مقالې
د پریښتو او ناسا انډېوالي!
د پریښتو او ناسا انډېوالي! شیطان چې د زړو روایاتو له مخې په ځمکه کې شر او فساد خپروي، غواړي کله ناکله اسمان ته وخېژي او هلته هم فساد خپور کړي؛ خو پریښتې يي په اسمانونو کې فساد ته نه پرېږدي، په شهاب ثاقب (میټو رایټ) يي ولې او تر نیمايي لارې يي بیرته ځمکې ته راستنوي. بلخوا د ناسا هوايي بېړۍ په وړاندې چې امریکايي شیطان يي مریخ ته چلوي او د همغه زړو روایاتو له مخې مریخ هم په پنځم اسمان کې موقعیت لري، د اسمان پریښتې چوپ پاتېږي او په شهاب ثاقب يي نه په نښه کوي. د پریښتو دا دوه ګونی چلند
زمونږ او د نړېوالو د لوستو توپیر!
نړېوال زده کړې کوي چې خپل ولس او هېواد په پښو ودروي او د سیالانو جوګه یې وګرځوي. مونږ زده کړې کوو تر څو واک ته پرې ورسېږو او ترېنه غلطه ګټه د ځان لپاره تر لاسه کړو. د نړې ننی پرمختګ د لوستو او زیارکښوو وګړو پر مټ یې رامنځ ته شوی. خو زمونږ د لوستو کوښښ دا دی چې خپل هېوادوال ویده وساتي او د خپلو ګټو لپاره ترېنه قرباني ترلاسه کړي.مونږ په لنډ وخت کې د دین،ژبې،قوم،سمت،مذهب،تنظیم او حزب په نوم وژل کېږو،ورکېږو او ریټل کېږو. نن سبا یو ځل بیا همدا بدرنګه او بې همته لوستي زمونږ د قوم په
په حکومت کولو کې بد، په خبرو کې بد او په جګړه کې بد!
جان کیری د امریکا د خارجه چارو پخواني وزیر هغه وخت د افغانستان د اسلامی جمهوریت د رهبرانو په اړه ویلی و چې: «حکومت دست نشانده ما در افغانستان فاسد، بی کفایت، بی منطق، قبیله ای، فرقه ای، وحشی و منفور است». نور یې نو څه ویلي وای او دا د اسلامي جمهوریت مشران یې څنګه ستایلی، پوهولی او اصلاح ته تشویق کړي وای؟ نور یې کوم کلمات ورته موندلی او قطار کړي وای چې افغانانو او نړیوالو ته یې د افغانستان له پاره پخپل لاس جوړو کړیو مشرانو څخه د کرکې او نفرت پیغام رسولای وای؟ دا چې دا د افغانست
وایی دنوی یار لپاره زوړ یار مه هېروه!
موږ اصلا له لومړی سر ه څخه له پاکستان سره سمه پالیسی مخ ته نکړه موږ یې په سیمه ایزه مخالفتونه ورګډ کړو . پاکستان هغو کسانو ته ارزښت ور کړ چې دای اس ای مزدوران ول پاکستان دافغانستان مهم قضایا دنړی په میډیکی له حاکمیت لاندې نیولی ول او له پیښور ، کوئټې او میران شا سیمې یې دباندې پرې نه ښودل پاکستان نه ګیلې او ګذارې منطقی کار نه دی بلکې پاکستان په اوچته دفساد ، استخباراتو، جعل کاریو، دوه مخیتوب، اجنت او یو ناوړه بی اعتماده ګوډاګی وه او ده ذوپه راتلونکې یې اعتبار خوړلی دی. پاکستان په حقیقت دافغان
د نړیوال نظم سازماني بنسټونه
(لومړۍ برخه) د لیکنو ددې سلسلې په پیل کې (د نړیوال نظم او افغانستان) تر سرلیک لاندې مقاله کې مو دا ذکر کړل چې نړیوال نظم درې رُکنه (ستونه) لري. یو یې د نړیوال نظم اخلاقي، ټولنیز او حقوقي بنسټونه (چوکاټونه)؛ بل یې سازماني بنسټونه او دریم یې په نړیوال ډګر کې د قوې (زور) بیلانس دی. ددې نظم د لومړي رکن په اړه مو په تیرو وروستیو دریو لیکنو کې د هغو د قاعدو، اصولو او نارمونو په اړه په کافي اندازه رڼاواچوله، بیلګې مو یې ذکر کړې او په ورته والي او بیلوالی مو یې خبرې وکړې. په دې برخه کې به د ن
ګناهګار شیطان او بېګنا انسان!
