له پاکستان سره سیاست لوبول د جهاد له وخته په بې اتفاقیو ، شخصی ګټو ، محدودیتونو ، سیالیو ، دما اوتا محدوده کې راپیل کیږی پنجاب هیڅ وخت تکړه ملی او اسلام پوه مدبر افغان ته وخت نه ورکاوه یو شمیر په مختلفو نومونو ووژل اوس ددې وخت راغلی چې باید په سیاسی عقلانیت په کار واچول شی ، لوړه کچه لیدلوری او ملی نیوکې ته غوږ ونیول شی دېپلوماتیکو خبرو اترو او دنړیوال معیارونو ژور فکر او تحلیل ته ارزښت ورکړ شی اسلام آباد سره جدی محاسبه کول یو مدبر پلاوی ته اړه لری ګواښ او ګواښن دکمزوریتوب علامې دی څه نشی کولی! خو حقیقت دادی چې دلته یو اخلاقی نزاکت وجود لری چې دټولو ناکامیو سبب شوی هغه داده چې عینی شرايط ، تاریخ، ګوګل، رسنۍ ، کلیپونه اوانځورونه دا وایی :
دوه پخوانی انډیوالان، [ انګک او بنګک] = طالب او پنجاب دانتحاریو ملګری، دناوړو بیلابیلو پېښو پټ ماستران، مسلمان ولې بې باوره په قدرت مین دوه مخی او داسلام تر نامه لاند ې ستر سو استفاده ګر
ددوحې د ککړې معاهدې د عوام فریبه منافق معامله ګر ( زلمی خلیل زاد)په مشوره ، همدارنګه دواړه لوری چې له وېش څخه په تالان خوښ ول. په تربنا هوتل کې دقدرت وېش ! دا او هغه …………… په سر رامنځ ته شول ! واه واه
څه چې عیان دی بیان ته یې ضرورت نشته! وایی څه چې په دیګ کې وی هغه په څمڅۍ کې راوځی!
راځی چې ددې څمڅۍ ټېپر یا غذا وڅېړو :
لومړی:
«مه کوه په ما چې وبه شی په تا»
د پاکستان له لوري د مارچ دمیاشتې په ۱۶مه شپه په کابل کې داسلام آباد بزدلانه هوايي برید د تاوتریخوالي د زیاتېدو یو مهم پړاو ، تجاوز او دټولو نړیوالو اصولو خلاف بیغیرته پنجابی عمل بلل کېږي هیڅ مسلمان دغه ډول بې غیرتی نه کوی
په دې احمقانه اوبې منطېقه تجاوز کې یوازې په سلګونو بېګناه ، بې سیاسته ، بې زوره او بې جاه وجلال ملکي وګړي په عامه توګه ووژل شول او ټپیان یې هم زیات دي.
دوم:
بې کفایته او بې کفیته غونډې اوبن بستونه
ملګروملتونو ، اروپايي اتحادیې او د بشري حقونو نهادونو ډلو په برید کې د سلګونو کسانو مرګ ژوبله تایید کړې ده خو دا سیل بین دی اما د کره شمېر راپور په اړه یې څه نه دي ویلي.
ولې دطالبانو نامشروع ادارې ،حکومت او روغتیايي کارکوونکي په خپل راپور کې تاییدوي چې تر ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۲۶۰ ډېر نور ژوبل شوي دي. خو احصایه تقریبی کمه او زیاته کیدای شی دا یو عادی ستونزه ده دابه ومنو
دریم:
دکړکېچ ساختار
د نړیوال بحران ډله په خپل راپور کې بیا دامهم خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام ساتل او دغه ډول توطئو ته لمن وهل به راتلونکې کې جدي بشري ، امنیتی ،او اقتصادي پایلې ولري. د دې ډلې په وینا، تر اوسه تر ۱۰۰ زره زیات کسان د وروستیو نښتو له امله له اصلی ځایونو بې‌ځایه شوي او دواړه هېوادونه له زیاتېدونکو اقتصادي ، هستوګنی او امنیتي ستونزو سره کلک مخامخ دي. خو دواړه هیوادونه دخپلې هژمونۍ ، مقام ، قدرت او حکومتولی
د««بقاء»» لپاره
یواو بل سره ښکر ورته کوی او په مختلفو پلمو ، بهانو او استخباراتی چمونو دخط دواړه غاړوته پښتانه وژنی او متضرر کوی یې
د نړیوال بحران ډلې همداراز ویلي چې طا لبان اصلا پاکستان جوړ کړی خلک دی چې د پاکستان پوځي ورباندې مصرف یا خرچه کړې ده تاکتیکی برخه کې برلاسی حتمي بریا نه تضمینوي، او د بې‌پیلوټه الوتکو او نامتقارنې جګړې زیات استعمال ښايي تاوتریخوالی لا زیات کړي. دا یوډول لوبه ده چې له بل ځای څخه تغذی کیږی دوی زیاتوی چې
پاکستان هوايي ځواک او پرمختللی توغندويي سیستم لري خو افغانستان د هوا ضد سیستم نه لري چې د پاکستان د هوايي بریدونو مخه پرې ونیسي. لکه څنګه چې پاکستان د کابل د معتادانو د (امېد) روغتون بمباري کړ، د دې ښار او نورو ښارونو هره برخه بمباري کولی
څلورم:
۱- تاکتیکی بعد
۲- پوځی بعد
اسلام آباد دواړه ساتلی ولې طالب دې برخه نه مهارت لری نه تجربه او نه سابقه
دکړکیچ دلمنځه وړل پراګماتیک ، دیپلوماتیک اړخونه هم نه لری نو ځکه دناوړېن پراکسې برخه کًړ کېچنه ښکاری
په ورته وخت کې، د قطریانو، ترکیې او سعودي عربستان د منځګړیتوب هڅې تر اوسه د جګړې د پای ته رسېدو دایمي هوکړې ته نه دي رسېدلې داهم خپل لاملونه او فروعات لری ، که څه هم دواړو لورو د کمکی اختر په لړ کې لنډمهاله اوربند اعلان کړی دی.
راپور ټینګار کوي چې د دې کړکېچ یوازینۍ حللاره ژر بېرته د سیاسي خبرو پیلول دي، او منځګړي هېوادونه باید د باور وړ چوکاټ د جوړولو لپاره همکاري او مرسته وکړي تر څو د دواړو لورو امنیتي اندېښنې حل شي.
د راپور په پای کې خبرداری ورکړل شوی چې که جګړې دوام وکړي، نه یوازې د ملکي وګړو تلفات به زیات شي، بلکې د سیمې ثبات ، منځنۍ اسیا ، ګاونډ، منطقه او فرا منطقه به هم له جدي ګواښ سره مخامخ شي.
پای