د لمانځه اهمیت

 

له مخکینیو خبرو څخه څرګنده شوه چی لمونځ په اسلام کی لوی ارزښت او مقام لری، او هغه د اسلام د ارکانو څخه دوهم داسی رکن دی چی بی له هغه د ادا کولو نه (دچا) اسلام نشی صحیح کیدای، او د  لمانځه په باره کی سستی او بی پروایی کول د منافقینو له صفاتو څخه شمیرل کیږی، او (په مکمل ډول سره) پریښودل یی کفر او ګمراهی ده، چی په هغه سره انسان داسلام له دایری نه وزی، لکه څنګه چی پیغمبر(ص) په صحیح حدیث کی فرمایی: ژباړه:

دسړی  د کفر او شرک په مینځ کی (جلاکونکی حد) دلمانځه پریښودل دی،

او بل ځای فرمایی: ژباړه:

کوم عهد او پیمان چی زموږ او د دوی (کافرانو) تر مینځ دی هغه لمونځ دی، چا چی هغه پریښود نو په رښنیا سره هغه کافر دی. (دا حدیث شریف ترمذی روایت کړی دی، او هغه یی حسن بللی دی).

لمونځ د اسلام بنیاد او اساس دی، او هغه دالله(ج) او د بنده په مینځ کی رابطه ده، لکه څنګه چی پیغمبر(ص) په صحیح حدیث کی فرمایی:

ژباړه: کله چی له تاسو نه یو تن لمونځ کوی نو هغه د خپل خدای(ج) سره راز او نیاز کوی. او لمونځ  دالله(ج) سره دبنده د محبت لرلو، اود هغه  د نعمتونو دقدر کولو علامه اونښانه ده، او د دی وجهی نه چی لمونځ لوی ارزښت او فضیلت لری، نو ځکه خو له ټولو نه اولینه فریضه ده چی پر پیغمبر(ص) باندی فرض شویده، او لمونځ پدی امت باندی د معراج په شپه په اسمان کی فرض شوی دی، او چی کله له پیغمبر(ص) نه پوښتنه وشوه چی له ټولو نه غوره عمل کوم دی؟ وفرمایل: لمونځ دګناهونو د پاکیدلو سبب دی، پیغمبر(ص) فرمایلی دی:

ترجمه: آیا تاسو ته معلومه ده که له تاسو نه د یو کس د کور د دروازی مخی ته یوه ویاله وی اوهره ورځ په هغه کی پنځه ځله ولامبی، نو ایا د ده (په بدن) کی به څه خیری پاتی شی، (صحا به وو(رض) وویل: نه، هیڅ خیری به پاتی نشی،

(پیغمبرص) وفرمایل: نو دا (په ورځ کی) د پنځو لمونځونو مثال دی، چی الله(ج) دهغه په وجه (د لمونځ کونکی) ګناهونه بښی.

(داحدیث بخاری او مسلم روایت کړی دی)

 

او په حدیث کی له پیغمبر(ص) نه راغلی دی: چی هغه کله لدی دنیا نه رحلت کاوه، اخیری وصیت او اخیرنی خبره یی دا وه: « چی د لمانځه په باره کی ، او دهغو(مریانو) په باره کی چی ستاسو تر لاس لاندی دی، له الله(ج) نه وویریږی»

( دا حدیث احمد او نسایی او ابن ماجه روایت کړی دی)

الله(ج) په قرآن کریم کی د لمانځه او لمونح کونکی ډیر لوی فضیلت او شرف ذکر کړی دی، له ټولو طاعتونو او عبادتونو نه یی دلمانځه زیاته یادونه کړیده، او دهغه په باره کی یی خصوصی توصیه کړی ده، الله(ج) فرمایی:

ترجمه: پر(ټولو) لمونځونو باندی محافظت وکړی، او (په خاصه توګه) په مینځنی (مازدیګر) لمونځ باندی، او (لمانځه کی) الله(ج) ته په ویره (اوادب) سره ودریږی. او فرمایی: (العنکبوت: ۴۵) ترجمه: او لمونځ ښه ادا کړی، په رښتیا سره لمونځ (انسان) له حیایی او بدو کارونو څخه منع کوی.

 (دالبقرة ۲۳۸ آیت)

او فرمایی:

 ترجمه: ای مومنانو (له الله(ج) نه) په صبر او لمونځ کولو سره کمک وغواړی.

القبرة:۱۵۳)

 او فرمایی:

ترجمه: په تحقیق سره لمونځ پر مومنانو باندی معین او ټاکلی وخت کی فرض دی.

(النسا:۱۰۳)

 الله(ج) دهغه چا لپاره چی لمونځ نکوی (سخت) عذاب واجب کړی دی، الله(ج) فرمایی:

 ترجمه: نو وروسته لدوی نه داسی خلیفګان راغلل چی لمونځ یی ضایع کړ (اونه یی ادا کاوه) او په شهوتونو پسی لاړل، نو دوی به (‌‌‌ژر) له بد عاقبت سره (په دوزخ کی) مخامخ شی .

((مریم:۵۹)

الله(ج) په خپل مبارک کتاب (قرآن) کی د دی خبری بیان کړی دی چی د مجرمانو او ګنهګارانو   دوزخ ته د داخلیدلو اولین سبب د لمانځه پریښودل دی، هغه فرمایی:

ترجمه: (له دوزخیانو نه به پوښتنه وشی چی ) کوم شی تاسو دوزخ ته داخل کړی؟ هغوی به ووایی: چی موږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ(نو ځکه دوزخ ته راوستل شوی یو)

 

اوپیغمبر(ص) فرمایلی دی

چی څوک د سهار او مازدیګر لمونځ وکړی نو هغه به جنت ته لاړ شی، لکه څنګه چی په صحیح حدیث کی راغلی دی:

ترجمه: څوک چی د سهار او مازدیکر لمونځ وکړی، جنت ته به لاړ شی.

لمونځ په ټولو اسمانی ادیانو کی یو عام او ښکاره عبادت دی. چی معنی او مفهوم یی دا دی چی (مسلمان) یواځی هغه الله(ج) ته تسلیم شی او کامل اطاعت یی وکړی چی هیڅ شریک او ساری نلری، او لمونځ انسانانو ته دتقوی، انکار، الله(ج) ته رجوع کولو، صبر، جهان، اوتوکل کولو تربیه ورکوی، او دا هغه ظاهری عبادت دی چی د لمونځ کونکی په ایمان، او د الله(ج) رب العالمین په بندګی کی دهغه په ریښتنولی اوصداقت دلالت کوی. نو پرهر مسلمان باندی فرض دی چی په دوامدار شکل سره لمونحونه په خپلو وختونو کی په هغه طریقه سره اداء کړی چی الله(ج) مشروع کړی ده، تر څوپدی توګه د الله(ج) او د پیغمبر(ص) اطاعت پرځای کړی، اودهغه (ج) له غضب او دردونکی عذاب څخه ځان وژغوری.

 

لیمه وردګ

نور بیا

طهارت یا د لمانځه لپاره پاکوالی