په هیواد کې د وروستیو دوو بهرنیو پوځي تیریو سره سم قومي او ژبني ناندرو هم زور واخیست، لا تراوسه هم د هیواد په سیاسي او «فرهنګي» فضا کې یې ناوړه انګازې خپرې پاتې دي. پدې لړ کې یو شمیرعالم نما هیوادوال د خپلو نیمګړو پوهو په بنسټ، په ټولنه کې د ځان طرحه کولو په منظور مخکې مخکې کیږي او دغه سور اور ته پکی وهي، ګنې د اور په رڼا کې به په ټولنه کې مطرح فرد وي، اما پدې نه پوهیږي چې همدا دوزخي اور به یې مخ توره تبۍ کړي. اما یو شمیر بیا اګاهانه د خپلو ذهني رنځونو له کبله دا شیطاني لوبې ته ډهل وهي. لدې سربیره، د ټولو په سر کې یوه محدوده خطرناکه کړۍ ده چې له بهرنیو افغان دښمنه سرچینو څخه ګمارل شویده.
راځۍ «قومي مسألې» ته یو ساده نظر واچوو، په ښکاره لیدلی شو، چې څو ګډې کورنۍ یوه قبیله ګڼل کیږي، څو قبیلې بیا یو قوم، بیلا بیل قومونه بیا یوځای کیږي او ملت جوړوي. قوم هم لکه نور عام نومونه یو اسم عام دي. که ځیر ځیر وګورو، نو څرګندیږي چې ټول عام نومونه د تفاهم له پاره رامنځته شوي او ذهني دي یعنې عیني نه دي. د نورو عامو اسماوو په څیر د قوم په نامه هم په عینیت کې کوم څیز وجود نه لري. په عینیت کې یواځې بیلابیل افراد وجود لري چې هر یو یې ځانګړی نوم او ځانګړي خصوصیات لري. دا خبره که څه هم د درک له پاره څه باریکي لري او په لومړي لید سره یې منل څه ګران ښکاري، اما په فلسفي نظر چې ورته وګورې حقیقت یې څرګندیږي. پدې بنسټ ټولې قومي شخړې ذهني ناندرې دي، له واقعیتونو څخه لیرې، فضایي دي.
په افغانستان کې قومي او ژبنۍ مسألې په بنسټیزه توګه له دوو سرچینو څخه راوځي:
۱ – له بهر څخه، د افغان ملت او دولت کمزوري کولو له پاره او پر افغانانو باندې د فشار وسیلې په توګه پکارول شوې او تراوسه هم پکارول کیږي. په افغانستان کې د شوروي ایډیالوژیکي نفوذ سره سم «قومي مسأله» هم د سیاست ډګر ته راووتله، د «ملي مسألې» بڼه یې غوره کړه. د شوروي پوځي حضور په وخت کې پرله پسې قومي قطعات جوړیدل او ټول افغانستان ته د شوروي تاجکستان په عینکو کې کتل کیدل. کله چې امریکایي اشغال د روسیې او د هغه په لاس جوړ شوو قومي ملیشو په مرسته سرته ورسید، د امریکایي دموکراسۍ په وخت کې جمهوري پارلمان د قومي او ژبنیو شخړو ستیج او ټول هیواد یې د لوبو ډګر وګرځید. ددې دوو تیریو په وخت کې ایران ته ډیره ښه موقع په لاس ورغله، چې د خپل جعلي ناسیونالیزم په جال کې ډیر هیوادوال راګیر کړي او د فاطیمونو لښکر جوړ کړي. ایراني واکمنانو پدې لړ کې د خپلو استخباراتي ګوډاګیانو په لاس په افغانستان کې د جګړې تنور سور ساته او د هلمند اوبه یې په آرامۍ سره له ستونې تیرولې. پدې شغالي ډګر کې تر ټولو زیاته، د لیوه برخه، د پاکستان وه، د آزادو قبایلو سیمې یې هم د پاکستان په قلمرو کې داخلې کړې، د ډیورنډ په فرضي کرښه یې د امریکا په لګښت اغزن تار وغوځوه، په افغانستان کې یې د قومي او ژبنیو بې اتفاقیو اور ته دوامداره لمن وهله. په وروستیو څلویښتو کلونو کې په هیواد کې د هر نظام له بیځه ړنګولو کې پاکستان اساسي رول لرلی دی او د هر نظام ړنګولو سره یې خپل ژوند اوږد کړی دی.
کله چې تیري کونکو افغانستان په زور او زیاتي سره مطیع کولی ونه شو، نو فرهنګي جګړې ته یې هم مخه کړه، د څو فرهنګي سوداګرو په مرسته یې د افغانانو د تاریخ او فرهنګ په ژورو کې پرې بریدونه پیل کړل، رحمان بابا، ستراحمد شاه، غازي امان الله خان یې، په خپل تصور کې له ګوره راپاڅول او ګوزارونه یې پرې وکړل او ویې غوښتل لدې لارې ددې ملت د پیاوړتیا ریښې پرې کړي... له نیکه مرغه، افغاني فرهنګ لکه د خپلو غرونه په څیر دومره لوړ دی چې پردې یې لوړو ته نه شي رسیدلی! تاریخ یې دومره ژور دی چې هر کس او ناکس ورته کښته کیدلی نه شي!
