د لیمه وردګ لخوا خپرې شوې لیکنې
د اونی پیغام : ماشوما ن او راتلونکی
د لوی څښتن په نامه ډیر خلک د اولاد زیاتوالی ته خوشحاله وی، خو هیڅکله د دوی حقوقو او روزنی ته کوم چی خدای ج د والدینو مکلفیت ګرځولی دی پاملرنه نه کوی. درنو لوستونکو! د نن ورځی پیغام د خپل اولاد د روزنی او پالنی په اړه دی، خدای د وکړی چی موږ او تاسو خپل دینی او دنیوی مکلفیت درک او دخپل اولاد د راتلونکی لپاره په پوره ځیرکی او کلک عزم اقدام وکړو. عزیزانو! اولاد که هلک وی یا نجلی، د پاک خدای نعمت دی، ددی تر څنګ کچیری میندی او پلرونه
غوره دعاوی پښتو ترجمه - ۴ برخه
(۱۶): ربنا فاغفرلنا ذنوبنا -------- ای زمونږ ربه! وبښه ګناهونه زمونږ وکفرعناسیا تنا ------------ اولری کړی زمونږنه بدی زمونږ وتوفنامع الابرار ---------- او را کړی مرګ دنیکانوسره (۱۷): ربنا واتنا ما و
asking and saying the time in pashto
Asking and telling the Time In Pashto څوبجی دی؟ -------- What time is it?----------- tsu baje de لس (بجی) دی.------ It is ten (O'clock)---------- las baje di 10:20 -- -----las aw shal daqiqay di = or las aw shal de gharmay yawoolas baje di--------11:00am de maspukhin dwoolas baje aw las daqiqay di = or dwoolas aw las -------12:10pm de makhustan
د لمانځه اهمیت (دوهمه برخه)
د لمانځه اهمیت له مخکینیو خبرو څخه څرګنده شوه چی لمونځ په اسلام کی لوی ارزښت او مقام لری، او هغه د اسلام د ارکانو څخه دوهم داسی رکن دی چی بی له هغه د ادا کولو نه (دچا) اسلام نشی صحیح کیدای، او د لمانځه په باره کی سستی او بی پروایی کول د منافقینو له صفاتو څخه شمیرل کیږی، او (په مکمل ډول سره) پریښودل یی کفر او ګمراهی ده، چی په هغه سره انسان داسلام له دایری نه وزی، لکه څنګه چی پیغمبر(ص) په صحیح حدیث کی فرمایی: ژبا
محمد علی عمری (نیوکه)
سلامونه اونیکي هیلي مې ومنه په زړه پورې بلاګ مودئڅښتن ج دې وس در کړي چي نور ئې غني کړئخو یوه خبره کوم هغه داچي که دغو دعاووته چي بلاګ ته دې ورپورته کړې دي که زورونه اوپېښونه ورکړئ ډیره به ښه ويځکه هرڅوک خوئی نشي لوستلایپه درناويمحمدعلی عمریسهیلی پښتونخوا مسلم باغ
د مکتبونو سوزول د پښتنو لپاره ثواب دی!!
