روغه او جوړه له کوره پیل کیږی . دیوه ملت مشروعیت دننه اوبهر اړین دی ، اسلام پر متناسب ، متوازن ، امت وسط، باورمن اصول او بنسټونه لری له دې علاوه په دی واټن کې داسې ښکاری چې یو شمېر ڼړیوال هېوادونه نه غواړی چې افغانستان کې بیا جګړه او کړکېچ رامنځ ته شی او په افغانستان کې دهرډول کورنی اختلاف مخالف دی. طالبان باید په سیاسی لحاظ داومنی چې دافغانستان ملی او اسلامی حاکمیت، ثبات او هراړخیزه لومړیتوب دافغانستان په بقا کې ده خو دا بقا لا دپاکستان لخوا مدیریت کیږی او استخبارات روان دیچې ملا شیرین دای اس ای ستره بېلګه او کس دی او له دې کړکۍ ټول افغانستان ته ګوری چې قومی،سمتی،ژبنی او حتی د کرکې اوتعصب مرحلې ته رسیږی. له دې ۍډول تګلارې پاکستان په نړۍ کې پټه او برملا تل ګټه اخبیستې دافغانستان اوسنی وضعیت له پرونی حالت سره ډیر توپیر لری . هرڅومره چې اوسنی نظام پر انحصار تاکید وکړی هغومره افغانستان له یووالی ، اتحاد او پرمختګ شاته بیایی او کړکېچونه را زیاتوی او له نړۍ څخه په انزوا کې پاتې کیږی .اسلامی امارت مسئولیت لری چې دټولنې داصلاحاتو، شفافیت، عدالت او مساوات،کورنیو مشکلاتو،تعامل ،دخیر او فلاح دحل لارې ټول ولس ته پرانیزی.دقدرت، زرو ، زور بد ماشانو یا هغو کسانو ته چې دطالبانو په جګ پوړو مقامونو کې یې دسکنیو غمخوارو په توګه ځای نیولی وپېژنی . ددې ناپوهو معامله ګرو ، دهرکاسې څټونکو په وار وار دغه غریب ولس تېر ویستلی دی ، دا اموخته خوران دلېوانو حیثیت لری .طالب چارواکی دغه قدرت او امتیاز غوښتونکی داړه ماران په کلکه باید و څېړی افغانستان ددغه جعلی منابعو ، تور مارکېت او ثروت او افراطی قدرت په نوم نشی انحصار کیدلی ځکه دافغانستان جیو پالیتیکس او جیو موقعیت او تاریخی موقف له انحصار سره اجازه نشی ور کولی . افغانستان ډیر اوږده او ډیر دناروغیو ناوړه کړکېچونه تير کړی په هره برخه کې بیا رغونې ته جدی اړه لری .دافغانستان اوسنی رژیم اوس هم سروخت دی چې ځان سم کړی باید دبن دهوکړه لیک درامه تکرار نه کړی چې ډیر ناوړه عواقب او بد پس منظر یې د رلود.
موږ ددې نړۍ، ملګرو ملتو نو ، ڼړیوالو مراوداتو غړی یو موږ نه شو کولای دڅو بلیونو مسلمانانو له دایرې بهر ژوند وکړو . دغه نړۍ ډیره وړوکۍ شوې او دیوه کلی حیثیت یې غوره کړی. موږ بې له ځانګړې انرژی ، توان ، منابعو، تولیداتو او زیرمو نشو کولای په وچ سیاست وچې او خشکې معاملی مخ ته یوزو . زموږ فکری ، او مالی توان هغه ځای کې نه دی چې له یوه پرمخ تللې ټولنې سره دسرتمبګی پر بنا سیالی وکړو زموږ کاروان شاته دی موږ هر اړخیزه مرستو ته تر یوه وخته پورې ضرورت لروچې پر پښو ودریږو.خیراتونه یو هېواد تنبل او ټولنه زهیره او بې برنامې کوی.
موږ که حق ته حق ووایو او باطل ته باطل نو تر ډیره حده زموږ مسئولیت په اقتصادی برخو کې جبران کیدلی شی مهمه نه ده اجتماعی شبکې یې څه ډول پروپاګندې کوی یاخیر، خو خیر یې په هرصورت کې رابرسېره کیږی!
