انګریزانو د هند په ویش کې له کومو څېرو ګټه واخیسته؟
په ۱۹۴۷ کال کې د هندوستان ویش او د پاکستان جوړېدل، د انګریزانو د سیاسي او ستراتیژیکو ګټو یوه مهمه پایله وه. د دې ویش پر مهال انګلیس هڅه وکړه چې په جنوبي اسیا کې د خپلې ولکې دوام یقیني کړي؛ حتی که مستقیم تسلط يې پای ته رسېده، نو غیرمستقیم اثر یې پاتې شي. انګریزانو د ویش پلان د خپلو ګټو لپاره د ځینو محلي سیاسي، دیني، او قومي مشرانو په همکارۍ پلی کړ.
په دې لیکنه کې همدغه څېرو او د دوی رول ته ځغلنده کتنه شوې ده.
د هندوستان په ویش (1947) کې مسلم لیګ یو مرکزي رول ولوباوه. دا ګوند په 1906 کې تاسیس شو او په پیل کې یې موخه د مسلمانانو د حقوقو خوندي کول وو، خو ورو ورو یې د یو جلا اسلامي هېواد غوښتنه رامنځته کړه چې په پای کې د پاکستان د جوړېدو سبب شو.
دلته د مسلم لیګ ځینې مهم او مشهور مشران یادوو:
لومړی سیاسي څېری:
۱ــ محمد علي جناح د پاکستان بنسټ ایښودونکی
د مسلم لیګ مشر او د پاکستان بنسټ‌ ایښودونکی ګڼل کېږي. انګریزانو له هغه سره اړیکې لرلې او د هغوی ملاتړ یې تر لاسه کړی وو، ځکه چې هغه د هندوانو او کانګرس پر ضد دریځ درلود.
جناح د مسلمانانو لپاره جلا هېواد غوښت چې دا خبره انګریزانو ته ګټوره او هم په زړه پورې وه، ځکه چې انګریزانو نه غوښتل متحد هند چې ښايي یو ځواکمن دولت وي، رامنځته شي. محمد علي جناح د مسلم لیګ تر ټولو مهم او مرکزي مشر وو. هغه په پیل کې د هند د یووالي ملاتړی وو، خو د وخت په تېرېدو سره یې د "دوه قومونه نظریه" ومنله، چې له مخې یې هنديان د مذهب له مخې دوه جلا قومونه ګڼل کېدل، مسلمانان او هندوان!
جناح په ۱۹۴۰ کال کې د لاهور پرېکړې مشري وکړه، چې د یو خپلواک اسلامي هېواد غوښتنه په کې طرحه شوه.
۲ــ لیاقت علي خان، د جناح نږدې ملګری
د مسلم لیګ یو مهم مشر چې د پاکستان لومړی وزیر هم شو. هغه هم له انګریزانو سره نږدې اړیکې لرلې. لیاقت علي خان د جناح نږدې ملګری او د مسلم لیګ مهم مشر وو. ده د پاکستان د لومړي صدراعظم په توګه، د نوې رامنځته شوې اسلامي دولت ادارې بنسټونه کېښودل. د هند د ویش پر مهال یې په خبرو اترو کې فعال رول ولوباوه. هغه د مسلم لیګ مالي او تنظیمي چارې ښه سمبالولې او د ګوند له بنسټه تر دولت جوړونې پورې يي پاکستان ته مهم خدمتونه وکړل.
۳ــ خواجه ناظم‌الدین ــ د بنګال مشر
د پاکستان دوهم ګورنرجنرال او دوهم لومړی وزیر وو. نوموړی د بنګال د مسلم لیګ مشر او د جناح نږدې متحد وو. ده د انګلیس سره اړیکې لرلې او د پاکستان د جوړېدو ملاتړ یې وکړ. نوموړي د مسلم لیګ د ختیځ هند څانګه کې مهم رول درلود او د مسلمانانو د حقوقو د دفاع لپاره یې سیاسي مبارزه کوله. هغه وروسته د پاکستان دوهم والي اعلا شو چې د جناح تر مړینې وروسته یې د دولت مشرتابه ته دوام ورکړ.
۴ــ چوهدري رحمت علي
دا هغه سړی وو چې د «پاکستان» نوم يي په (۱۹۳۳) کال کې وړاندیز کړ. سره له دې چې د مسلم لیګ غړی نه وو، خو د دې مفکورې مهم بنسټ اېښودونکی ګڼل کېږي. د هغه مفکوره د ویش له فکري بهیر سره ژور تړاو لري.
