدرت ددی توان نلری چی دا مغرور او سر ښندونکی قوم، دی لاری ته را مات کړی. یوازینی لار د دوی خپل نظر او خپل تصمیم دی.

زه د پاک خدای ج نه ډیر خوشاله او شکر ګزار یم چی زموږ د پلرونو د سخت مخالفت سره سره موږ ته د اسلام مبارک دین را ورسیده او نن د خدای په فضل او کرم سره مسلمانان یو.

او  خدای ج ته لاس په دعا یم چی نور مو ددی جهالت (بیسوادی، بیچارګی،  تربګنی،او محرومیتی) څخه هم خلاص کړی، سره سره ددی چی ډیری پښتانه مشران په مستقیم او یا غیر مستقیمه توګه د تعلیم او تخنیک مخالفت کوی.

ستاسو د سوکاله ژوند په هیله!!!

رالیږونکی:....