مقالې
فیس بوک توییتر لینکدین پینترست اشتراک گذاری از طریق ایمیل چاپ
گفتمان اسلامی وفرهنگی کُنتُم خَیرَ أُمهٍ أُخرِجَت لِلنّاس گفتمان اسلامی معاصر آزمون خوبی را در دعوت الی الله[فی سبیل الله] طینت پاک و راهنمایی مردم برای برون رفت از تاریکی های جهل ٬نادانی٫ گناه، وقاحت٬ حماقت٬فساد واختناق ارائه مینماید یکی از مسئولیت اساسی یک حکومت اسلامی در قدم نخست است. با این حال این جنبه نیز همانند بسیاری از جوانب دعوت اسلامی از سالیان بحران کمبود دانش واگاهی٫ کمی و کاستیهایی اختلافی٫خود خواهی ها٫واز عدم اگاهی رنج میبرد که تاثیر گزاری آن را دچار مشکل نموده است
د ااا دوه کلن سفر ته يو اجمالي نظر
ژوند د تغيراتو او تحولاتو ډکر دئ . هره ورځ ، هره میاشت او کال کې په دې خاورينه کوره کې يو نوی انکشاف راځي . دا تغيرات ځنې شکلي-بنيادي -ماهيتي ،ځنې آني-مؤقتي-دائمي ، ځنې فردي او يا ملي وي .خو ځيني تغيرات بيا جهاني ابعاد لري او ټول بشريت ترې متاءثره کيږي. د ۲۰۲۱ م کال د اګست ۱۵ نيټه د افغانستان او جهان په تاريخ د يوه نوي سياسي-ټولنيز-اقتصادي-ثقافتي او امنيتي باب او فصل د زېږېدو او شروع کیدو نيټه ده . په دې ورځ نړۍ د يوه داسې تحول او انقلاب شاهده شوه ، چې تصو
د نباتی افاتو ضد دواګانی(Pesticides)
د ژوند چاپیریال له کتاب څخه . د چا پيريال د ککړتيا د عواملو څخه یوهم افت وژونکي (Pesticides)دي .چې دا هم د چاپیریال د ککړتيا سبب ګرځي . هر کال ميليونونه ډالرلګښت راځي. تر څو د ناروغۍ و او حشراتو کنترول پري وشي خو که چېرې دا په صحيح ډول ونه کارول شې نو ددي بدي اغيزي او خطرونه هم د کنترول څخه وځی او د بيلا بيلو ناروغيو سبب ګرځي .همدا رنګه ددي د نه استعمال په وجه هم ډير تا وانونه منځ ته راځي په نباتي محصولاتو کې د%. 50- %35 سلنه کموالی راځي زمونږ په هيواد کې هم افت وژو نکي
افغانستان او د نفوسو په چارو کې د ملګرو ملتونو صندوق
(په افغانستان کې دوګړشمیرنې د مقالو پنځمه برخه) افغانستان د ملګرو ملتونو له لومړنیو غړو هیوادو څخه دی. د دغه سازمان ډیرو موسساتو لکه د نورو هیوادو په شان؛ افغانستان کی هم دفترونه لرل او خپلې دندې یې پر مخ وړي دي چې افغانان ورڅخه خوښ دي. د ملګرو ملتونو(م.م.) د سازمان په اوو ارکانو کې یو ډیر مهم یې اقتصادی او اجتماعی شورا ده چې وروسته تر لویې غونډې او د امنیت شورا څخه اوچت اهمیت لري. همدې شورا پورې اړوند، یو ډېر مهم صندوق دنفوسو نړیوال صندوق( UNFPA) دی. د دې صندوق کار له نفوسو او پر
د ماشومانو قاچاق
د ماشومانو قاچاق Trafficking of children چې يو ډول نوې او ماډرنه په اصطلاح د غلامي ډول دی چې پکې ماشومان د کورني کارونو، وسلوالو ډلو د جوړولو او جرمي فعاليتونو او حتی د په زوی ولي د نيولو لپاره کارول کېږي تر اوسه پورې د شمېرو له مخې شاوخوا ۸ ميليونه ماشومان په ګرده نړۍ کې د قاچاق په ډول ساتل کېږي او له هغو څخه په شکل د اشکالو استفاده کېږي په ټوله کې د انسانانو د قاچاق ۳۵ سلنه قاچاق د ماشومانو قاچاق تشکيلوي. او دا کړۍ د نړۍ په ډېرو هېوادونو ان پرمختللو هېوادونو کې غځېدلې ده او ګڼ ورانکاري ګروپ