ګناهګار شیطان او بېګنا انسان! شیطان کوم فزیکي موجود نه دی او نه څوک ادعا کولای شي چې هغه يي په سترګو لېدلی. د بېلا بېلو ادیانو، کلتورونو، لیکلو او نالیکلو روایاتو لارویان هڅه کوي خپلې ټولې نیمګوړتیاوې، خطاوې، ناپوهۍ او ګناوې، پر دغه بې خولې او نالېدلي موجود وروغورځوي. انسانانو د خپلو عیبونو او خطاوو د پټولو لپاره شیطان هست کړی. هیڅوک دا پوښتنه نه کوي چې شیطان چیرته او چا لېدلی، خو پخپل لاس د بدو کارونو په وخت د هغه نوم اخلي او خپله کړې ګنا د هغه پر غاړه وراچوي! د یوه ناموجود پ
امریکا د کورنی جګړی په درشل کی
په 5 د نومبر 2024 ( اووه ورځی ) وروسته د امریکا د ریاست جمهوری انتخابات دي چه ټرمپ او کمالا هریس یی نوماندان دي ، زما ددی وړوکی ذهن او تحلیل له مخی دا د امریکا د تاریخ تر ټولو خطرناک انتخابات دی ان تر دی چه په امریکا کی د کورنی جګړی ( خانه جنګی ) امکانات شته ، امریکا نن سبا ډیره ویشلی ده ټرمپ چه د 2020 انتخابات یی جعلی ګڼل او تراوسه پخپلی خبری ولاړ دی که چیرته دا ځل انتخابات وبائیلی د نتایجو منلو ته اماده نه دی او په وار وار یی ویلي چه زه د ټاکنو ګټوونکی یم او په هغه صورت کی به یی بائیلوونکی
د نړیوال نظم نورمونه
په مخکنیو دریو لیکنو (نړیوال نظم او افغانستان، نړیوال نظم په کومو قاعدو ولاړ دی او د نړیوال نظم اصول) کې مو د نړیوال نظم، د هغه د قواعدو او اصولو په اړه رڼا واچوله. په ننی لیکنه کې به د نړیوال نظم نورمونه توضیح کړو. 3. د نړیوال نظم نورمونه (Norms) داهغه قواعد دي چې په ټولنه کې د منل شويو او مشهورو ارزښتونو په توګه پیژندل کېږي، خو قانوني الزام نه لري. نورمونه د وخت په تېرېدو سره د هېوادونو په چلند کې رامنځته کېږي او د قوانینو په توګه عمل کوي. یا په بل عبارت: د نړیوال نظم نورمونه هغ
په افغانستان کې د وړيا روغتيايي خدماتونظريې او د وګړو د لګښتونو اندېښنې
په يوه جغرافيايي محدوده کې د يوې ټولنې د دولتي ادارې مسؤليت دی، چې خلکو ته د با کيفيته ژوند چاپېر برابر کړي، هر اړخيز ټولنيز خدمات وړاندي کړي، چې اتباع يې هوسا او صحي ژوند ولري او د فزيکي، روحي او پوهنيز ودې بشپړ امکانات ولري، چې د رواني، جسمي او ميکروبي ناروغيو مخنيوی وشي او د ناروغي په ترڅ کې د وړيا روغتيايي خدماتو روغتیايي بيمه ولري، چې د روغتيايي خدماتو د لګښتونو، د لوړ کيفيت، مصؤن او صحي ژوند تضمين يې وشي او په صحي چاپيريال کې ژوند وکړي. يو شمېر افغانان داسې انګېري، چې په افغانس
د نړیوال نظم اصول
(د تیرو لیکنو په تسلسل) د (نړیوال نظم او افغانستان) په مقاله کې مو یادونه وکړه چې نړیوال نظم د معینو حقوقي قواعدو، اصو او نارمونو پر بنسټ ولاړدی چې د سازماني بنسټونو او په نړیواله کچه د زور د بیلانس تر څنګ د همدې نظم په سمون کې غوره رول لوبوی. وروسته بیا مو (نړیوال نظم په کومو قواعدو ولاړ دی؟) لیکنه کښې د نړیوال نظم د قواعدو تعریف او څو غوره مثالونه ذکر کړل. په دې لیکنه کې به د نړیوال نظم د اصولو او نورمونو په اړه لنډه رڼا واچوو. 1. د نړیوال نظم اصول (Principles): د نړیوال نظم اصو
دنیو یارک ټایمز ورځپاڼه
داسمه ده چې نیویارک ټایمز دافغانستان داسلامی امارت دکورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر په هکله ډیره لنډه تبصره کړی ده . دغه تبصره دورځپاڼې تګلاری، دسیپلین، او لید لوری دومره عمیق نشی څېړلی چې دی یوه هېواد دبرخلیک په ټولو مسائلو باندې یې سر خلاص شی. ورځپاڼه خپله کړنلاره لری اود همغوًپه چوکاټ کې ورته ګوری. دیوې ورځپاڼې هر خبریال جلا پوهه اوًدانش لری خوًداددې مانا نه لری چې هغه دبهرنی هېواد په ټولو ابعادو باندې پوهیږی حتی چې بیلکل تحلیلګر هم وی اشتباه کوی . امریکایان دلته عملا پراته وه څه یې وکړل چې
