مقالې
مینه ناکو؛ د حوض کوثر خوب چا لیدلې؟
آیا مینه د زړه درد دی، که د عاطفې سیلۍ؟ د شعور ناره ده، که د فطرت کړیکه؟ د احساساتو شور دی، که د ضمیر سکون؟ د عذاب کړکۍ ده، که د ثواب دروازه؟ د طبیعت رنګ دی که د هوس زنګ؟ د وصال او فراق ترمنځ پل صراط دی، که د رواجونو په ځنځیر تړل شوې خیالي نړۍ؟ آیا مینه شوق دی، اراده ده، لیوالتیا ده که د عزم انتهاء ؟ آیا مینه انعام دې، انتقام دی که د پشکال خړ سیلاب؟ د ساز آغاز دی که د کړاو انجام؟ د الهام سرچینه ده؛ که د تلقین زاره چاودې هڅه؟ آیا مینه تلوسه ده او هیجان دی، که حسرت دی، جرئت دی، برائت دی، یا جنو
په نړۍ کې د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنې
حميدالله بسيا د نړۍ په معاصر تاريخ کې سږ ۲۰۲۴ هغه کال دی چې په زياتره هېوادونو کې انتخابات کېږي او دا د نړۍ په تاريخ کې یو ريکارډ دی. له شپېتو څخه تر شپږاويا هېوادونه به په ۲۰۲۴ کې انتخابات لري چې د نړۍ د نفوس شاوخوا ۴ زره ميليونه نفوس کېږي. د اسيا له لرې ختيځ او د نړۍ له شمالي منجمد بحر څخه نيولې بيا د لاتينې امريکا تر سواحلو پورې په بېلابېلو هېوادونو کې د شمېرو له مخې شاوخوا ۴ ميليارده د نړۍ نفوس په ۲۰۲۴ کال کې د رايو ورکولو لپاره خپل ولسمشران او رهبران وټآکي، چې د امريکا متحده
دافغانستان تاریخي نومان
ترمخ تردې چي دافغانستا تاریخي نومانو ته راسوپریوڅوسکالو(موضوعګانو) باندي رڼااچوو. زموږ په نننۍ نړۍ کي دهېوادونوسیاسي جغرافیه یي نومان پر درې ډوله وېشیلي دي. لکه: جغرافیه يي نوم یاني په دغه څلور ابعادوکي پروت هېواد دغه نوم لري. بل ئې ژبنیز نوم دی. کوم هېوادچي په یوه ژبه خبري کوي په هغه ژبه سره هم هغه ملک یاديږي. درېم ئې نژادي نوم دهېواد دی. دساري په توګه «کانادا» جغرافیه يي نوم لري یاني په دغه څلورابعادو کي پروت ملک «کانادا» نومیږي او خلک ئې «کانادایان» دي؛ خوژبه ئې انګلیسي اوفرانسوي ده. د
پر ځوانانو او تنکیو ځوانانو د ټولنیزو رسنیو اغیزې!
ټولنیز رسنۍ زموږ د ژوند یوه نه جلاکیدونکې برخه ګرځیدلې ده او کارول یې په انټرنیټ کې تر ټولو مشهور فعالیت دی. نږدې هرڅوک په فسبوک، ټویټر، انسټاګرام او یا کومه بله کې یوه شمیره لري. دا یو حقیقت دی چې نږدې هرڅوک او د هر عمر لرونکي په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي. همدارنګه د دی رسنیو منفي اغیزې یوازې پر ځوانانو هم نه دي، لویان هم اغیزمنولای شي. خو ځوانان او تنکي ځوانان چې د رسنیو سرلیکونه یې د سترګو په وړاندی اوړي را اوړي او یا یې غوږونو ته اوازونه ور رسیږي ، نو د ځان په هکله تصور کوي یا خپ
ورزش د نړيوال سياست په لومه کې
کله چې په ورزش او لوبو په مسلکي او له نړيوال انده غږېږو، نو لومړۍ پوښتنې مو چې ذهن ته راځي هغه دادي چې: ايا رښتيا هم لوبې له سياست څخه بېلې دي ؟ ايا رښتيا هم سياست له ورزش، او ورزش له سياست څخه نه قرباني کېږي؟ او ايا رښتيا هم نړۍ د دواړو تر منځ په جلاوالي قايله ده اوکه نه؟ لومړی به په دې اړه د ورزش څخه د سياسي استفادې په تاريخ غږېږو، په لومړي ځل په نړيوال ورزش کې د نړۍ د مشهورو او تر ټولو جذابو لوبو (اولمپيک) لوبې چې د نړۍ تقريبا ټول هېوادونه یې ګډونوال دي او هر څلور کاله وروسته په ډېر شو
اوبه
اوبه د الله ج له سترو نعمتونو څخه دي، د هر ژوندي موجود ژوند په اوبو ولاړ دی، که ووایو اوبه ژوند دی بهتره به وي، ځکه د انسانانو، حیواناتو، نباتاتو، حشراتو… لپاره خوراکي توکي هم اوبه برابروي، نو ځکه وایو، چې اوبه د ژوند سرچېنه ده، که چېرې اوبه نه وي ژوند نشته. زموږ هېواد د ډېرو نورو هېوادو په پرتله ډېرې خوږي او د څښلو اوبه لري، چې دا پر موږ د خدای ج لویه لوروینه ده، نو موږ هم باید شکر ادا کړو او په مصرف کې بې پروايي و نه کړو. دا چې زموږ زیاتره خوږې اوبه د غرو له چېنو، د
(د افغانستان ستره ملي اجماع) یعنې څه؟
لنډه یادونه: د روان کال د جنوري د میاشتې په ۱۹- سمه نېټه مې د هیواد د ملي ستونځو د حل له پاره د ټولو افغاني ملي ځواکونو د اتحاد او ګډ عمل ته د رابللو په منظور یوه لیکنه د سوسیال ميډیا او انټرنيټي پاڼو له لوري نشر ته وسپارله چې د ډیرو سیاسي فعالینو لخوا د ښه استقبال تر څنګ ځینې نورو په دې اړه پوښتنې طرحه کړې دي. هیله من یم چې د دوستانو د ارزښتمنو پوښتنو په اړه به په فرصت سره د خبرو موقع ومومو. یوه فیسبوکي ملګري مې د فیسبوک په تبصرو او د سوالونو په سر کې نیغ په نیغه راته لیکلی چې د افغا
رډې سترګې (لنډه کیسه)
په دره کې توره لړه خوره وه، لېرې څه نه مالومېدل، اسمان وریځ و، ځمکه لنده وه، یو یو څاڅکي د سیند په غاړه وړې وړې څپې جوړولې، د اوبو تاوونه په دره کې ورکېدل، سپینو وړو مرغیو په لویو تېږو لکۍ ښورولې، د الوتونکو او سیند شور د درې چوپتیا ماتوله، د کورونو له بامونو لوږي پورته کېدل.یو سپی، چې ژبه یې راباسلې وه، د کلي له ماشومانو یې منډې وهلې، د لویې برجورې کلا دروازه وټکېده، هلک دروازه خلاصه کړه او سړي ته یې لاس ورکړه، له خبرو وروسته، د یوې لویې کوټې په لور روان شول، د کوټې له دروازې ګڼ سپین ږ
ولې امريکا او برتانيا پر يمن حمله پیل کړې؟
له هرڅه لومړی به يو څو کرښې د يمن په اړه وغږېږو : يمن په اوس مهال کې د دوو دولتونو درلونکی دی چې د يمن شمالي او جنوبي برخې تر کنترول لاندې لري ، د دواړو دولتونو نومونه د يمن جمهوري دولت دی او د دواړو بيرغ هم يو ډول دی، د صنعا دولت حوثيانو په لاس کې دی چې ددې هېواد شمالي برخې په واک کې لري، او عدن چې د هېواد جنوب کې دی د حوثيانو د مخالفينو په لاس کې دی چې د ملګرو ملتونو لخوا هم په رسميت پېژندل شوی دی. د دواړو دولتونو جګړه د يمن په سراسري کنترول باندې روانه ده خو اوس په يوه اوربند باندې سره
نشست کشورهای روسیه وچین ودرعین زمان ایران وپاکستان برای چه؟
بن بست عدم شناسایی حکومت سرپرست امارت اسلامی در افغانستان ګره های داخلی است که خود طالبان انرا مسایل داخلی می پندارند وبه دیګران حق مداخله در امور کشور نمیدهند . اګر اېن مساېل حل نګردد وبا امروز وفردا وپس فردا به تعویق افتد عوااقب ان چهار بحران بزرک را برای افغانستان رقم خواهد زد که عبارت است از: رکود اقتصادی بحران حقوق بشری کاهش روابط سیاسی وعدم احترام دولت د رسطح ملې وفرا ملی بنابران میتوان ګفت کشور های منطقه وبخصوص پاکستان وروسیه ازش استفاده اعظمیی خواهد کرد .. کشور های
