حجاب په اسلام،عیسایت،یهودیت اوساینس کی (اوومه برخه)عبدالغفارجُبیرنوی ساینسې پریکړې اوپرده
1: کچیری دلمرشعاوې پرپوستکی په مسلسل ډول سره ولوېږی نوپوستکی توریږی۔
2: کچیری دلمربنفشی شعاوې پرسترګواوپوستکی باندی ولویږی نودادپوستکی دګونجوـ ګونجوسبب کیږی اوپاته دی نه وی چی سترګې هم ډېرې کمزوری کيږی۔
3: دلمرشعاوی پوستکی لیکې ـ لیکې کوی اوښکلائې له مینځه وړی۔
4: کله چی ښځه حجاب نه کوی نودلمرزیاتې شعاوې ئې وبدن ته داخلیږی چی دښځې داخلی نظام سره خرابوی اوپه عادی حالت کی ئې بدلون راولی۔
5:کله چی دلمروړانګې په مسلسل ډول سره په ځانګړي ډول سره دمخ پرپوستکی نښلی نوپوستکی ورسره چوی۔
6: کله چی دلمروړانګې پرپوستکی نښلی نودپوستکی نری رګونه په پوره ډول سره اغیزمن کوی۔
7: دلمربنفشی وړانګې دپوستکی سره په تماس کېدوسره دپوستکی دسرطان سبب ګرځی۔
8: دلمردوړانګوله کبله دبدن دمدافعې جحازکمزوری کیږی اوحتی کله هم ختمیږی۔
9: دنویوڅیړنوپه پایلوکی داجوته شویده چی دلمروړانګې دوېښتیانووده کموی اودوېښتیانورنګ له مینځه وړی۔
(Woman and Modern Science)
(المراءة والحجاب)
په امریکاکی دبې پردګۍ پایلې:
په (1999) میلادی کال کی په امریکاکی (900،000) ښځوخپل عفت خرڅ کړ، چی داسی پېښې اکثره دکالفورنیاپه ایالت کی صورت ونیوی۔
د(سی این این) په حواله، چی قتلونه په امریکا کی زښته ډېرشویدی، اوهغه داچی دپارکو سره هره ورځ په زرهاوو لوڅې اوبربنډې ښځې پرتې وې، چی دجنسی اړیکوڅخه وروسته یامړې شوی وی اوهم داسی نشه وی چی ژوندئې دخطرسره وی، اوبل داچی خلک و دې لوڅو او بربنډو ښځو په کتو سره ځانونه د هلاکت(ایډز) وکندی ته ورغورځوی، او خپل مرګ ته ښه راغلاست ووایی، (سی این این) دا دعوه هم کړیده چی دا په هغو ښځو کی صورت نیسی چی لوڅی راووځی اوخلک ورپسی څرک چی په پایلی کی خپل ځان اونورانسانان دبدکندې ته وغورځوی۔
د(سی ای اې) دیوه خبرله مخی چی زموږډېرې ښځینه کارکونکی دعیاشۍ اوبربنډتوب له کبله ونورو اجنسیوته کارکوی، اوسمه وظیفه وسرته نشی رسولای؛ موږدرست تربیت ورکړی وی، خوچی وپیسوته وګوری نوهرڅه ورڅخه پاتی اوپه ساحل کی بربنډه ګرځی، داسی خولازیات وخت پېښه شوی چی موږیوه کارکونکې ویوځای ته دیوه کارلپاره لېږلی وی خودوهمه ورځ موهغه بربنډه په یوه پارک کی مړه موندلې ده، نوځکه اوس موږزیات کوښښ کووچی دښځوپه نسبت نارینه استخدام کړو۔