د ښونځیو سوزول سلام درنو لوستونکو او زما د بلاګ مینه والو! د هر څه د مخه ستاسو قدرمنو څخه یوه نړی مننه چی زما بلاګ مو په خپلو ښو نظریو او نیوکو رنګین کړی دی. په خبرونو کی می و لوستل چی د لوګر په ولایت کی ښونځی سوزول شوی دی، چی دا پخپل ذات کی د علم او پوهی څخه د نفرت څرګندویی کوی، کچیری ځنی خلک وایی چی دا د ځنو ورانکارو لاس دی، زه بیا وایم چی که دا ورانکار ستا زوی او ورور نه دی نو بیا ولی دا بی رحمه خلکو ته چی ستاسو د اولا
غوره دعاوی پښتو ترجمه -۳ برخه
لسمه: ربنا اننا امنا ----------- ای زمونږ ربه! مونږه مؤمنان یو فا غفرلنا ذنو بنا ------- نو وبښه زمونږ ګناهونه و قنا عذاب النار ------ اووساته مونږ د دوزخ دعذاب نه یوولس: ربنا امنابما انزلت ---- ای زمونږ ربه! مونږ باور لروپه هغه څه چی نازل کړی دی واتبعن
که زه بیسواده وای؟؟
اسلام علیکم ورحمت الله و برکاة درنو وروڼو او خویندو! له پاک خدایه مو د عافیت او خوشحالیو په جامو نغښتی غواړم. زما د بلاګ ډیر لوستونکی پدی اند دی چی: تر څو چی د تعلیم لپاره ښه شرایط مساعد نه شی زموږ خویندی او لوڼی نشی کولای تعلیم حاصل کړی. ما ته دا پوښتنه را پیدا شوه چی: کچیری همدا اوس زه او ستاسو خور/ لور تعلیم ونه کړو، او د هغه شرایطو لپاره چی اسلام وضع کړی ګام پورته نه کړو، دا اسلامی شرایط به څه ډول زموږ ټولنی ته راځی؟ کچی
وردګ (سلامونه او سمونه)
سلامونه لیمه جانی په خپلوکارونوکی بریالی واوسیژی وردګ وروره ستاسو د سمون څخه ډیره مننه خدای د تل بریالی او مؤفق لره لیمه وردګ
simple pashto words
what is Hello, good morning, good after noon, good evening , good bye in Pashto Language? سلام Hello = Salaam څنګه یی؟
هلک او نجلی دواړه! کوم یو؟
هلک که نجلی کوم یو؟ مینه او لیوالتیا په زیاترو کورنیو کی د هلکانو په لور ده، هغه کورنی چی په هغه کی د هلک څراغ ونه لګی د کورنی ټول غړی له غم او پریشانی ډک ژوند تیروی، زموږ په رواجونو کی خو تر ټولو غټ پیغور د میراث کیدو خبره ده، حال دا چی لور ته میراث کیدل، یا زوی ته هیڅ توپیر نلری. ولی یوه خبره بیا دلته زموږ د بد بخته خلکو د رواج ده هغه داچی: کله چی نجلی د پلار د کوره واده شی، نو بیا باید د پلار کور خپل و نه بولی، او حتی د ورینداری د خب
غوره دعاوی!! او پښتو ترجمه --۲ برخه
شپږمه: ربنا ولا تحمل علینا اصرا ------- ای زمونږ ربه! مه اچوی په مونږ باندی دروند بار کما حملته علی الذین من قبلنا----- لکه څنګه چه د اچولی ؤ زمونږ نه مخکی خلقو باندی اوومه: ربنا ولا تحملنا-----ای زمونږ ربه! او مه اچوی مونږ باندی ما لاطاقة لنابه----
مؤمن مهاجر (ستاینه)
درنې خورې لیمې وردګ! باوروکړه چي ستاسوداوړوکی ویبلاګ مي دانټرنیټ په نړۍ کي تربل هرویبلاګ اوان هرې ویب پاڼې خوښ دی،ځکه تاسوچي پراسلامي موضوعاتو کومې لیکنې وړاندي کوئ خورامستندې،کره اوپرقوي دلائلوبنادي الله جل جلاله دي وکړي چي له خپل وس سره سم زموږکړېدلي اوداسلام له اصل روحه ناخبره خوپراسلام مین ملت ته نورداسي معلومات هم وړاندي کړئ چي له یوې خواکره اوله بلې خوافی الحال په ټولنه کي ورته عاجل ضرورت وي . سره له دې چي ته یوه مېرمن یې مګراحساس اوفکردي ترځوانانواوان مشرانوتانددی له یوې خواپه دیني علم
ستا د زنی په خال قسم!،هه؟؟
