مقالې
روسیه او د اسلامي امارت رسمیت پیژنده
روسیه او اسلامي امارت رسمیت پیژندنه صافی روسي له څلور کلن ځنډ روسته د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپیژند ،طالبان د روسي لخوا ددوی د حکومت په رسمیت پیژنده زیات خوښ او دا یوه ستره سیاسي بریا بولي . په دې کې شک نشته چې دا یو بې سارې ګام او لوي پرمختګ دی . د روسي له دې اقدام به نور هیوادونه هم تقلید وکړي او د طالبانو حکومت به په رسمیت وپیژني طالبان به کرار کرار له سیاسي انزوا بیرون شي. که څه هم د روسي او طالبانو نزدې کیدل به د امریکا لپاره سخته وې خو روسي په وخت خپل کار وک
فقر وبیسوادی
بیسوادی تهدید بزرګ وجدی علیه سلامت روانی و اجتماعی می باشد، چون افرادی که دچار فقر سواد هستند نمی دانند که از سلامت جسمی چگونه مراقبت کنند و نمیدانند که جامعه که در آن زیست دارند چه نیازی به این نسل دارد و هر فرد چه مسئولیتی در قبال جامعه خود. پیامدهای ناگوار فقر اقتصادی و فقر سواد در افغانستان. فقر یکی از معضله های بزرگ اجتماعی است حالا چه این فقر اقتصادی باشد چه فرهنگی و یا هم تعلیمی ابتدا باید بدانیم که فقر اقتصادی چیست؟ فقر در لغت نیازمندی و محتاجیت است و در اصطلاح آنست که
د ژنیو تړون وروسته د پېښو شالید ته کتنه
د ژنیو تړون وروسته د پېښو شالید ته کتنه یادوونه: د ژنیو تړون په اړه په تېره بیا د افغان نوي پښت د معلوماتو لپاره په رسنیو کې زیات مطالب نه دي خپاره شوي. ومې غوښتل په دې اړه لاندې لنډه لیکنه چې د خپلو معلوماتو او د انټر نیټ له زیرمو په استفادې تهیه شوې، وړاندې کړم: د ۱۹۸۸ م کال د اپریل په ۱۴مه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ژنیو تړون (Geneva Accords ) د پخواني شوروي اتحاد او د امریکا د متحده ایالاتو په تضمین لاسلیک شو. په دې تړون کې لاندې څلور اساسي اسناد شامل ول: لومړی ــ
د پیښور د پښتنو پولیسو ویاړنې ؟
د پیښور د پښتنو پولیسو ویاړنې؟؟؟ د باچا خان د خاطراتو څخه یوه ورځ د پولیسو موټر جیل ته راغی ، چې له څلورو خواوو څخه دننه په پردو پو ښلی وو ،زما په پښو کې زولنې او په لاسو کې می هتکړۍ وي ، او تر غاړه می طوق وو ،د جیل په تنګو او لنډو جامو کې ، ما ته ځان عجیب و غریب ښکاریده ، خدای پوهیږي خلکو ته به لا څنګه ښکاریدم ،خو خیر، د یو پرده دار میرمن په شان یې په موټر کې کښېنولم ،دریا خان جیل ته یې روان کړم ،چې مونږ څنګه ورسیدو اور ګادۍ تللی وو ، شپه می پر ستیشن تیره کړه ،پولیسو نه زه
د خان عبدالغفار خان اندیښنه د ماشومانو د راتلونکي په هکله