۵ــ محمد اقبال (علامه اقبال) د پاکستان د مفکوري پلار
یو فکري مشر وو. ده وړاندیز وکړ چې د هند مسلمانان باید یو خپلواک هېواد ولري. که څه هم اقبال د پاکستان له جوړېدو وړاندې په (۱۹۳۸م) وفات شو، خو د هغه فکري لارښوونې د مسلم لیګ سیاسي فلسفې ته ژور بنسټ کېښود. اقبال د ۱۹۳۰م کال د الٰه آباد په غونډه کې یوه تاریخي وینا وکړه چې پکې یې د مسلمانانو د یوه جلا هیواد مفکوره وړاندې کړه. ده ویل چې مسلمانان یو جلا تمدن، تاریخ او مذهب لري او باید د یوه خپلواک دولت خاوندان وي. د هغه شاعرۍ، فکري فلسفې او ځانګړو دیني تفسیراتو د اسلامي شعور بیدارۍ ته ډېره زمینه برابره کړه چې د پاکستان په نوم د هېواد په رامنځته کېدو کې يې ډېره مرسته وکړه!
۶ــ فضل الحق (A.K. Fazlul Huq)
دی هغه کس وو چې د ۱۹۴۰ کال د لاهور پرېکړه یې وړاندې کړه. د بنګال یو مشهور او وتلی مشر وو. په ۱۹۴۰ کال کې د لاهور پریکړه (Lahore Resolution)چې د "پاکستان پرېکړه" هم بلل کېږي، د هند د مسلمانانو د یو جلا هېواد د غوښتنې رسمي اعلان وو. دا پرېکړه د مارچ په ۲۳مه نېټه د آل انډیا مسلم لیګ لخوا د لاهور په ښار کې د دې ګوند په کلني کانګرس کې تصویب شوه.
د لاهور پریکړې اصلي مضمون:
دې پرېکړې غوښتنه وکړه چې د هند مسلمانان یو بېل ملت دي او باید هغوی ته دا حق ورکړل شي چې په هغو سیمو کې چې مسلمانان اکثریت لري، خپل خپلواک دولت جوړ کړي.
د پریکړې له مخې، د مسلمانانو د اکثریت سیمې باید "خپلواک ریاستونه" وي چې خپل اساسي قانون، حکومت او واک ولري.
دې پریکړې د برتانوي هند د تقسیم لپاره بنسټ کېښود او وروسته د پاکستان د جوړېدو اصلي اساس وګرځېد. د دې پریکړې تر تصویب وروسته، د "پاکستان" د جوړېدو خوځښت پراخ شو.
دا د مسلمانانو لپاره یو تاریخي بدلون وو، ځکه له دې وروسته هغوی نه یوازې د هند دننه د حقوقو غوښتنه، بلکې د یو خپلواک هېواد غوښتنه يې پیل کړه.
دې پرېکړې په ۱۹۴۷ کې د پاکستان د رامنځته کېدو لار هواره کړه.
د مارچ ۲۳مه نېټه اوس هم په پاکستان کې د "یومِ پاکستان" (Pakistan Day) په نوم لمانځل کېږي.
دوهم ــ د پاکستان ملاتړي ( د جناح) پلوي دیني علما:
نوم موقعیت دریځ یادښت
مولانا اشرف علي تهانوي تهانه بهون (یو پي) د مسلم لیګ غیر رسمي ملاتړ شاګردانو یې مسلم لیګ ته فتوا ورکړه، خپله ډېر محتاط و
مولانا شبیر احمد عثماني دهلي → کراچۍ د پاکستان د جوړېدو رسمي دیني ملاتړ د جناح جنازه‌یې وکړه، د مسلم لیګ سرکاري عالم ګڼل کېږي.
مولانا ظفر احمد عثماني هند → پاکستان مسلم لیګ ته د وفادارۍ فتواګانې د اشرف علي تهانوي شاګرد و
مولانا غلام مرشد سیالوي پنجاب د مسلم لیګ ملاتړی د سیال شریف سلسله، د جناح ملاتړ یې کاوه
مولانا سرفراز خان صفدر ګجرات، پنجاب د مسلم لیګ مذهبي ملاتړ د دیوبندي علماو له ډلې خو د جناح ملاتړی و
مولانا غلام غوث هزاروي بلوچستان (خو قومي نه، بلکې دیني مشر) مسلم لیګ پلوی د جمعیت علماء اسلام بنسټګر، خو مسلم لیګ ته‌یې دیني ملاتړ ورکړ
مولانا خیر محمد جالندھري پنجاب مسلم لیګ پلوی د دارالعلوم جالندهر بنسټګر
مولانا عبدالحمید بادایوني لکنو → کراچۍ مسلم لیګ ته دیني مشروعیت ورکړ د جناح پر غیردیني ژوند یې "چپ" پاتې شو، ځکه ریاست مهم و
مولانا احمد سعید کاظمي ملتان بریلوي عالم، د مسلم لیګ ملاتړی "پاکستان د اسلام د خدمت لپاره دی" شعار ورکاوه
پیر جماعت علي شاه سیالکوټ بریلوي صوفي د جناح کلک ملاتړی، او مخالفت‌یې د "غدارۍ" په توګه ګڼلو
پیر مکی شاہ، پیر آف زکوټا پنجاب صوفي مشر د پاکستان لپاره خلکو ته دعاوې، او رايي ورکولو تبلیغ یې کاوه
یادوونه:
ځینې، لکه مولانا اشرف علي تهانوي، د انګریز خلاف جهاد ته اجازه نه ورکوله او خلکو ته یې د سولې او اصلاح توصیه کوله.