اوغان/ افغان او پښتون
پدې وروستیو وختو کي د اوغان/ افغان او پښتون په هکله هم د پښتنو په منځ کي د اندونو بېلوالی ډېر سویدی او هم د پښتنو او غیر پښتني قومونو تر منځ حساسیتونه او د نظر اختلافات را پارېدلي دي. یعني ځیني تاریخ لیکونکي اوغان، افغان او پښتون سره جلا کوي خو ځيني ئې یو بولي، دغه یوالي ځیني غیر پښتانه وروڼه دومره خښمولي دي ان چي خپل ځانونه له افغانیته باسي او وایې چي موږ افغانان نه یوو. پدې خاطر چي دغه سؤتفاهم له منځه ولاړ سي او د افغانستان د وروڼو قومونو تر منځ فولادي ملي وحدت ټینګ پاته سي نو زه اړ سوم چي
معلوماتي خونديتوب (اېنفارمېشن سيکورټي)
معلوماتي خونديتوب يا اطلاعاتي خوندیتوب (Information security) چې دInfoS په لنډ نوم هم يادېږي په انټرنېټي پلېټ فارم او يا فزيکي چوکاټ کې د اطلاعاتو د تخريب،غلا کېدلو، مختل کېدلو او نورو... ګواښونو حد اقل ته د راکمولو لپاره د اطلاعاتو د ساتنې لارو چارو ته ویل کېږي. يانې د اطلاعاتو په مقابل کې د ګواښونو د مقابلې هغه څانګه ده چې د معلوماتو د غیرمجاز، نامناسبې لاسوهنې، غیرقانوني استفادې، افشاکولو، مختل کولو، له منځه وړلو، فساد، اصلاح، څېړنې، ثبت یا د هغو د ارزښت له راکمولو څخه مخنیوی
بي پښتو پښتانه هېڅ، ورک او سپک دي
ژبه نه یوازې د پوهولو او پوهیدلو وسیله ده، بلکه ژبه د قومونو، ملتونو، امتونو، تمدنونو، اقتصادي قطبونو، سیاسي بلاکونو او امنیتي نظمونو د تعریف، وجود او رامنځته کېدلو بنسټیز ماهیت ده. د ژبې دومره پراخ، هراړخیزه او څو اړخیزه ارزښت ته په پام سره او داچې افغانستان د تیر تاریخ تر دا نږدي پرون پورې د بهرنیو یرغلونو، تاړاکونو او نږدي درې پیړۍ مخامخ استخباراتي ټکرونو پر ویرجن او تراژیدیک انارشیزم کې د ماتېدو پر دریځ درولي وو، د ټولو ناخوالو او نادودو سره سره د افغانستان د فرهنګي بنسټونو د تحری
راځئ چې ټول په واحد چتر کې راټول شو!
دا ډیره موده کیږي چې وطنپال افغانان په انټرنیټي ګروپونو کې سره راټولیږی او غواړي چې له کړکیچن حالت څخه د د ګران هیواد په خلاصون او د ولس د ژوند په سمون کې برخه واخلي، خو په تأسف سره چې ډیر لا په دې چاره کې بریالی نه دي. د مختلفو ګروپونو جوړول افغانان تر واحد چتر لاندې راوړو پر ځای په وړو وړو ګروپونو ویشي. ددې اړتیا ده چې عملاً د سراسری واحد آدرس او د هیواد په کچه د ملی سترې اجماع د جوړولو کار له یوه ځایه پیل شي. زموږ جنګ ځپلی او وروسته ساتل شوی هېواد- ګران افغانستان، د تاریخ په اوږ
ولې سویلي افریقا د نړیوال عدالت محکمه کې اسرائیل په نسل وژنه تورن کړ ؟
په اسرائیلو تر ټولو تورونو دروند تور:د نړیوالې ټولنې تر ټولو لوړه عالي ستره محکمه یا د نړیوال عدالت محکمه کې دا ډول تورونه راپورته کول، چې تقریبآ د انسان ټول د تصور وړ خیالونه لمنځه وړي. د لومړی ځل لپاره اسرائیل د فلسطین په وړاندې د خپلو ناوړو ظالمانه جګړیزو سیاستونو په اړه د نړیوال عدالت محکمې کې د ځواب ویلو لپاره حاضر شو. دا کومه تصادفی پېښه هم نه ده، چې د فلسطین حقوقي قضیه په نړیوال عدالت کې د سویلي افریقا له لورې سر راپورته کړ. تور