د وګړشمېرنې احتمالی ستونزې او څو وړاندیزونه; څلورمه برخه
شک نشته چې تېرو شلو کلونو کې د احصائیې مرکزی ادارې ته پاملرنه شوې وه، دنړیوالی ټولنې، په تېره د نفوسو د صندوق له خوا ورسره مرستې وشوې او یوه مجهزه تخصصي اداره وه. ولایاتو کې یې ریاستونه، لازم تشکیل او دفترونه لرل، هرکال یې یو شمېر سروېګانې کولې او له ټولو اداراتو یې ارقام راټولول، احصائیوي کالنۍ خپرېده، د (احصائیه) مجله هم فعاله وه، مامورینو لازم ټریننګ هم ترلاسه کړی و، خو د بشپړې وګړشمېرنې(سرشماری کامل/ کُلی) امکان ځکه نه و چې له ښارونو څخه بهر امنیت نه و او د دې امکان نه و چې د شمیر ګروپونه
علم (پوهه)
علم (نقلي او تجربوي) چې دانسان يوه نسبي-محدوده-کسبي معنوي پانګه ده ،د الله تعالی(ج) دسترنعمت (انساني عقل) محصول او ثمره ده . حيوان چې عقل نه لري ، علم هم نه لري . علم د څو کتابونو په لوستلو او يا د مدرسې او مکتب د دروازو په خلاصولو او پورې کولو کې مه خولاصه، محدود او پاکټ کوئ. دا څه شورماشور جوړ دئ؟ عالم مطلق او کامل يو الله پاک دئ، چې په ټولو مخلوقاتو ، حرکاتو ،سکناتو ، ارادو اؤ نيتونو يې پوه دئ. د انسان علم ډېر کم او محدود دئ او هر څوک پ
د وګړشمېرنې تخنیکی اړخونه (درېیمه برخه)
مخکې وویل شول چې وګړ شمېرنه یوه پیچلی پروسه ده چی د نفوسو په هکله معلومات راته چمتو کوي. دا پروسه د اداري چارو ترڅنګ؛ تخنیکی چارو ته هم اړتیا لري چې باید متخصص او مسلکی ماهر پرسونل ورته ولرو. له دې امله چې افغانستان د یو مجبوریت له مخې د لاندنیو ساده ریاضیکی طریقو او فرمولو په واسطه اټکلونه کول، خو د څلویښتو کلونو بهیر کی نور دا اټکلونه ډیر اعتبار نشی لرلای: P= P0 X ert په دې فرمول کی P د پام وړ کال نفوس، P0 د اساس کال نفوس، rد نفوسو د ودې فیصدی او t دکلونو شمیر دی. دا فرمول شاید د یو
حج او عمره
د دعا عبادت دى له کتاب څخه ليکوال الحاج سيدرقيب شاه هاشمى حج د اسلام پنځم بنسټ دى, حج په لغت کښی په معنی د لوی قصد اوپه اصطلاح کښې عبارت دی له زیارت د مخصوص ځای څخه په مخصوص وخت کښی اوپه مخصوص افعالوسره . د حج د مناسکو پرځای کولو الهی امرتعمیلول او دهغه ذات (ج) د رضاء د حاصلولوپه غرض دا یو عادی سفرنه دی باید ورڅخه پوره پوره ګټه واخلو کله چی حاجی دوباره خپل وطن ته او خپل عیال ته راشی باید په ورځنی ژوند کی یی کاملا باید بدلون راشی ،حج د فرضیت شرطونه دا دی چی باید مسلمان ، بالغ ،عاقل،ازا
مرخڼی ( عناب) jujube
د ژوند چاپیریال ککړوونکي – له کتاب څخه د کتاب لیکوال :الحاج ديپلوم انجنیر سیدرقیب شاه ( هاشمي) مرخڼي يا عناب نبات د ځنګلی بوټوڅخه شمیرکیږی خومثمره ونه ده . ددی ونی میوه د غذایی خاصیت نه علاوه دارویی نبات هم شمیرل کیږی نو ځکه تجارتی میوه ده. دا نبات د ګرمو سیمو نبات دی په پسرلی کی میوه نیسی چی د اوړی په اخرو کی میوه پخیږی د قلمی او سکر په شکل تکثیرکیږی خو که د میوی زړی په منی کی وکرو اومنځم نم ورکړو نو زړی هم شنی کیږی چی باید پیوند شی خو که پیوند هم نه شی میوه نیسی خو میوه نسبتاً ک
الحمد لله ( حمد،مدح ،شکر)