دریم ــ په پښتونخوا کې د انګریز او جناح پلویان:
پښتانه په مجموع کې د پاکستان له جوړېدو سره مخالف ول، خو ځینې قومي مشران او دیني عالمان بیا د انګریز او مسلم لیګ ملاتړي ول. دا هغه مشران او ملایان ول چې د انګریزانو سره يې یا مستقیم روابط درلودل او یا يې د جناح (مسلم لیګ) ملاتړ کاوه. دوی د پاکستان د جوړېدو حامیان ول.
۱ ــ سردار عبدالرشید خان
د هغه مهال( د صوبه سرحد) د مسلم لیګ مشر، د جناح نږدې ملګری او د ریفرنډم په وخت کې يي د پاکستان کمپاین پر مخ وړ.
۲ــ عبدالقیوم خان کشمیری
که څه هم د پښتنو له قوم نه وو، خو د پښتنو په ویش کې يي کلیدي رول ولوباوه. د انګریزانو او مسلم لیګ سرسخت ملاتړی او د پاکستان د تاسیس کلک طرفدار وو.
۳ ــ پیر آف مانکۍ شریف (امین الحسنات)
د صوبه سرحد یو مهم مذهبي مشر وو چې د مسلم لیګ ملاتړ یې وکړ. په ریفرنډم کې د پاکستان د ګټې لپاره یې دیني نفوذ وکاراوه.
۴ ــ سردار ورنګزیب نالټه
د مسلم لیګ پلوي چې د انګریزانو لخوا يي کلک ملاتړ کېده
۵ ــ ملک غلام جیلاني
د قبایلي سیمې مشر چې د پاکسان په طرفدارۍ يې هلې ځلې کولې
۶ ــ نواب محمد فریدخان
د کرمې د قبایلو مشر چې د پاکستان د جوړېدو ملاتړ يي کاوه او د جناح سره يي وخت په وخت لېدل
۷ــ د مردان نواب فرید خان
د خدايي خدمتګارو سرسخت مخالف، د انګریز او مسلم لیګ کلک ملاتړی وو. نوموړي د پاکستان ملاتړ اعلام کړ. د انګریزانو لخوا ورته امتیازات ورکړل شول او د نوي ریاست (پاکستان) سره یې اتحاد ته چمتووالی وښود.
بلخوا صوبه سرحد (اوسنی خیبر پښتونخوا) کې هم داسې دیني علما موجود وو چې د محمد علي جناح او انګریزانو سره ملګري یا يي نرم ‌چلند درلود او د پاکستان د جوړېدو ملاتړ یې کاوه.
دا علما په ځینو مواردو کې د مسلم لیګ ملاتړي وو او یا یې د خدایي خدمتګار تحریک او کانګرس مخالفت کاوه. دوی د دین له لارې خلکو ته دا تبلیغ کاوه چې پاکستان به یو اسلامي هېواد وي.
د صوبه سرحد هغه دیني علما چې د جناح او انګریز ملګري یا پلویان ول:
نوم ځای رول/دریځ یادښت
مولانا شهاب‌الدین پېښور د مسلم لیګ مذهبي ملاتړ د جناح سره نږدې، د پاکستان لپاره تبلیغ
مولانا عبدالحکیم شادیزوی وزیرستان دیني مشر، د انګریز سره نرم او د مسلم لیګ پلوی قبایلي دیني مشر، د باچا خان ضد
مولانا محمد عبدالرحیم پشاوري پېښور د دیني حلقو مشر، د مسلم لیګ ملاتړی د پاکستان لپاره‌یې دیني تبلیغ کاوه
مولانا تاج محمود امروتي بنو/ډيره اسماعيل خان د جمعیت علماء اسلام سره، خو د مسلم لیګ ملاتړی د پاکستان جوړېدو ته‌یې دیني جواز ورکړ
مولانا غلام غوث هزاروي ژوب (بلوچستان سره نږدې پښتني سیمه) دیني مشر، د مسلم لیګ ملاتړ کوونکی د جمعیت علماء اسلام مؤسس، خو د جناح د ملاتړ پخوانی سابقه لري
همدارنګه مولانا عبدالرب نقشبندي (نسیمي) چې د چترال او د نقشبندي تصوفې فرقې لوی عالم وو، د مسلم لیګ کلک ملاتړی وو.
یادوونه:
په لیکنه کې د انترنیټ له زیرمو ګټه اخیستل شوې.
د ۲۰۲۵ کال د مۍ ۲۸ مه
سرلوڅ مرادزی