موږ ولې خوب کوو ؟
موږ د خپل عمر لږ تر لږه، له دریو یوه برخه په خوب تیروو. خوب ته اړتیا له یوه انسانه تر بله توپیر لري. لویان په منځنۍ توګه د شپې له شپږو ساعتونو تر اتو ساعتونو پورې خوب ته اړتیا لري. خو داسی وګړي هم شته چې له څلورو تر پنځو ساعتونو ډوب خوب کوي او ورسره ارامه کیږي. ویل کیږي چې د خوب منځې روغتیایې حد ۷ ساعته دی. دا چې انسان څه وخت ویده شي او له خوبه څه وخت راپاڅېږي، له یوه کسه تر بله توپیر لري. ځنې د شپې ناوخته ویده کیږي او بیا د ورځې تر ناوخته خوب کوي، خو ځنې د شپې وختي ویده کیږه او بیا سهار
نړیوال نظم په کومو قاعدو ولاړ دی؟
(د پخوا نۍ لیکنې په سلسله) څو ورځې مخکې د همدې ۲۰۲۴م کال د اکتوبر د میاشتې په ۱۹- مه نېټه مې د «نړیوال نظم او افغانستان» تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه چې په هغو کې مې د لیکنې په ضرورت، د نړیوال نظم په ماهیت او د عمل په فکټورونو یې رڼا واچوله. هلته د نړیوال نظم قواعد، اصول او نارمونه؛ د نړیوال نظم سازمانی بنسټونه او په نړیوال ډګر کې د قوې ویش او بیلانس د نړیوال نظم د اساسي فکټورونو او اجزاوو په حیث یاد شول. یادونه وشوه چې نړیوال نظم یو چوکاټ دی چې د هغه قوانینو، اصولو، او نورمونو مجموع
یحیی السنوار، صلاح الدین ایوبی معاصر بود، اما مسلمانان اورا تنها رها نمودند
مسلمانان سالها فریاد می زدند که ای الله، برای ما صلاح الدین دیگری بفرست، وهنگامیکه پروردگار صلاح الدین دیگری فرستاد، با کمال تأسف اورا تنها گذاشتند تا به تنهایی در برابر ملیشه های اشغالگر برزمد. البته شرائط و اوضاع که صلاح الدین ایوبی در آن به سر می برد، سخت تر و دشوار تر از شرایط که یحیی السنوار در آن قرار داشت نبود، زیرا مجاهدینی از عرب و عجم و ترک و کرد همه در اطراف صلاح الدین جمع شده بودند و او را از مصر به طرف فلسطین همراهی نمودند، اما یحی السنوار در گذرگاه رفح و در دو و یا سه کی
بريکس او افغانستان (د غړيتوب شرطونه او ګټې یې)
څو ورځې دمخه د افغانستان اوسنيو واکمنو(طا / لبانو) د وياند مرستيال حمدالله فطرت وويل چې دوی د بريکس سازمان ته په رسمي ډول ليک استولی او په دې غونډه کې یې د (م لا بر ادر) په مشري د يوه پلاوي د ګډون غوښتنه کړې ده، وروسته معلومه شوه چې دا ليک یې بريکس سازمان ته د دوی د سوداګري د وزير نورالدین عزيزي په لاس لېږلی و . که څه هم افغانستان په مستقیم ډول د بریکس سازمان غړی هېواد نه دی، خو د افغانستان اوسني واکداران د افغانستان جغرافياوي او ستراتيژيک موقعيت ته په کتلو په دې ښه پوهېږي چې په دې سا
د افغانستان روغتيايي چارو ته لنډه کتنه
د افغانستان نننی عصري طبابت لږ ترلږه ۱۰۰ کاله مخکې پیل شوی دی. مګر کلاسيکې روغتيايي مرستې ډېرې پخوا پيل شوې وې، چې لږ تر لږه يوه زرنه مخکې په افغان خاوره کې داسې يو ستر شخص وزېږېد، چې د ننني طبابت بنسټ يې کېښود. هغه بل څوک نه وو، مګر ابو علي ابن سینا وو. په لاتين کې ورته (Avicena) وايي. د قانون الطب کتاب يې زر کاله پخوا وليکه، چې تر ۲،۵ ميليونه طبي اصطلاحات يې درلودل. که موږ د ابن سينا قانون الطب د (Herrison) د داخله ناروغيو له کتاب سره پرتله کړو، نو دا راپه ګوته کېږي، چې د «قانون الطب» مؤلف
راځئ چې فکرونه او لاسونه سره یو کړو!