الحًمْدُ للهٍ حمد، مدح اوشکر که څه هم دا ټول یوه مانا لري ،خو دا هریو په ځانګړي ځای کې کارول کیږی د ساری په توګه : مدح: د ستاینی په معنی ده ،ستاینه کیدای شې د حق وی ، کیدای شي د غوړمالۍ وی کیدای شې دیوکس کمالونوته وي اوکیدای شي ویرې اوطمع ته وي . د الله ج لپاره مدح نه کيڔى بلکه الله په خپلو صفاتو يادول پکار دى ,مدح انسانى وصف دى په رواياتو کى راغلى د بد کار او بد کارى مدح بايد ونه شى ځکه چى تشويق نه شى . شکر: د هغه خیراو نعمت پروړاندی ویل کیږې چې له نورو انسان ته رسیدلې وي. د
چرس( بنګ ) cannabis
• خلکو ته ړومبی د حق لاروښیئ او بیا باطل نفی کړی . په پښتو چرس په دری بنګ په فارسی کښې شاه دانه او حشیش Hashish یا چَرس, په عربی کی قنب په فرانسوی کې channabis په انګلیسی کی Hemp وایی دا نبات د Connabinaceae له کورنی څخه دی علمی نوم یی; Cannabis sativa L دی دا نبات یو کلن نبات دی ، د نبات پاڼی اوږدی دی، دا نبات تردو مترو پوری لوړیږی ،ددی نبات میوه یا دانه د نخودو په اندازه وی بد بوی لری چی تری غوړی استخراجوی خو د خوړلو دپاره نه دی صابون تری جوړوی ددی نبات میوه یو شکل صمع ,ګرد یا پک لری هم
نوې وګړشمېرنه، پړاوونه او ستونزې (دوهمه برخه)
وګړ شمېرنه او دیموګرافی د نفوسو احصاییوی مطالعه ده، چې د نفوسو کمی او کیفی مشخصات را ښیي او د وګړو په ژوند کی دینامیزم او بدلونونه را ته څرګندوي. نه یواځې دولت اود هیواد دننه ادارو ته بلکې، د ملګرو ملتونو ټولو موسساتو او په تېره د نفوسو نړیوال صندوق ته هم ضرور ده. په همدې خاطر دغه صندوق دې برخه کې مرسته کوي او د یوې پروژې په توګه یې تمویل او فنډ یې په غاړه اخلي، یعنې دکار دا ساحه او لګښتونه یې بشری مرستې ندي چې کله پوره وي او کله نه، بلکې د صندوق بودجه ده. په لومړنۍ بشپړه وګړشمیرنه کې دهیواد
اگر، بديع الزمان بن إسماعيل الجزري، نمی بود، امروز جهان، ربات و هوش مصنوعی را نمی شناخت
اگر امروز جهان به خود می بالد که تکنولوژی و فن آوری ربات یا انسان مصنوعی را، اختراع نموده است و بشریت در آستانه گام گذاشتن در عصری که آن را ( عصر ربات ها) نامیدند، قرار دارد. دانشمندان اسلامی ما می گویند که آغاز ربات سازی، از تمدن اسلامی ما نشئت نموده است. یکی از این دانشمندان و مخترعین، بدیع الزمان بن إسماعیل الجزری، بود. بديع الزمان بن إسماعيل الجزري، کیست؟ او، ریاضی دان، مخترع، صنعت گر، مهندس مکانیک، مخترع ربات و... از آل ارتق، عصر خلافت عباسی بود که در حدود
افغانستان باندي د اقلیمي بدلون اغیزي
د ډیرو کلونو په اوږدو کې د یو ځاي د آب هوا د وضیعت وسطي(منځني) کچي ته اقلیم ویل کیږي . د آب و هوا د همدغه منځنی کچي د وضیعت بدلون اقلیمي بدلون بلل کیږي. او یا هم د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د تعریف له مخي د انساني مستقیم او غیرمستقیم فعالیتونو له امله د آب و هوا تغیر ته اقلیمی بدلون ویل کیږي. د اقلیم چټک بدلون چې موږ یې اوس شاهدان یو د کورونو، فابریکو او ترانسپورت لپاره د تیلو، ګازو او ډبرو سکرو د بي حده کارولو له امله رامنځته شوی. کله چې دغه فوسیل سونګ سوزیږي، دوی د شنو خونو ګازونه په