دشهید داود خان درې سیاسي غلطۍ
داود خان په (۲۷مه دسرطان ۱۲۸۸ هـ ش) کي دسردارمحمدعزیزخان زوی په کابل کي زېږېدلی. سردار (محمدعزیز خان) د سردار (محمد هاشم خان) سکه وروراو داعلا حضرت (نادرخان) میرېزی ورور کېده. داود خان خپل لومړنۍ زدکړي دکابل په نظامي مدرسي کي پای ته رسولي دي. داودخان په ۱۳۱۱هـ ل کال کي فرانسې ته تللی اوکله چي له هغې خوانه برته راغی په عسکري دندوئې پایل وکړ. داودخان په خپل ذات کي یاني طبعتا حاکم، قدرت غوښتونکی جاطلبه اوملي ګرا شخص وو. داود خان په دغه [۱۹۵۳م = ۱۳۵۲هـ ل تر ۱۹۶۳م = ۱۳۴۲هـ ل] کلونوکي و
دوه کاله او درې دمیاشتو کې ملت سازی درک نه لری، ولې؟
څوک یې منی او که نه منی فضلوزېړ پګړی مکار راروان دی د کوم قرار داد لپاره؟ دافغانستان خاوره خو داسلامی آمارت تر ولکې لاندې ده او ټول هېواد کې امنیت سم ښکاری. اسلامی آمارت باید دا ومنی چې یو شمیر منافق ، بیسواد ، اوکم اسلامی پوهه یې برغاړه کینولی او انډیوالی ساتی چې داډول داد او ګرفت داسلام خلاف عمل دی! نوځکه داسلامی آمارت جاده هم یو لوری دی بې له ملا بل څوک په حکومت کې هېڅ غړیتوب نه لری په هېواد کې مطلق انحصاری او بومی سیستم روان دی. دلوبې اصلی لوبغاړی همدا اماتور له حکومت بې خبره ملایان دی.دم
پرځوانانو د مبایل استعمال اغیزې او وړاندیزونه
پرځوانانو د مبایل استعمال اغیزې او وړاندیزونه څیړونکي: Mudasir Khazer Rather او Shabir Ahmad RAther ژباړه: عبدالصبور صادق مبایل(ګرځنده ټیلیفون) په لومړي ځل په کال ۱۹۹۲ کال کې رامنځته شو، چې د خپلو ځانګړتیاوو لکه ځیرکتیا، په یو وخت کې د څو کارونو ترسره کول، چټکتیا، د اړیکې ښه وسیله او ډیرو سهولتونو لرلو له امله د ټکنالوژۍ په نړۍ کې یو لوی انقلاب رامنځته کړه، او نن سبا د ژوند یوه مهمه برخه ګرځیدلې. په دې څیړنه کې پر ځوان نسل د ځیرک مبایلونو د استعمال اغیزو باندې بحث شوی: د ځیرک
د جنتري لنډه تاریخچه
د لرغونپوهنې (Archaeology) او ټولنپوهنې (Sociology) ګڼ شمیر څیړونکي انګیري چې بشري پرګنې له نژدې ۳۵ زرو کالو راهیسې د جنتري له یو ډول کارولو سره اشنا دي. دوئ باور لري چې لومړنیو وګړو په پیل کې یواځې قمري کلیزه کاروله او د خپل ښکار او خوړو د پیدا کولو لپاره به یې د سپوږمۍ راختل او پریوتل حسابول ترڅو مخکې له دې چې د ترږمۍ شپې را ورسیږي، دوئ باید خپله آذوقه ولري. دغه مهال ټولیز ذهنیت همدا وو چې مځکه یوه هواره او ثابته تخته ده او د لمر سترګه له ختیزه د لویدیز په لور خوځښت مومي او ورځ په شپې بدلیږ
د BRICS هیوادونه او یوه بله سړه جگړه!
له هغه مهاله چې شوروي اتحاد ړنګ شوی، د وارسا پوځي تړون مات شوی او نړۍ یو قطبي شوی ده، نړیوال نظم د لویدیځ، په ځانګړی توګه د امریکې د متحده ایالاتو په منګولو کې دی. د شوروي اتحاد له ړنګیدو دمخه د نړۍ زیاتره هیوادونه په دریو اقتصادي او سیاسي کړیو کې ښکیل و. سوسیالیستی بلاک د شوروي اتحاد پر سرلارۍ چې د وارسا پوځي تړون یې ساتندوی و، لویدیځ پانګوال بلاک د امریکې د متحده ایلاتو پر سر لارۍ یا مشرۍ چې د ناتو پوځي تړون یې د دفاع او ساتنې تر شا و. دریمه کړۍ یا ډله د غیر منسلک یا ناپییلو هی