د بښونکی خدای په نامه
ټولو هیوادوالو ته د زړه له کومی د لوی اختر مبارکی وایم. خدای ج د وکړی چی د خوښی او خوشحالی څخه ډک اختر ولری.
اختر د مینی ، محبت، وروری او خوشحالی معنی لری؛ پدی هیله چی ددی مبارکی ورځی څخه په استفادی ټولی کینی، کرکی، نفرتونه او بی اتفاقی له خپلو زړونو څخه پریمینځی، او یو بل ته د وروری دوستی او یوالی لاس ورکړی.
زموږ د خلکو غم او ښادی ټول سره یو دی، پدی مانا چی زموږ خلک له هر لوری ډیر کړیدلی دی او کړیږی. تعلیم نه لری، راحت ژوند نلری، د ژوند یوه لحظه یی هم خوندی نده؛ ځوانان مو ټول بیکاره او په نیشه یی توکو روږدی دی. سالمی بوختیا وی نلری، د نجونو د تعلیم سره خو بیخی حساسیت وجود لری.
موږ مهربانه خدای ج ته دا دعا کوؤ چی راتلونکی اختر زموږ دخلکو لپاره دخوښیو او خوشحالیو څخه ډک، خلک مو آرامه، سوکاله او د کورنی هر بچی مو د ښونځی په لور روان وی، او دا ټولی یادی ناخوالی مو له ملکه ورکی شوی وی.
خدای ج مهربانه دی چی زموږ دخلکو په خپل کلک هوډ د ټولو ناخوالو څخه خلاص او د ښادی او پرمختګ په لمن کی بل اختر په ګډه و لمنانځو
واسلام
لیمه وردګ
خپلی اختر مبارکی له خپلو هیوادوالو سره دلته شریکی کړی.
د درنو لوستونکو د تبصرو د لوستو لپاره په ټولی تبصری باندی کلیک کړی