له هغه وخته چې ملي دولتونه رامنځته شوي، هر هېواد د خارجی دښمنانو په وړاندې د خپلو پولو ساتنه او د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او سیاسي آستقلال د حفاظت له پاره هڅې او هاند کوي. د تاریخ په اوږدو کې د هر هېواد په داخل کې هم د مختلفو ټولنیزو ډلو، طبقو او اقشارو تر منځ د مادي نعمتونو او معنوي ارزښتونو په سر کشمکشونه روان وي. په ټاکلي تاریخي دوران کې ځینې ټولنیزې (محافظه کاره) ډلې د هیواد د موجود نظام او مسلط حالت په ساتلو کې خپلې ګټې وینی، خو نورې (ارتجاعي) او په شاتگ غوښتونکې ډلې بیا د نوي نظام په
نړیوال نظم او افغانستان
ما پخپله هغه بیانیه کې چې د سپتمبر د میاشتې په ۲۸ نېټه مې (د افغانستان د لوی ملی چتر) د جوړولو د اعلان کنفرانس ته په دنمارک کې وړاندې کړه، د هېواد د تیر وخت او اوسنیو ستونځو ته مې اشاره کړې او همدا شان مې د موجودو مشکلاتو د حل له پاره خپل وړاندیزونه کړي دي. د مقالې په وروستۍ برخه کې راغلي چې « زموږ ګران هېواد د نړیوالې ټولنې نه جلاکیدونکی جز او د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس پخوانی او د اعتبار وړ غړی دی. موږ له نړیوالو سره د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ د ښو او فعاله اړیکو په جوړولو کې زیار
د ترهګرۍ خلاف مبارزه ملي مسولیت دی
د ترهګرۍ خلاف مبارزه ملي مسولیت دی امن داسي یو نعمت دی چې د ژوند ټولې چارې او پرمختګ ورپسي تړلی او له دې پرته کار او ژوند ډیر سخت وي د سولې په نه شتون کې بیا انسانان په عذاب او له بیلا بیلو کړاونو سره مخ وي او ان دا چې خپلې ورځنې عادې چارې هم په مشکله ترسره کوې داچې اوس په افغانستان کې ټیکاو او امن رامنځته شوی دی پکارده چې قدر یې وشي او د دایمې پاتي کیدو دپاره یې همغږې پیدا کول حتمې دي تر څو کور کلی په امن کې وساتل شي . بهتره ده چې دیوه ملي تعهد له مخې د هر ترهګر پرخلاف غږ پورته ا
دربارهٔ نوعیت رهبری و فعالیت های حزب و ائتلاف
در دههٔ دوم قرن ۲۱ میلادی موضوع وحدت احزاب و سازمانهای دموکراتیک و مدنی در افغانستان اوج گرفته بود. در این جریان موضوع جبهه سازی و ائتلاف سازی نیز ورد زبان روشنفکران افغانستان بود. یک وقت رهبران ۱۱ حزب و سازمان مترقی و مردمی تصمیم گرفتند که قبل از وحدت سازمانی در یک ائتلاف باهم حرکت و فعالیت کنند. در همان زمان یک جبههٔ قوی دیگر تحت نام (جبههٔ نجات از بحران) در کشور تأسیس شد که در آن سیاستمداران مترقی و سازمانهای ملی با هم جمع شده بودند. اما بعد از بیشتر از سه- چهارسال فعالیت خویش به زندگی خوی