د خان عبدالغفارخان اندیښنه د ماشومانو د راتلونکي په هکله: خان عبدالغفارخان دا درک کړی وو . چې د پښتنو د روښانتیا او ویښیدو له پاره تعلیم ډیر ضروری دی . او دا تصویر د ده د نیت ډیر ښه ښکارندویی کوي . ده به په هر ځای کې ماشومان راغونډ کړل او هغوي به یي علم او زده کړې ته هڅول . کله به چې افغانستان هم راغی په افغانستان کې به یې د ځینو مکتبونو څخه لیدنه او کتنه کوله او زده کونکو ته به یې ارزښتناکه خبری کولي او خپلي تجربی او خاطری به یې ورسره شریکولي . وایي چې ډاکتر خالق زیار د
د سیلابونو د کنترول طریقه
د ځمکي ګرمیدل او په نړی کي د اقلیمی بدلون له کبله د موسمي اورښتونو اوقات ګډوډ شوي او په همدي علت سیندونو کې د بحراني جریان (سیلابي) ورځی ډیري او د سیند د متوسط جریان ورځې کمي شوی دي. په دې معنی چې د پسرلي په موسم کې دوامداره سیلابونه راوځي خو ورپسې د دوبي موسم کې چي نباتات اوبو ته اړتیا لري او کروندي باید خړوب شي د سیند منځني جریان اصغري حالت ته غورځیدلی. د سیلابونو راوتل ویجاړونکي وي چي اکثره وخت ولسونو ته درانه مالي او ځاني تاوانونه اړوي. د نفوسو زیاتوالۍ، ښاري پراختیا، د آبګیر په ساحات
امریکا او مرکزي اسیا
په مرکزي اسیا کې د ډاډمن امنیت تر څنګ اقتصاد په ترقۍ او دخلکو ژوند ارامه دی . امریکا د یوه نړیوال حاکم اقتصادي او سیاسي ځواک په توګه هڅه کوې چې مرکزي اسیا بې ثباته کړې دې موخې ته د رسیدو په خاطر امریکا له بیلا بیلو وسیلو کار اخلي ، کله ګواښ کله اقتصادي فشار د ځینو په باور ان د وسله والو کروپونو تمویلول که څه هم امریکا دا نه مني چې ګنې دوی دې ناقانونه وسله وال تمویل کړې خو په افغانستان کې دامریکا د نظامي حضور پرمهال داسي شواهد موندل شوې دي چې یاد هیواد له ناقانونه وسله والو سره په تماس کې
آیا ایران به اټومي سیالي او د ملېشو سرپرستي پرېږدي؟
پارسیان چې ځانونه د کوروش کبیر، ساسانیانو، صفویانو، قاجاریانو او پهلویانو وارثین بولي، د ډېر لرغوني تمدن څخه برخمن دي. له همدې بابته، دوئ د خلیج کوچني هېوادونه د خپل کلتوري قلمرو برخه ګڼي او د فردوسي شاهنامې خو لا ډېر پخوا عربانو ته د خپلو سیالانو په سترګه نه کتل. له نن څخه درې کاله وړاندې، تهران د عراق سفیر ته په دې خاطر، اخطار ورکړی وو چې ولی یې بغداد کې د فوټبال د سیالیو په مهال د خلیج فارس په ځای، د خلیج عربي کلمه کارولې وه؟ د هجرت په ۱۵ کال (۶۳۶م) د قادسیې په جنګ کې د ساسانیانو مشري
د اسراییلو اتومي کړنلار
یوه تاریخي او ستراتیژیک ځغلنده کتنه اسراییل د نړۍ له هغو محدودو هیوادونو څخه دی چې یوه پیاوړې اتومي کړنلار لري، خو تر ننه یې نه دا کړنلار په رسمي توګه افشا کړی او نه یې د اتومي وسلو لرل تایید کړي. دا تګلار چې «ستراتېژیک ابهام» بلل کېږي، د اسراییلو د بقاء، بازدارندګۍ او سیمه ییز تفوق یوه حیاتي برخه ده. په دغه لیکنه کې د اسراییلو د اتومي پروګرام تاریخي رېښو، تخنیکي تاسیساتو، وسلو او نړیوال غبرګون ته کتنه شوې. لومړی ــ تاریخي شالید: د اسراییلو اتومي پروګرام په ۱۹۵۰مو کلونو کې د لومړ
جګړو ځپلی ولس او وچکالي !