د نوې وګړشمېرنې اړتیا او ستونزې (بشپړه سرشمیرنه څه ده؟)
د احصائیې د مرکزی ادارې ویاند ویلي چې په پام کې ده ۳۱میاشتو کې د ۱۲۰-۱۵۰میلیون ډالرو په لګښت دافغانستان بشپړه وګړشمېرنه/سرشمیرنه (سرشماری کامل) اجرا کړی. دلته به په څوبرخو کې وګړشمیرنه او دهغی ضرورت، طرز او شرایط لنډو وګورو: د نفوسو بشپړه شمیرنه ( census)د يوه هېواد يا يوې سيمې د ټولو وګړو په ديموګرافيکي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې په يوه ټاکلي وخت کې د ارقامو او اعدادو راټولول، تصنيف، ارزيابي، تجزيه او تحليل کول او بيا د هغو خپرول او د اړوندو مراجعو په واک کې ورکول دي . دا د د يموګرافيکي
د بدګمانۍ تعريف، حکم، اسباب او تاوانونه:
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري بدګماني هغه بد عمل دی چي د انسانانو تر مينځ د ډېرو ستونزو سبب او لامل جوړيږي او د ډېرو انسانانو پر انفرادي او اجتماعي ژوند باندي منفي اغيزه لري. ددې ترڅنګ چي بدګماني لويه ګناه ده، په قرآن، حدیث او اجماع باندي حرامه ده لوی بشري جرم هم دی ځکه د بدګمانۍ تاوان هم بدګمانه انسان ته او هم مقابل لوري ته رسيږي. بدګماني څه شي ته وايي: امام ماوردي رحمه الله ف
په افغانستان کې د توکو او اسعارو د نرخونو ثبات
ماشاءالله نړیوال بانک په خپل میاشتني اقتصادي راپور کې ویلي، چې #افغانستان روان کال په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي. په دې راپور کې ویل شوي؛ په تېرو دوو میاشتو کې کلنی تورم منفي و او افغانستان کې اقتصادي وضعیت ښه شوی دی. دا انکشاف او برياليتوب دې افغان اولس او زموږ ديني-ملي-اولسي زعامت (د ااا) ته مبارک وي . اوس پوښتنه داده چې سره له دومره دسيسو او ستونزو( د افغانستان د ملي ذخايرو کنګل کول، ظالمانه تحريمونه ، د ااا په رسميت نه پېژندنه ، په
یو ناورین چې چاره یې باید وشي (د ځوانانو د ناخوالو دوام)
په دې وروستیو کې د هیواد له بیلابیلو سیمو د نیول کیدو او وژنو خبرونه خپریږي، د کورنیو سرچینو برعلاوه؛ یوناما او نورو سرچینو هم په افغانستان کې د انسانی تلفاتو دشمېر په اړه بیلابیل راپورونه نشر کړل. دا ډول خبرونه د دې لامل کیږي چې ځوانان خپل کلي او کورونه پریږدي او په ډیرو سختو لارو بهر ته د مهاجرت ملاوتړي. د مرموزو قتلونو او کسات اخیستو ناوړه پېښې د پښتنو په سیمو کې ډېرې دي. د دې لامل د سیاسی انګیزو ترڅنګ؛ ناوړه عنعنه هم ده. پښتانه یو عجیبه غوندې نا معقوله مقوله لری: "دښمن ته دی خدای بی ت
اسمان، فلک
یو دوست را ته لیکلي چې په شعر کې ولې اسمان او فلک کاروي. د هغه په نظر اسمان یا فلک ګنې خدای دی. ریښتیا هم ځینې خلک په لیکنو کې د اسمان، فلک، افاق، ګردون یا د هسک کلمو په کارولو او فهم کې ستونزه لري. ځینې بیا دا کلمې د خدای په معنی تعبیروي. ځینې نور بیا زړه نا زړه دي، کله يي د خدای او کله يي د پنځ شوي پتوګه کاروي. په قران کریم کې افاق، فلک او افلاک (چې د فلک جمع ده) او عبري کلمې دي، هیڅکله د خدای د مترادف (Synonym) پتوګه نه دي کارېدلې، بلکه د بڼې له مخې د پنځېدلو په توګه کارول شوي دي. هسک،