د عزت اخیستونکی او ورکونکی خدای په پاک نامه
درنو لوستونکو سلام او نیکی هیلی می ومنی!
لمړی خو د ټولو بلاګرانو خویندو او وروڼو څخه هیله کوم چی تل تازه او نوی او ددی ترڅنګ د خلکو او وطن د درد ملهم په خپلو لیکنو کی ځای پر ځای کړی. په دومره شعرونو او نظمونو باندی زموږ د ملت دردونه نه دوا کیږی. نه مو د ژبی د بډاینی لپاره مؤثر دی، هغه څه چی نن ورځ پکار دی هغه یوازی او یوازی د علمی او تخنیکی لیکنو ژباړی، او همدا راز د تخنیکی او علمی لیکنو کول دی. نن یو ډاکټر یا د طب محصل شعر ته اړ ندی، بلکه هغه دی ته اړ دی چی څنګه خپل طبابت زده کړی؟ پداسی حال کی چی اوس هر محصل مجبور دی په پردی ژبه خپل درسونه زده کوی. همدا شان انجینیر اقتصاد پوه او نور.
زیاتره د پښتنی کام لیکوالان او شاعران سندرغاړی په خپل کلام کی د خړ پړ پښتانه، خړ پښتون، خوار ژوند، غریبی، شډل پډل، او داسی نور ضعیف الفاظ کاروی. دا اصلا څه مانا لری؟
ایا دا پورته یاد خلک ددی الفاظو د اغیز څخه چی په لوستونکو یی لری خبر دی کنه؟
څه موده دمخه می یو پښتون ځوان ولید چی د کابل په ښار کی په ډیرو کثیفو او چټلو جامو کی په فخر ګرځیده، داچی د خپلو دوستانو له ډلی څخه می ؤ، نو می تری وپوښتل چی ولی داسی کار کوی؟- ځواب یی راکړ چی: موږ خړ پښتانه یو.
ما ورته وویل چی بالاخره موږ خو مسلمانان یو، نظافت هم د ایمان جز دی. بیا؟ - ځواب یی را کړ : پاکی ښه ده خو د کابلیانو غوندی ښوی او لشم ژوند می بد ایشی.
دا لمړی ځل ندی، بلکه په ټوله کی پښتانه خلک دا مشکل لری، له مشره نیولی تر کشره. له خانه نیولی تر غریبه، له ملا نه نیولی تر امی پوری.
حال داچی ټول بشریت ته جوته ده چی: په هغه هیوادونو کی چی فقر او نا امنی وجود لری، او د پرمختګ په درشل کی وی، تر ټولو ښه خبره داده چی هر څوک ښاری ژوند ته مخه کړی، د خپل ځان او اولاد د راتلونکی لپاره د ژوند ښه شرایط په ښارونو کی وی، لکه روغتون، مسجد، ښونځی، د روزمزد کار، په موسسه کار کول، د دینی او عصری زدکړو کورسونه او نور مرکزونه.
خو سره ددی هم، پښتانه په همغه نا امنه سیمو کی ژوند کوی، اولادونه یی پوډری، بیسواده او بیکاره رالوی شی. له بلی خوا هغه ځوانان چی سبا کوم ښار ته ځی بیا په همغه ناپاکه ژوند فخر کوی، او خپل کام د نورو ته بد معرفی کوی. لکه چی په پوهنتون کی می ډیر ځله اوریدلی چی نور خلک پښتنو ته مردار خور وایی. او زیاتره پښتانه محصلین په ریښتیا هم په ډیره نامتوازنه څیره خپل ټولګی ته ځی.
ولی یو افغان محصل پاک او منظم نه وی؟
ولی یو پښتون په هر ځای کی د نورو د مسخرو مرکز وی؟
او بالاخره ولی پښتون شډل وی؟؟
لیمه وردګ
پدی هیله چی خپل نظرونه له نورو لوستونکو سره دلته شریک کړی