وخت په تراټ روان دی نور معطل نه کوی ، ټوکه نه ده دقطر کوڅې او ناشتاوې نه دی ، دملامت او سلامت جبهو ته دولس لخوا امتیاز نشته یوځل آزمېښت شوی بیا ازمایلو ته به بې باکی وی سرتمبګی یو لوری واټ نه دی وږو تږو ، بیکارو او بې روزګار نفوس او کتلې ته د ڼړیوالو خیراتو ظرفیت هم نه شی ټینګېدای په بشپړه ناپوهی کې دغریب په اولاده دوژنو لوبې مه کوی هغه یوڅو امریکایی دالر هغه ته ورکړی چې واقعا محتاج دی او ټوله ورځ دکار په سوچ کې انتظار باسی لږ دعقلانیت څخه کار واخلی
دلته چک ون او چک تو نور کار نه ورکوی.
موږ یې منو او که نه منو ! ملګری ملتونه دخپل قانونی کنواسیونونو اداری تعامل ، قانون او عرف چې په هره برخه کې مراوادات لری ددې اسبابونو په مټ پريکړه کوی چې حقوقی بڼه لری. ملګرو ملتونو کې منافق کسان هم شته خو هیره دې نه چې ډیر تکړه کسان په کې دی چې هرڅه پیش بینی کولی شی. سیمه کې تر اوسه چین او روسیې ډیر لاسونه وخوځول خو يو یې هم عملی نه شو کًړی. په افغانستان کې .روسیه، چین ، پاکستان او ایران دقضیې یوه برخه ده.ترکیه ، هندوستان ،سعودی او امارت
امریکا او نور بدو بلا …… دقضیې بله برخه جوړوی خو مهمه داده چې داځل امریکا دکوم هېواد له لارې سیمه کې خپل نفوذ کما کان ساتی او یا خپله په مستقیمه توګه په سیمه کې مداخله کوی داکراین له موضوع وروسته به د امریکې سیمه ایز او نړیواله کچه دافغانستان بدلون وار رامنځ ته شی. پاکستان دلږو پیسو لپار دداعش په نوم شریف الله له غوږو ونیوه چې له امریکې یوڅه اعتبار او یوڅه دالرې ترلاسه کړې . پاکستان بیا دلارې پر سر غلی غلی راروان دی .کوښښ چې یو ځل بیا دافغانستان کړکیچ لپاره دام کیږدی او تصمیم نیونکی شی. پاکستان کوښښ کوی چې افغانستان په جنګ او جګړه اخته وی دادوی په ګټه دی.
پاکستانی پوځ دافغانستان د بریالیتوبونو خپل ځان وارث بولی وایی که موږ نه وای دروسانو او امریکایانو سقوط په افغانستان کې امکان نه درلود! عمران خان او قریشی ځکه ددوحې استاذی په ډیر ه زرنګی دهلېز په دهلېز ګرځول او دوی فکر کاوه چې همداسې یوګوډاګۍ اداره کې پاکستان خوښ پاتې کیدای شی. دنجونو دښوونځی بندیز لومړی مسئله عمران خان یاده کړه. داهغه مسلمان دی چې یو پوځی مشر یې ویلی وه چې Kabul must burn.دپاکستان دپوځ نسخه نور باید ختمه شی . افغانان باید خپل برخلیک په خپله وټاکی . افغانانو کې داسې کسان شته چې په ملی اراده ، کلک تدبیر او په خپلواکی مین ولس او باور لری . هیڅ کنجاره خوره ګروه ، لافوک، باټو تش په نوم کوټوالان . پردی غلامان او بې نرخه مزدوران داسلام تر نوم لاندې څه نشی کولای اوًکوږ بار دی. افغانان باید په سوله اوعزت باور ولری . طالبانو کې داسې کسان شته چې واقعا خپل ارمان ، عقیده او ولس ور ته مهم دی . پاک اومخلص خلک دی یو ټنګه اودینار هم اختلا س نه کوی.
دایوازې دولس مسئولیت هم نه دی ډیر سیاسی او اقتصادی ابعاد لری دا بې کبره اوبې غروره انسانان دی څه وکړی په یوه غریب ولس او بدو شرایطو کې.
یو تیوبی تحلیل ګران خو هم دومره ډیر شوی دی چې نرخ یې له ټېپرو کته رالویدلی یو یې هم نه وایی چې نه پوهیږم ، والله اعلم، باور مې نه راځی ، صافه او پاکه یې درته وایم چې ماسره ددې شی هیڅ معلومات نشته. دا زما له سوچ اوچته دی ، پوښتنه به وکړم ، ته ځه فکر کوی بس ټول کره او پوره دی. ما دپاکستانی جنرال انعام الحق ولید چې دپوهنتون استاد نجیب آزاد له تحلیل څخه وتښېتید . نوځکه خو Nelson Mandela ویلی چې:
Education is the best weapon in the world
استاد ډیر سم استدلال وکړ له جنرال څخه یې لاره ورکه کړه!
رمضان مبارک!