دامریکادروغتیامرکزیوخبرخپورکړچی پکښې اندېښنه ښودل شوېده چی په عمومی ډول سره په روغتنونوکی ښځینه نرسیانې دایډزښکاردی، په ځانګړی ډول سره د (شعبه حدثیات) نرسیانې، داعصابو د وارډ نرسانې، دزړۀ د وارډ نرسانې داپه زیاته اندازه سره په (ایچ ای وي) اخته دی، اوموږ ورته توصیه کړیدی چی تاسی دنرسینګ د اوصولو مطابق پوره بدن پټ کړی، مګردوی لوڅی ګرځی اوهرچاته دجنسی اړیکوبلنه ورکوی، خپله بربنډتوب و دې ناولو اړیکوته ښه راغلاست دی؛چی اوس ئې درملنه زموږلپاره هم ناشونې
ده۔
(The Defect of Unveil) Vol:2 p:122
(المراءة والحجاب)
(حجاب اورجدیدساینس)
(US in the Flame)
(Discover the US )
دحجاب په هکله دڅ ونړېوالو وتلو میرمنو څرګندونې:
کریمه عمر(امریکا)
حجاب په حقیقت کی په خاموشۍ سره ددین دعوت دی، دا داسلام یوی ښکلی سمبول دی، د اسلام دا ډېرښه حکم دی چی وښځې ته وایی چی حجاب وکه، حجاب دښځی ټول بدن ساتی د هرډول جرایمو اوجراثیمو څخه، کله چی ښځه په حجاب کی وی نو نارینه بیاپه دې ښځې پسې نه ګوری اوتوجه ئې نه ورته کیږی؛ حجاب دمسلمانانو یوزوړ رواج نه بلکه دا فرض دی۔
هُدای خطاب (برطانیه)
په اسلام کی ترټولو لومړی زه حجاب جذب اوکش کړمه دمسلمانوښځو دا جامه اوبرقعه دوی له نارینه ووڅخه بیلې کړلې، چی زه ډېره ورڅخه اغیزمنه شومه۔
په کفری نړۍ کی چی کله یوه ښځه له کوره راوځی نوځان ښایسته اوبربنډ کړی ترڅولیدونکی راجلب اووځانته ئې متوجه کړی؛ چی دابې حیایی دیوې ټولنې لپاره یوجرم دی دا ځکه ټولنه په فساد او فتنه کی لویږی، اودا بربنډتوب ددې ټولو ناخوالو ریښه ده؛ نوځکه کله چی مادلومړی ځل لپاره حجاب ولیدی ډېرژرپه پوه شومه چی اسلام نه غواړی چی په یوه ټولنه کی فسادونه اوجرمونه وکرل شی اواسلام ځکه ښځه پټه کړېده۔
داپه یقینی ډول سره درته وایم چی حجاب دالله جل جلاله یوه بې بېلګې لورینه اونعمت دی، کله چی مااسلام قبول کړپه شپږومیاشتوکی دحجاب سره پوره عادی شومه اووخدای جل جلاله ته می دشکرله کبله دوه رکعتنه لمونځ هم وکی۔
ناهیده مصطفی (کاناډا)
زماله دی څخه ډېربدراځی چی کله زه دباندی وځمه، نوهرمجرم، فسادی، ګناهکاره، مردارخوره، ځوان اوبوډاراته ګوری اوزماحسن وینی، زه حجاب دلمانځه په شان فرض بولم اوارزښت ورته ورکوم؛ اوکه یوه مسلمانه خورووینم چی بې حجابه ګرځی راګرځی نوډېرمی ورڅخه بدکیږی، داځکه چی دکاناډاپه شان یوه غربی ټولنه کی ولی دیوې مسلمانې خورښکلایوعیسایی، مجوسی، هندو، سکهـ اوبل غیرمسلمان ووینی، ددې مطلب به داوی چی داښځه خپل ښایست په بازارکی خرڅوی ۔
حجاب زماخواهش دی اودا زما حق دی چی زه ئې کوم۔
فایزه عبدالرشید (کاناډا)
الحمدلله چی زه لومړی مسلمانه اوبیاحجاب کوم، دادالله جل جلاله امردی چی زماپرسراوسترګوقبول دی؛ حجاب په یقینی ډول سره دښځې لپاره ډېرارزښت لری، زماپه اندحجاب دیوې ښځې پرښواسلامی اخلاقو، ښه عفت اوعزت باندی دلالت کوی، اودادُعاکوم چی داُمت مسلمه ټولې لوڼې داحجاب په پوره میړانه سره وکی اودځان لپاره ئې ویاړوبولی۔