صحرایې کیدل څرنګه رامنځ ته کیږي او کومي ناوړی پایلې لري؟ دې مسلکي پوښتنې ته به په یوه بله ورپسې لیکنه کې ځواب ورکړم، خو اوس د یوه راپور پر بنسټ د هلمند په ځنو ولسوالیو کې ستونزمن چاپیریالي حالت ته یو ځغلنده نظر: څو ورځې دمخه مې د بي بي سي پښتو تلویزیوني خپرونو په لړ کې، د هلمند په ځنو ولسوالیو کې د اوبو د کمښت او د ځنو پخوانیو زرغونو باغونو او کروندو، په شاړو بیدیاوو د بدلیدو یو راپور ولید. دا راپور زما لپاره د طبیعي سرچینو او چاپیریال ساتنې د یوه متخصص په توګه ډیر دردوونکی او
اسرائيل او پاکستان د دين په نامه د شر-فساد د پاره جوړشوي دوه مصنوعي دولتونه
ملتونه ، هېوادونه او دولتونه جوړېدل او منځته راتلل يو طبيعي-تاريخي روند دئ، چې ډېر فکتورونه او عوامل(شريک تاريخ،شريک کلتور ،شريکه خاوره ، شريک مقدسات ، شريکې ګټې،شريک برخليک او ....) يې په تشکيلېدو کې بنسټيز او حياتي رول لري. هېوادونه او اولس ئې د فرمايش، زور او آني او لحظه اي تعاملاتو محصول نه دي ، بلکې د انسانانو د اوږدې زمانې د فکري مشترکاتو ،ګډ ژوند ، عادتونو، خپلمنځي امتزاج -تفاهماتو او وصلي -نسلي -ميراثي ارزښتونو د عروج او اوج په نتيجه کې ظهور او حضور پيدا کوي . د جهان په لرغوني
چین او سیمه
په پښتو کې متل دی چې وایی که موچی دومره تکړه وای خپل ځان ته به یې سوګلې جوړې کړې وای . چین په اقتصادی لحاظ خپل وږی ولس ته یو څه دی او دلیدرشف او سیاست برخه کې ډیر کمزوری ، بی پلانه، ډارن او کاواکه دی . چین دمنځنۍ آسیا ملکونه تشی سیمه ایزه کولی وایی پهلوان زنده خوش است! دچین په دغه سیمه ایز او ګاونډیتوب ثبات کې هم سلړه کیږی او هم تاوده. چین په سیاست کې لکه ښاغلی ملا عبدالسلام ضعیف هغې مرحلې ته نه دی رسېدلی چې په ټولو ديبلوماتیکو ستراتیژیکالی برلاسیتوب ولری. چین له لویدیځو هېوادونو ویره لری
د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې لپاره د سیمه ایزې همکارۍ پر زیانېدو د چین ټینګار
د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې لپاره د سیمه ایزې همکارۍ پر زیانېدو د چین ټینګار ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنوونکی:اندېښمن ځاځی د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د چین ـ منځنۍ اسیا د همکاریو دوهمه سرمشریزه جوړه شوه چې پکې د منځنۍ اسیا د ګډ پرمختګ، په سیمه کې د امنیت د ټینګښت، د نړیوالو ګواښونو پر ضد د ګډو هڅو همغږي، د فرهنګي او بشري تبادلو پیاوړتیا، د سیمه ییزې همکارۍ پیاوړتیا، د سیاسي خبرو اترو پراخوالی، د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر
د بنګله دېش د خپلواکۍ انقلاب خونړی پیل او بریا "دریمه او ورستي برخه "
یوې څېړنېزې مقالې د بنګله دېش د جګړې تاریخ بدل کړ د انګلستان د سنډي ټاېمز ورځپاڼه کې یوې مقالې د بنګله دېش انقلابي پاڅون د ځپلو په اړه د پاکستان ظلمونو، وحشتونو او قتل عام څخه پرده پورته کړه او ورسره یې د بنګله دېش د جګړې تاریخ بدل کړ. دغه مهمه تاریخي مقاله د یوه پاکستاني خبریال او عیني شاهد انټونې مسکارانهاس لخوا لیکلي شوي او د 1971 کال د جون په13 مه په سنډې ټایمز ورځپاڼه کې خپره شوي ده. دغه مقاله د بنګله دېش د جګړې په اړه یوه خورا مه
د «ایراني ژبو» پر ځای د «اریاني ژبو» د اصطلاح اړتیا
د «ایراني ژبو» پر ځای د «اریاني ژبو» د اصطلاح اړتیا ډېر وخت د ځینو افغان قلموالو او لیکوالو د داسې لیکنو سره مخامخېږم چې په پټو سترګو د ایراني لیکوالو په پل، پل ږدي او د«اریایې ژبو» د اصطلاح پرځای د«ایراني ژبو» اصطلاح کاروي. دوی په پوهه یا ناپوهۍ سره په هغه لویه توطیه کې برخه اخلي چې ایراني واکمنو د افغانستان او د اریانا د ټولې سیمې د فرهنګ، تاریخ او تمدن د غلا او لوټ لپاره په کار اچولې ده. ژبه یوازې د انسان د خبرو وسیله نه ده؛ بلکې د هغه د هویت، فرهنګ، تاریخ او تمدن څرګندونه هم کوي.
د بنګله دېش د خپلواکۍ انقلاب خونړی پیل او بریا
دویمه برخه د بنګله دېش دولت بنسټ اېښودل او د پاکستان تجزیه کې د هند مهم رول کله چې په 1947 کې هند او لویدیځ پاکستان له برتانویانو خپلواکي ترلاسه کړه. ختیځ پاکستان ٬٬ بنګله دېش٬٬ د پنجاب استعماري ریاست ښکېلاګر واکمنان ترلاسه کړل. د 1971 کال په ډسېمبر کې د هند او پاکستان ترمنځ دریمې جګړې د هند نیمه وچه په بنسټېزه توګه ولړزوله.
کنگره سالانه حج، یک عبادت سیاسی + انقلابی
کنگره سالانه حج، یک عبادت سیاسی + انقلابی عبدالخالق صارم ............................................................... قسمت چهارم در ادامه گذشته 9- بعد سیاسی حج: حج یک کنگره سیاسی نیز است که به چند مورد از ابعاد سیاسی آن، اشاره می کنم: أ- در کنگره حج، مسلمان با برادران مسلمان خود که بارنگ ها، زبان ها، نژادها، کشورها و قاره های مختلف این جا گردهم آمده اند، ملاقات می کند، و مسلمان بادیدن این برادران اسلامی خود، احساس عزت و افتخار می کند، و روحی
بريژينسکي ــ خلیلزاد او د افغانستان ناورین!
دې لیکنه کې د افغانستان په ویجاړۍ او ناورین کې، د دوو امریکايې سیاستوالو هر یو زلمي خلیلزاد او زبیګنیو بريژینسکي کړنچار اونقش ته لنډه کتنه شوې. که څه هم ویل کېږي، دواړو د امریکا د ملي امنیت او ګټو په چوکاټ کې عمل کړی؛ خو د دوی نیت، ستراتیژۍ او د افغانستان لپاره پایلې د پام وړ توپیر لري او زړه بوګنونکې دي. برېژینسکي د جهادي افراطي ډلو هر اړخیز ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې خلیلزاد بیا د طالبانو سره د سولې په خبرو کې د هغه مهال د واکمنۍ، دیموکرات او ملي لوری له پامه وغوځاوه او د دولتي واک په
د غدارۍ کلمه د پاکستان د پوځ د مخالیفینو پر ضد سلاح!
د پاکستان پوځ کله کله د سیاسي مخو له پاره او د خپلو ګټو له پاره په سیاسي مخالیفینو د غدارۍ الزام لګولی دی ،چې دا خبره دومره زیاته شوی او عامه شوي چې اوس څوک پرې به اصطلاح سر هم نه ګروي ،نو پوځ په دي مورد کې ځان ډیر شرمولی او رسوا کړی ،ځیني وخت پوځ او استخباراتي شبکو یې ،په هغو شخصیتونو او پوهو خلکو باندی د غدارۍ تور لګولی ، چې هغوي وروسته او تل په ښه نوم یاد شوي ،یانی د پوځ بر خلاف ،دوی د سولي امن او وطن ته د خیر خلک ول، د اسفند یار ولی خان خبره ده چې وايي چې دا تور او الزام خو په ما هم ولګید
د رنځونو طبیب!
ادبی ټوټه د رنځونو طبیب! کومه ده هغه ریښیني مینه ، چې د دردمنو په زخمی زړونو ملهم کیږدي ،او زمونږسټړي جنګ زپلي او ستومانه زړونو کې ،نشاط او خوشحالي واچوي . کومه دی هغه د صاحبدل وینا چې زمونږ تیاره زړونه او ضمیرونه په خپل الهامی ویناوو روښانه کړي ،زمونږ زړونو ته د معرفت رڼا وبخښي ، او کومه دی هغه زمونږ د رنځونو طبیب او مسیحا چې زمونږ دا پټ پنهم د زړه دردونه احساس کړي ، او زمونږ په احساس کې شریک شي ، او کومه دی هغه د میني او محبت په رمز پوه یو درد آشنا ، چې مونږ له کرکي او نفرتو