د پاک خدای په سپیڅلی نامه!

پدی هیله چی هر خوږمن او غریب پښتانه ورور او پښتنی خور می د اختر ښی شپی ورځی په خوشالی تیری کړی وی.

درنو لوستونکو! ددی بی احساسه خاندان (کرزی) بی غوری می هر وخت ژړوی، دا بی احساسه تش په نامه پښتانه چی یوازی او یوازی د خپل خاندان ګټی په پام کی نیسی، دا دومره بی احساسه کم اندیش خلک دی چی حتی د یو ولایت (د دوی پلرنی ولایت) په کچه هم فکر نه کوی، بلکه یوازی د خپلو وروڼو د دارایی، قدرت او زور واکی ته لار جوړوی.

هغه څه چی پرون ټولو ته څرګند شول، زه نه غواړم څه ولیکم. خو

زما دومره تری ګیله ده چی: ای ولسمشره! ستا په لس کلنه دوره کی د افغانستان نیمایی نفوس (ټول پښتانه) له سواد څخه بی برخی شول، ته یی په مستقیم او غیر مستقیم ډول جومات، او ښونځی ړنګوی، ته یی پلار او ورور په یو او بل نامه وژنی، دخپل بادار (امریکا) د اوږد مهاله ستراتیژی د عملی کولو لپاره دی لس کاله پښتون ملت د اور په تبی کی ډاډه کړ. 

ټول پښتون کام د د جهالت کندی ته ګزار کړ، هغوی چی د خپلی خیټی لپاره مجبور دی ټوپک ته لاس واچوی، د خپل سر د خوندیتوب لپاره ټوپک ته لاس واچوی، د خپل مال د خوندیتوب لپاره ټوپک ته لاس واچوی. ستا په لس کلنه دوره کی په میلیونونو پښتانه ماشومان بیسواده را لوی شول، ټول پوډریان شول، زیاتره یی قمار بازان، بد معاشان را لوی شول، تاسو د خپل ملت د سر نویشت سره لوبی وکړی. نن چی له بدخشانه په لکونو شاګردان د کانکور ازموینی ته چمتوالی نیسی، ستا د غیرتمنو پښتنو له سیمی کندهاره یوازی سل یا دوه سوه ځوانان دی ازموینی ته چمتوالی نیسی. دا بی عدالتی څنګه ستا وجدان منی؟؟  په پروان کی نجونی هلکان ښونځی ته ځی، په وردګو کی یوازی هزاره ګان نر او ښځی ښونځی ته ځی، د پښتنو سیمو خو یی د ماشومانو ښونځی هم ور سوځول کیږی. زموږ د کلی د ښونځی ماشومان خو تر غرمی شاګرد او له غرمی وروسته طالب وی.

څه فکر کوی چی سبا ورځ به پښتون څنګه ددی هیواد د ژبی، کلتور، دین او پرمختګ لپاره کار وکړی؟؟ -- ښکاره خبره ده چی د پښتون د غلامی لپاره مو لومی غوړولی دی. نن چی په کراچی پښتانه د چرګانو په څیر وژل کیږی. سبا به همداسی په کابل کندوز او هرات کی پښتانه د چرګانو په څیر په بی رحمی وژل کیږی. او د دوی د غږ اوریدو به څوک نه پیداکیږی.

زما له ټول پښتون کام نه داهیله ده چی  د خپل کام د سرلوړی، د خپل اولاد د راتلونکی لپاره ډیره پاملرنه وکړی.

ای ملته! زموږ افتخارات د پښتون دوښمنو پښتنو او پردو په لاس مه سپکوی. د هغوی د درنښت او ساتنی لپاره کلک هوډ ولری، خپل اولاد د سواد په وسله سمبال کړی. نه د پوډرو او ترهګرو.

لدی بی احساسه ولسمشر څخه د ښو تمه مه لری. خدای د ورته هدایت وکړی. خو موږ او تاسو ته پکار ده چی د هزاره ګانو په څیر د علم او تخنیک لوری ته مخه کړو. ښاری ژوند پیل کړو. او دخپل اولاد راتلونکی لپاره کار وکړو.

الله مو ودان او آرام لره!

لیکونکی: ت . اتل وردګ