بُشری (برطانیه)
داسلام دقبلولوڅخه وروسته دحجا ب سره ډېره مینه لرم، چی دټولنې دټولوفسادونو اوناوړوافعالوڅخه په امن کی شومه، کله چی زه اوس له کوره څخه وځم نوهیڅ اندېښنه راسره نشته چی څه به درپېښ شی، زموږپه ټولنه کی یوه مسلمانه خورپه حجاب کی ډېره ښکلې ښکاری اواوس الحمدلله دایوفېشن ګرځېدلې دی۔
امینه جنان (امریکا)
دښځې لومړۍ دنده داده چی دماشومانوساتنه اومراقبت وکی، دخپل خاوندپه پوره مینه سره چوپړوکی، اوبله مهمه دنده ئې داده چی ښځه بایدضرورحجاب وکی چی دادښځې باطنی ښکلانوره هم زیاتوی۔
اسماء (سویډن)
په اسلام کی دښځولپاره غټ رحمت دادی چی حجاب وکی، اومسلمانې خویندې باید ددې رحمت څخه ځان بې برخې نکړې، په اسلام کی چی کله مادحجاب په اړه روښانه عبارت ولیدی نومااسلام قبول کړ۔
زه به ترمرګه پوره حجاب کوم اوداوصیت به کوم چی که ددنیااواخرت ښې ګڼې غواړی نوحجاب پلی کی که څه هم دولت، خاوند، ټولنه اوقانون درته اجازه نه درکوی؛ زه پخپله ترنه حجاب دشهادت پرجام خوشحاله یمه۔
ثُریا (امریکا)
حجاب دېوې مسلمانې میرمنی لپاره یوازمایښت دی، اوحجاب کومه اختلافی مسئله هم نه ده، بلکه په واضح ډول سره قرانکریم دحجاب امرکړیدی؛ وماته حجاب داګټه رسولې ده چی زه ئې دچاپېریال دچټلۍ څخه ژغورلې یمه اودوهمه ګټه ئې داده چی حجاب ددې سمبول دی چی زه مسلمانه یمه، اودااعلان کوم چی زه دیوه الله جل جلاله پوره احکام اوقوانین منم۔
لیلی لیسالوت وتمان (امریکا)
داسلام دمبارک دین دقبلولوڅخه وروسته حجاب زماډېرخوښ دی اوپه دې حجاب کی ټوله خلک زماډېراحترام کوی، هیڅوک بدنه راته وایی اونه هم په بازاریامارکیټ کی الله جل جلاله ته دی حمد وی۔
عایشه یانګ(جاپان)
زه او حجاب سره جوړه یو د تل لپاره، زما تورحجاب ډېرخوښ دی داځکه چی ودې ته دچاسترګې نه وراوړی اوبل داچی توررنګ دلمروړانګې جذبوی چی دادبدن دروغتیالپاره هم غوره دی، په حجاب کی زه په مکمل ډول سره ځان پوټوم ، کله چی زه دنوروجاپانیانوښځوسره ګورم نوی دوی راته وایی چی ته دیوه ساعت اورګاډې اودبازاردتګ څخه وروسته راغلی اوحال داچی نه لوګی درباندی شته، نه ګرځ درباندی شته، اونه هم دسفرڅه اثاردرباندی جوتیږی داویلی؟ نوزه خپل وحجاب ته لاس وروړم ، اوپه مسکاسره ورته ووایم چی دااسلام زه ددې چټلۍ څخه ساتلې یمه۔
(The status of Woman in Islam)
(The Defect of Unveil)
(Islam and Us)
(المراءة والحجاب)
(حجاب اورساینس)
پای
په اسلامی پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر