لمده خاروهWetland/ سفنجی زمکه Spongy land
مخکې کلونو کی به غرونو د پسرلي تر پایه واورې لرلې، په مدار به اوبه کیدې او سیندونو کې به بهېدې، چینې او کارېزونو هم اوبه لرلې. اوس د اقلیم په بدلون سره، د کب د میاشتی له نیمایی وروسته د غرونو واوره ویلی او د اوبو زیرمه له منځه ځي. روانې وچکالۍ ته په کتو چې مخ په زیاتېدو ده، د واورې ورښت دتحت الارضی اوبو کچه نشي لوړولای. ځکه زموږ دهېواد د واورې او خاورې ځانګړنې ته په کتلو سره، صرف ممکن ۴-۵٪ د واورې اوبه او د پسرلي د باران ممکن تر ۷٪ جذب شي. دا د دیزچارج او انچارج توازن نشي تامینولای. داسې فکر مه کوئ چې بارانونه وشول، ټولې اوبه جذب شوې، بلکې دسېلاو په بڼه له لاسه وځي او یوڅه بېرته تبخیر کیږي. البته د باران ورښت فصلونو ته زښت زیات ګټور دی.
د اورښت بڼې او وخت هم بدلون موندلی، د پسرلي بارانونه کم او په ډېرشدت دي چې د سیلاوونو لامل کیږي. دا یو هم د خاورې د لمدیدو لپاره کافی نه دي، بلکې زموږ خاورې راڅخه وړي، دا خکه چې د زمکې مخ لوڅ دی(نباتی پوشش نه لري) نو د ایروژن لامل ګرځي.
بله ستونزه دا ده چې زموږ خاورې عضوي مواد نه لري، بلکې منرالي دي. په همدې خاطرد اوبو د ساتنې ظرفیت نه لري. کرنې ته اوبه او خاوره کې ګډ عضوی مواد ګټور دي.
موږ د نورو ساینسي څانګو او پوهنو ترڅګ؛ په خاورو هم نه پوهیږو. زمکه او خاوره پورې د انسان ژوند تړلی دی. په اقتصاد کې د پانګې، مدیریت او کار ترڅنګ زمکه یو تولید عامل دی.
د کرنیز اقتصاد له پلوه؛ خاوره یو درې بُعدی طبیعی جسم دی چې د تجزیه شویو ډبرو او منرالونو څخه د پروفایل په بڼه جوړیږي. ښه خاوره هغه ده چې د منرالو ترڅنګ وراسته عضوی مواد، رطوبت او هوا هم ولري. دا ډول خاوره کښت ته مناسبه ده. زراعتی/حیاتی فعالیتونه سطحي طبقې یا د خاورې A هورایزن پورې اړه لري، اما نور فعالیتونه لکه معادن او نورساینسی مسایل B اوC هورایزنو پورې هم رسیږي.
زموږ بله بی خبري دا ده چې کله اورښت وشي، نو وایو زمکه لمده شوه، حال دا چې لمده زمکه خپل تعریف لري. لمده خاوره هغه ده چې د سروئیلو، رنګ او د ذراتو یوبل سره نښتلو له مخی د اوبو موجودیت پکې ثابت شي، یا حتا په سترګواوبه پکې ولیدل شي او soil solutionډاډمن شي.
د دې لپاره چې څه ناڅه لمده خاوره ولرو، غوره ده چې د غونډیو لمنې او هوارې دښتې چی زراعتی زمکې ندي، موړه موړه شي یا غوچکې پکې وکینو چې د باران اوبه پکی ډنډ او په مدار جذب شي. هغه خوړونه چې د باران په ورځ اوبه پکې راځي، ځای ځای یې مخه ډب او یا یې په مارپیچ بڼه واړوو. دا له خاوری څخه د اوبو د ژر وتلو مخه نیسی. نن ورځ لمده خاوره، جبه زار او ډنډونه یوه شتمنی ده. نو لمده خاوره ( wetland)څه ده؟ دا بیلابیل نومونه او شکلونه لری لکه: swamp, peatland, marshes, sloughs, muskegs, bogs, potholes, fens, mire . د خاورې یا زمکې دا بڼې (ډنډ، تالابونه، جر، جبه زار، چړونه، حوضچه، شېله...)اوبه ساتلای شي. ځینی بوټي لکه نلونه او لوخې پکې وده کوې. آن دا چې کېدای شاوخوا کلیو کې چینې او کاریزونه بېرته تازه، د تحت الارضی اوبو کچه لوړه او ځینی نباتات لکه شولې او حتا ګنی پکې وکرو، خو د لمدې خاورې حیثیت به یی لا مهم وي. یعنی یا به د اوبو ډنډونه لری یا به ( saturated) وي. په دې توګه موږ د وچې دښتې په عوض یو hydrophytes ایکو سیستم جوړولای شو چې wetland ecosystem یې بولي. دې ته سفنجی زمکه ځکه وایُو چې د سفنج په شان اوبه جذب او ساتي، د سېلاو( floods) مخنیوی هم کوي. لمدې خاوری ککړونکی جذبوي، تجزیه او نباتاتو ته یې په ګټور مخلوط بدلوي چې ورته filtering pollutants وایي.
تر هغو چی موږ په تخنیکي کارسره سیلابي سیمې، دغرو لمنې او وچو طبیعي ځایوڅخه wooded wetland جوړ نه کړو، بیدیایی کېدل یا د دښتو پراخېدل او وچکالي به دوام ومومي او دا به نور هم د اقلیم د لازیات منفی بدلون لامل شي. د اقلیم په بدلون سره موږ ته نوي ااقدامات او د نویو علمی څېړنو مطابق تدابیر په کار دي.
زموږ نیکونو موږ ته ویالی جوړې کړي، په ساده تکنالوژي او محلی امکاناتویی بندونه جوړ کړي و او دغه موجودې غټې ونې چی ګورو،دا دهغوی د لاس نښې دي، راځئ لږ همت وکړو سفنجی زمکه Spongy lands جوړه کړو. زه به هر ولایت اوسیمه کې داسې مثالونه ولیکم چې بې خبرو خلکو له غره شګه او تیږې راوړې اودا ډول هایدروفایتونه یې ورباندې ډک او ړانده کړي دي. بی خبره خلکو دغه ډول زمکو باندې کورونه جوړ کړل، خو غونډۍ او دغرو لمنې چې کورونو اوسړکونو جوړولو ته مناسب دي، لا هغسې بیکاره پاتې دي.