کله چې اوسنی رژیم په دې ونه توانیده چې یوسیاسی دکتورین منځ ته راوړی او یا دولس روایاتو ته عملی جا مه ور وا غوندی دا یو ستر اوءژور مصیبت دې . هر خرکار دکدرو کلیمه یادوی خو خپله په کدر نه پوهیږی . ټولو عامه چینلو [TV] ګانو کې د ناوړینو چیغې دی او نارې دی دتا او ما جګړه روانه ده هیڅوک ځان ته ګوته نه نیسې ټول دشپانه په څېر نارې وهی چې لیوه راغی! خو داځل دشپانه رښتیا ویل هم اعتبار له لاسه ورکړی او ولس نور باور نه کوی.
دبقا لاره موندل په افغانستان کې ډیره اسانه ده په دې شرط چې لاندې مسائل جدی وګڼل شی اویا ددهمدې ګټورې لارې لپاره شعوری اجندا ، سالم تدابیر او تاریخی رسالت رامنځ ته شی. دټولو اجتماعی شبکو خولې بندیږی او په تېره بیا دTVګانو دنیم اونیم کله تحلیل ګرو خبرې هم کنترول کېدای شی. یو شمیر څېړونکی دماسکو ،پاریس،لندن او واشنګتن په کچه لافې اوباټې وهونکی دی . حال داچې دافغانستان اجتماعی عامه باید سم غږ ولری خو دغه بڼه لا کافی سواد او پوهې ته ضرورت لری.
تر ډیره حده لیدل کیږی چې موږ دغه ناندرۍ خپله رامنځ ته کړی موږ یو چې افغانستان مو دغه ناوړه حالت سره مخامخ کړی . دملی روایت تعریف نه لرو . خپله سهار او مازیګر موږ ورته نغارې وهو. موږ په القابو دومره مین خلک او ولس یو چې دانیمه پېړی مو همدغه وزنو او تللو ډهل او ډنبکی وګړنجاوه .
زه حیران یم چې طالب دغه کورنی کار ته ولې اهمیت همغه وخت کې ور نه کړ اوهمدارنګه ولې یې نه قلم، نه کاغذ ، نه پنسل پاک ، وخت او نه چاپیریال درلود . دوی مخکې له دې چې ای اس ای والا تصمیم ونیسې دحکومت ټول مدنی او حکومتی تشکیلات باید سم له چلو صافه ویستلی وای . دوی په دوحه کې پریمانه وخت په کومو ببولالو تېر کړی ؟ ما مخکې ویلی وه څوک چې فیلان ساتی دفیل خانو غم یې مخکې خوری!
دما خوښیږی چې له افغانانو سره دخپل توان په اندازه بیله تبلیغ او ځان ښوونې آن واین مرسته وکړم ، کړې مې هم ده او له نورې مرستې پښیمانه نه یم. زما یودوست خیریه بنسټ لری او ډیر زړه سوانده ، سخی اومخلص انسان دی . هغه ته چا له یوه نامعلومه خو حکومتی ځایه زنګ وهلی وه چې دادې ولې لیست کې نیولی داخو ددولت مخالف دی! دغه ډول ګواښ کومه عقیده جواز ورکوی ؟ رسول اکرم ص خو اهل کتاب ته دسلام ورکولو اجازه ورکوله او له دې اخواکه خبره دمخا لفت وی ڼړیوال خو بیا دمحکمو خبره کوی اواسلامی نړۍ خو غوږونو کې پخته ایښی. ماته کله نوبت راځی .
زه دغه منافق ته وایم چی الله فرمایی:
ولاتلبسوالحق با لبطل وتکتمو الحق وانتم تعلمون:
ژباړه:
درې ځلی د و حرف راغلی او دلته دیوه پل بڼه لری.
اوتاسې حق له باطل سره مه ګډوی
اوتاسې حق مه پټوی
حال دا چې تاسې پوهېږې!
دا دالهی وینا ده دې کې سهو او خطا نشته .
رمضان مبارک دی .ماسره هیڅ ریا نشته زه نه سیاست دومره ماته مهم دی زه دهمدې خاورې بچی یم هیڅ ډول تمه ، شخصی ګټه ، بګیر او نمان ماسره مطرح نه دی . سوکالی، سوله ، اخوت او دافغانو پوهه ماته دملی ارزښتونو درناوی ګڼل کیږی او ورباندې ویاړم.
ژوندی دې وی افغان ولس!