•دانسان ترټولو غټه کار نامه داده خپل زړه او ژبه کنترول کې وساتی
•څوک چې یوازې په خپل اونظر باندې کلک وی دا سړی نا کام دی
•غماز په یوه دقیقه کې دیو کال فتنه اچولی شی
زه له سرپرست وزیر سراج الدین حقانی سره دا منم چې هغه درهبری په سطحه،دنظام دتقویت ،داصلاحاتو غوښتنه،قانون، اوملی ګټو ته په خپلو خبرو کې ګوته نیسی دا ټولې دولس ،هېواد،ښار،کلی او کور په ګټه دی!هرچاته دغه اهداف یوڅه کولای شی.دغه سوچ ملی او اسلامی مشترکاتو سره له دننه او بهر مناسب اړیکی رامنځ ته کوی . زما هدف په لیکنه کې دسرپرست تېره، شخصیت ، او شخصی ژوند کړه اووړه مطرح نه دی بلکې دهغه توان ، ضابطه او دمقام دظرفیتونو څخه په سمه او اګاهانه توګه کار اخیستل دی . تش په نوم نه خو په درایت ، قاطعیت، سالم دریځ او پیاوړی متانت دخلکو په څنګ کې دریدل دیوه مېړنی کار دی.
شته داسې حکومتونه، ولسونه، ټولنې ، نفوس او کتلې چې تل دبن بست نغارې وهی ! او له هرې ناممکنې څخه دځان په ګټو پسې منډې وهی .پر ولس د نرمۍ، تفاهم او مشارکت پر ځای،د ستم ، زور، جبر او وېرې له لارې اټکلی او نابلد حاکمیت مخ ته بیایی دا ډول زورواکي نظامونه که دی فکتو وی او که په بل هرنوم د ولس سره د مشروعیت ، اسلامیت، حقانیت لاره نشی موندلی کوږ بار دی ډیرې نور ې ناوړه بیلګې لری او حتما نیمه لاره کې چپه کیږی.. دنړۍ په تاریخ کې یې هم لولو چې بې کفایتو اونابلدو واکمنو هیڅ وخت دخلکو غږ غوښتنو، ضرورتو نو او مشترکاتو ته غوږ نه دی نیولی، بلکې د ولس مشروع غوښتنې یې ترپښو لاندې کړی او تاوتریخوالي ته یې زمینه برابره کړې ده چې دیوې اسلامی ټولنې په رامنځ ته کولو کې په ټکر کې دی خو اساسی او جامع پوښتنه دا ده: سره له دې چې دا ډول حکومتونه ځواک، امکانات او واک لري، ولې له ولس سره نرم چلندنه شی کولی؟ ولې د جبر لار غوره کوي؟ دلته دتاریخ په زمانی مقطع کې لاندې دلایل کېدای شی :
۱. دزاړه فرهنګ په رڼاکې ملوک الطوایفی ته بیرته تلل ، شخصي ګټو، شهرت او واک ته لېوالتیا
دافغانستان په زورواکو نظامونو کې تش په نوم مشرانو هڅه کوي چې خپل مقام واک د خپلې شخصي ګټې لپاره په ستره محافظه کاری کې وساتی دا کار حرمت نه لری.ښه وینی چې غیرملی او دخلکو ضد اعمال تر سره کیږی خو بیاهم دولس د ښېرازۍ او ښېګڼې په اعتماد انډیوالانو او خپلوانو ته د واک واګې ورکوي او د وسيلې په سترګه ورته ګوري، ترڅو خپلې هراړخیزه مدنی، ژبنی، سیمه ییزه ،اقتصادي، سیاسي یا نورې کورنۍ ګټې خوندي کړي. دا ډول مشران په خپله سره اخته دی او ولس ته دګډون لارې نه پرانیزی میم زبر ما ټوله دما !.
۲. د نیوکې ویره بیسواد ه دارودسته کې نور هم ګواښی او د مشروعیت لارو ته خنډ ګرځی
هغه واکمنان چې د ولس له نیوکو، رسنیو یا له مدني ټولنو وېره لري، ډېر وخت یې په کورنیو او بهرنیو اړیکو او مسایلو یې سر نه خلاصیږی او سرزورۍ ، سر تمبګی، جهالت اوحماقت ته مخه کوي. د خلکو د نه ملاتړ له امله یې، مشروعیت کمزوری وي او د ولس د نیوکو زغم نلري، ډیری چارې په بد اخلاقۍ او بې ادبۍ سرته رسوي .
۳. بهرنی لیونی سیاسي فشارونه او کورنی/بهرني استخباراتی هاها او ګواښونه اوبې عدالتی په ډاګه تش په نوم ملا واکی چارواکي له داسې کورنیو بن بستونو یا بهرني فشارونو سره مخ کوی چې هغوی اړ باسي غچ یې له بېوزلو ، وږو او تږو او له ولس سره د زور پر بنسټ چلند وکړي. د سیاسي، قدرتمندو ډلو له خوا فشار، یا د بهرنیو ملاتړو د ملاتړ د دوام لپاره، ټولنیز نظم له سختو لارو ساتي، څو خپل مقام او ملاتړي له لاسه ورنکړي.
۴. کلتوري ، یوتیوبی، ټیکټاکی، فسبوکی او نور د نېټ ورک رابللې او نابللې نغارې :
په ځینو ټولنو کې زور، استبداد او اطاعت د دود، تاریخ او تعلیم برخه ګرځېدلي. کله ناکله نه یوازې مشران، بلکې ولس هم د جبر پر وړاندې حساسیت نه ښيي. دا دودیز تفکر چې “قوي واکمن غوره دی، ولو که ظالم هم وي”، د نرمښت فرهنګ ته زیان رسوي.
۵. کمزوری نااهله ، مجهول او نامعلوم داستخباراتو مشرتوب او د رهبرۍ بې وسي
د مشرتابه کمزورتیا یو مهم عامل دی. هغه مشران چې د مدیریت، ستراتیژیک لید، ولسي پوهه او د کړکېچونو د حل مهارت نه لري، ډېر ژر د زور له لارې ستونزې کنټرولوي. دوی پر خپله واکمني باور نه لري، او د ولس سره د باور پر بنسټ اړیکه نشي جوړولی، نو طبیعی ده دغه ستونزه له وېرې، جبر او سانسور نه کار اخلي .
پایله دا ده چې:
حکومت کول یوازې فزیکی امنیت نه دی بلکې دیوه پراخ باوری نظم راوستل دي چې واقعا اسلامی طرحه او اخلاق ولری د ولس د باور، ګډون، قانون ، حقونو او درناوي ساتلو ژمنتیا هم ده. ځواک او مسؤلیت باید د وېرې او جبر لپاره نه، بلکې د ولس د سوکالۍ، عدالت او پرمختګ لپارهپه علمی اوعملی کچه وکارول شي. بریالی مشرتوب هغه دی چې له ولس سره د باور، تفاهم او درناوي پر بنسټ اړیکه جوړه کړي . کله چې خلک وويني چې درناوی ورته کېږي، غوښتنې یې اورېدل کېږي او د بدلون برخه دي، نو په هیڅ صورت او دلیل د قانون او د وطن د ماتولو هڅه نه کوي .
په پای کې کرکه، خودخواهی، لافې اوپټاکې ولس او هېواد له فتنې سره مخامخ کوی چې یوشمیر زیات فتنه ګر په کور اوبهر کې ګرم تناره ته ناست دی او تنور ته زغالې ورولی!
افغانان باید خپل مشکل په خپله حل کړی هیڅ بهرنی هېواد زموږ ګټې نه محاسبه کوی او نه زموږ غم کې دی.