زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به یوڅو ورځې پاتې وې، چې د اسمان لمن کې به توتکۍ راښکاره شوې. دوه ورځې به لمر و، دوه ورځې وریځ او باران. هوا به نه یخه وه نه توده، ورځې به نه لویې وې نه ډېرې لنډې... هرڅه کې به تعادل او د خوښي احساس و. خلک هم ټول یو بل سره وروڼه وو. کرکه، تعصب او بدبیني نه وه. په کلیو کې به بزګرانو یومونه پر اوږه کړل، کروندو ته به وتل، پېغلې به سبوکولو او هوا خوري ته شنو پټیو او نوي شنه شوي چمن ته تللې. په ښار کې به دښوونځيو د پیل ورځې وې، نوې کتابچه، نوې بکس او قلمونه به راته تر ټولو قیمتي او ښایسته سوغات و. جمال مېنه کې به د سخي د زیارت خواته د لوبو سامانونه، زانګوګانې، ګیډۍ ګیډۍ د غاټول او د ننګرهار د نرګس ګلان او ایشولې هګۍ پریمانه وې. لویانو به یو بل ته د نوي کال مبارکي ورکوله او موږ ماشومانو به په پسته – نوجنه زمکه او ښکلې هوا کې ښکته- پورته ځغاستل.
اوس چې را یادوم؛ دا د یوې امن نړۍ، د پاک طبیعت، یوبل ته د درناوي، عزت او متقابلومرستود وختونو خاطرات او له حسرت ډکه نوستالیژی ده. هغه ښکلی وخت چې څومره یې بیان کړم، اوسني ځوانان یې نشي درک کولای دا ځکه؛ اوس زړونه له خیرواو کرکې ډک دي، کلي دوکه مارو، ښار فیسبوکي درواغجنو اومتعصبو او بازار وږیو محستبانو نیولی. دوی یو هم د ښایسته وختونو او د مینې، اخوت، احساس، درناوي او برکتونو په مانا، دمشرانو او تاریخ په درناوي او دهنر په ارزښت نه پوهیږي او نه باور ورباندې لري.
هغه مهال چې موږ یو خپلواک او ودان هیواد، خوشحاله ښارونه، سمسور کلي او له شور- زوږ ډک ګودرونه، بانشاطه خلک او برکتي خټین لوی لوی کندوان لرل، ویالې مو له رڼو اوبو ډکې وې، چې په لپه به موڅښلې، د وطن آسمان شین او پاک و، زړونه بې کینې وو.
د نوي کال په پیل سره به دښتو کې شپونکي شپیلۍ غږوله، رمه او کوچني ورکیان به ګډ روان وو، میوه لرونکو ونو به غوټۍ وکړې او بیا به ټول کال دباغونو دننه د ونو د میوو خوړل هرچا ته اجازه وه، په باغ کې په چا غږ کول لوی عیب و، مازیګري به طالبانو په وظیفه کې دغوړو پیرکیو دایښودو ځای ندرلود، هغه وخت چې ښاري بسونو مو ایکی یوه روپۍ کرایه اخیسته او مکتبۍ او مکتبیان به په هوس ښونځیو ته تلل. ویره نه وه. د ښونځیو کانتین مو له هر ډول میوو ډک و، دتفریح لس دقیقی د یوې شانزه پولۍ په خوراک تیریدې. ښه سوغات کتاب، کتابچه او قلم و،هندوان او سیکان مو د ښار او کلیو ګلان وو، د شاببوجان د کوڅې یواځینی یهودبه موږ ته او موږ به هغه ته سلام اچاو، پرته له سلام یې یو ټکی خبره موږ نه وه اوریدلې، پک سر به سهارپه سستو ګامونو په کوم لوري روان شو، مازیګر به بېرته ګړندی کورته را روان و. د پل خشتي د دیوال اړخ ته فقط تسپې، عطر، خرما، جاینماز، قران مجید او سیپار ې هدیه کیدې او د نقاش د جومات ترڅنګ به درمسال او ورسره (هندومکتب) ته کوچني کوچني هیندوان او هیندوې ور روانې وې، په سرونو به یې وېښتان منجوله کړي او په یو کوچني ټوکر تړلي و لکه یو غټ پیاز یی چې په سر ایښی وي. له بُتخاک، شینې او بګرامي به کوچي ماما پنیر راوړ، جاده کې به نوروزعلي او قربانعلی ورته ولاړ وو، په غیږ به یې روغبړ وسره وکړ، پوڅه او خېدک به یې ورڅخه رانیول، په تبنګ به یې کېښودل کوچي ماما ته به یې نغدې وروشمېرلې...
مازیګر به د پُلخشتي د جومات آذان د آسمایي او شیردروازې ترغرونو انګازې کولې او دا وخت به د ماشین خانې، جنګلک، افغان ترکاڼي او شاکر چینی سازي کارګران رخصت شول. د ښار له بلې خوا به د مکرویانو د بلاکو د جوړولومعماران، د هوایی بلاکونو کارګر او د خانه سازی اینجنیران رخصت شول. جوماتونو کې به مو له پرتم او ابهت ډکه روحاني فضا حاکمه وه. دخلکو څېرو کې د ایمان نوربرېښنا کوله ، تواضع، تقوا او خلاص د اخلاقو معیار و. برکتونه وو، وروري وه، تازه ګي وه، توتکۍ وې، د نرګس او د غاټول ګلونه...
یو همزولي به د نوروز په سبا د ښوونځي په لومړۍ ورځ دا ترانه ویله:
توتکۍ توتکۍ بهار شو
وخت د ګل انار شو
نجونې ناوکۍ کوي
هلکان مګوبډۍ کوي...
بلې همزولې به مو دا ترانه ویله:
مژده که آمد بهار سبزه و گل بیشمار
آب فراوان به باغ گشته روان هرکنار
غچی و پروانه شد زنده به بوی بهار
بلبل آبی کند غلغله درجویبار
کرده شگوفه به باغ درخت سیب و انار
برلب آب روان سایۀ بید وچنار
کوکوزنان فاخته نشسته برشاخسار
به شاخ سروبلند ناله کندزارزار
زخانه مور و ملخ گشته روان سوی کار
توهم بدو پشت کار ای پسر هوشیار
یو دوران و، لاړ تېر شو. اوس نه هغه نوروز شته، نه هغه مینه او نه هغه برکت او روحانی ابهت، نه هغه درمسال او نه پسر هوشیار. کوچی ماما شهید شوی، اوښان یې په بمونو والوتل، رمه یې لوټ شوه. قربانعلی د ایران مسافر دې، نوروزعلي افشارو کې په ګولۍ ولګېد، نجونې بندیوانې شوې کروندو او چمنو ته نشي وتلاې، ګودر ړنګ شو، د بزګرانو کروندې وچې مېرې شوې، د سخی زیارت زولانه شو...
آ چې سندره یې کړې وه: دا دمستو پسرلی دی، هرګلاب یې شرابي شو... هغه بوډا شو، اوس مسافر دی. آ چې سندره یې کړې وه: اگر بهار بیاید ترانه ها خواهم خواند... هغه په ابدي خوب بیده دی. اوسني يسرلي کې مو د بمونو د چاودنو او د باروتو د لوګي له زوره خوب الوتی دی.