سلام علیکم! ځنی کسان چی معمولا لږ اسلامی علم لری، په ناپوهی سره په هر څه قسم خوری لکه په قران قسم، په آسمان قسم، ستا په شرافت قسم، او آن چی د ځنو پوهانو په ادبی اثارو کی د زنی په شین خال قسم ، ستا په مینه قسم او داسی نور راغلی دی. پداسی حال کی چی قسم بغیر د خدای ج د پاک نامه نه په بل څه روا ندی. قسم خوړل ولو که په ټوکو او مسخرو کی وی ښه کار نه راته ښکاری،ځکه د سړی د ټوکو ، دروغو او ریښتیا تمیز کول د ملګرو په وړاندی له منځه وړی. زما وینا ستاسو ټولو دوستانو ته داده چی له د
پخپل غرور می لویه ګټه له لاسه ورکړه
السلام علیکم! یو وخت زموږ په کلی کی د نجونو مکتب جوړ شو، یو شمیر وړی نجونی پکی شاملی شوی، او د یو شمیر نورو کورنی بیا دوی ته اجازه نه ورکوله. موږ خپله خور ښونځی ته پریښوده، او مکتب یی تر شپږم ټولګی پوری ولوست (پدی وخت کی به ټولو همځولو راته ویل چی تاسو ډیر بی غیرته یی ولی دا کار کوی؟، ما به په ځواب کی ورته ویل چی پوهه ښه ده ستاسو به یی په قدر نه پوهیږی. بیا موږ کابل ښار ته کډه شو. او هلته می خور بیا په ښونځی کی شامله کړه، داځل ن
پښتنی ټولنه کی غریبی او بی ځایه غرور
زموږ د کلی یوی کونډی غوا درلوده، او ښی پریمانه شیدی یی کولی، خو له بلی خوا د کلی په بازار کی خلکو مستی چکه او تروی په ډیر لوړ قیمت را نیولی، دا کیسه د وردګو د تنګی د بازار (جوی زرین) درته کوم. په تنګی کی زموږ نژدی خپلوانو غوا درلوده خو پدی وخت کی ډیری خلکو مالداری نشو کولای خصوصأ د غوا ساتل یوازی د شیدو او مستو په خاطر ډیر مشکل دی، نو ځکه ډیر خلک اوس پدی عادت دی چی له بازاره چکه مستی او شیدی واخلی؛ دی کونډی ته موږ وویل چی د خپلی غوا شیدی، مستی او چکه
احمد ولی -- متل
که خبری کول سپین زردی نوچپ کښینستل سره زر دی(حضرت سلیمان علیه اسلام) >>> خو کوره ددی متل ځای او وخت باید یاد شی، کنه نو خرابی ځنی را منځ ته کیږی. مننه
آیا موږ ټول حرامیان یو؟؟
سلام علیکم و رحمت الله و برکاة ډیر ځله می اوریدلی چی خلک یا دینی ملا امامان وایی چی کچیری څوک حرام و خوری نو د هغی اولاد حرامی دی. زه چی دا د خپل کورنی ژوند او باالخصوص د نجونو د خرڅلاو تود بازار ته ګورم نو دا خبره می تل په مغزو کی راګرځی چی شاید موږ ټول حرامیان یو. ولی دا خبره می په ذهن کی راګرځی؟ ځکه چی تر اوسه می داسی یو پښتون پلار/ورور ندی لیدلی چی خپله لورخور یی د نوی خرڅه کړی. ما پخوا داسی فکر کاوه چی ګوا
خان ولی کامران -- سلامونه
ليمه وردگ !سلامونه او نيكي هيلي مو ومنه خداي دي وكړي چې روغه او جوړه او تل دغسي مضوعات چې زموږ او ستاسي ټولني پوري تړاو لري غوره او د خلکو نظرونه پري نيسه که خداي کول چې په هېواد کې ورڅخه خلک سمه ګټه پورته کړي نو زه هم ستاسو سره پدغه لاره کې د خدمت کولو ژمنه کوو چې په شريکه به د خپلي ټولني نآخوآلو آو ټپونو ته د ملهم پټۍ پيدآ کوو خوښه آو بريآلي آوسي.په درنښت کامران
حجاب په اسلام،عیسایت،یهودیت اوساینس کی
حجاب په اسلام،عیسایت،یهودیت اوساینس کی (اوومه برخه)عبدالغفارجُبیرنوی ساینسې پریکړې اوپرده 1: کچیری دلمرشعاوې پرپوستکی په مسلسل ډول سره ولوېږی نوپوستکی توریږی۔2: کچیری دلمربنفشی شعاوې پرسترګواوپوستکی باندی ولویږی نودادپوستکی دګونجوـ ګونجوسبب کیږی اوپاته دی نه وی چی سترګې هم ډېرې کمزوری کيږی۔3: دلمرشعاوی پوستکی لیکې ـ لیکې کوی اوښکلائې له مینځه وړی۔4: کله چی ښځه حجاب