«ځاله» یوه روایتي خوږه کلمه ده، ذهن کې سملاسي د سړي د مرغانو ځاله ګرځي چې کوچني چوچیان يي مور ته د غذا په انتظار کې وزرې وهي.
سړي به د هغو ځناورو لکه مارانو یا نولیانو څخه په دې وجه هم کرکه کوله، چې په ځاله کې به يي د مرغانو نوي زیږېدلي چوچیان خوړل.
نن مهال څوک د ځالې هغه پخوانی روایتي خوږوالی نه ګوري. اوس د مرغانو د ځالې پرځای چې د مرغانو د چچوړو روزنځی وو، داسې ځالې رامنځته شوي چې هلته چوچیان نه بلکې ترهګر روزل کېږي.
په دې ځالو کې ماران او نولیان چچوړي نه خوري، بلکې هغه روزي. دا چچوړي د خپلو روزونکو مارانو او نولیانو هم زهرجن اوخطرناک دي.
د دوی ځالې اوس هر چیري شته، خو د پاکستان په هره کوڅه او دېره کې پرېمانه دي!
د ترهګرو ځاله!
مرادزی