فرهنګي شخصیت هغه نه دی چې رحمان بابا باندې څه انتقادي لیکنه وکړي، ریښتینی فرهنګیالی هغه دی چې د رحمان بابا په کچه اثر تخلیق کولی وشي، داسې کلام چې پیړۍ پیړۍ خوله په خوله یو نسل څخه بل نسل ته د انس، انسانیت او مینې د لوست په توګه انتقال شي. هوښیار سیاستوال هغه نه دی چې احمد شاه بابا یا امان الله خان باندې انتقادي نظر واچوي، مدبر سیاستمدار هغه دی چې د هغو په څیر یو لوی او خپلواک افغانستان جوړولي وشي...
۲- په هیواد کې دننه، یو شمیر سیاسي ډلو او اشخاصو قومي او ژبني ناندرې قدرت ته د رسیدو وسیلې په توګه پکارولي دي او ناوړه استفاده یې ورڅخه کړیده. په افغاني ټولنه کې د قومونو ترمنځ شخړې هیڅ ډول ټولنیز بنسټ نه لري، بلکې په وروستیو لسیزو کې د بیلا بیلو سیاسي ډلو ترمنځ د دښمنیو په ترڅ کې راپورته شوي او د سیاسي ملحوظاتو له کبله غټې شویدي. هیڅکله تر ننه پورې د پښتنو او تاجکو ترمنځ یا د هزارو او ازبکو ترمنځ قومي جګړې نه دې شوي. بلکې د جمعیت اسلامي او حزب اسلامي ترمنځ جګړې شوي چې یو له تاجکو څخه د تاجکو په نامه، بل یې د پښتنو څخه د پښتنو په نامه، همداسې جنبش د ازبکو څخه او اتحاد د هزارو څخه سربازګیري کوله. دا ډلې ټولې قومي نه، بلکې په څرګنده سیاسي ډلې دي، چې د قدرت د نیولو له پاره یو د بل سره په بزکشي اخته وې، یعني مسأله په بربنډه توګه سیاسي ده، نه ټولنیزه. همداسې ځینې تاریخي مثالونه هم شته چې دلته یې ځای نشته.
د مسألې د څه روښانتیا له پاره یو مثال راوړو: په متحده ایالاتونو کې د سپین پوستو او تور پوستو ترمنځ تضاد په تاریخي لحاظ او په اوسني حال کې یو ټولنیز پرابلم دي. هلته یواځې او یواځې د تور پوست او سپین پوست له کبله یې یو بل سره وژلي دي.
په افغانستان کې د عام وژنو څه مثالونه شته دي لکه د امریکایې تیري سره د جنرال دوستم د ملیشو له خوا د څو زره تسلیم شوو طالبانو وژنه یا د جنرال ملک له خوا د یوې توطیې په ترڅ کې د لیلي په دښته کې د زرګونو طالبانو وژنه... که څه هم قومي سوداګر ورته ډير کله قومي رنګ ورکوي، خو دا ټولې سیاسي دښمنۍ دي، د قدرت په سر جګړې دي. لدې سره بیلابیلو سیاسي افرادو په کې ګټه کړي، اما ملت او هیواد په کې خورا زیات زیانمن شویدي. هر هیوادپال افغان ته ښایي هیڅ سیاسي ډلې ته له دې زیان رسونکې مسألې څخه د ځان په ګټه د سوُاستفادې موقع په لاس ورنه کړي او د هغو د ښکار په جال کې، چې اوبه خړوي او کبان نیسي، و نه لویږي.
ژبنۍ ناندرې هم په همدغه پټلۍ روانې دي. ژبه په انسانانو کې د تفاهم او د افکارو بیانوونکې وسیله ده. په ښکاره ډول ذهني پدیده ده. یعنې عیني نه ده. ژبني مخالفتونه بیا بیخي ذهنیګري ده. یعنې ذهني مریضي ده. ژبنۍ ناندرې هم بشپړ سیاسي بنسټ لري، هغه هم بهرنی. د ستم ملي ډله چې قومي او ژبني مخالفتونو ته یې لمن وهله، په ښکاره سیاسي ډله وه، هغه هم د وخت شوروي تاجکستان له خوا په ملا ټپول کیدله. موږ په خپله شاهدان یو چې د ببرک کارمل په وخت کې شورویانو ته د پیشخدمتي په توګه ټول هغه هیوادوال چې په پاړسي یې خبرې کولې په تذکرو کې تاجیک شول. په حقیقت کې پاړسي ژبه پښتنو، تاجکو، ازبکو، هزاره وو او نورو قومونو ته په یوه موقف کې ځای لري. په پاړسي ژبه غږیدونکو کې ښایي تر ټولو زیات پښتانه وي. د پاړسي په نامه کوم قوم، ملت وجود نه لري. هغه ژبه ده. همدارنګه د ضحاک افسانه چې په هیواد کې د شمال او جنوب د دښمنیو حکایت کوي، بشپړه افسانه او فرمایشي جعل دی.
د خپلې ژبې سره مینه د هر چا ذاتي حق دی. د بلې ژبې سره دښمني ذهني رنځ دي. که هر پاړسیوان د خپلې ژبې سره مینه وکړي، پښتنو ته یې هیڅ ضرر نه رسیږي. همدارنګه که په خټه هر پښتون پښتو سره مینه ولري، پښتو ووایي، پښتو ولیکي، پښتو وستایي، پښتونواله وپالي، هیچا ته یې زیان نه رسیږي. بر خلاف، هیواد او ملت ته یې ګټه له حده زیاته ده، ځکه نو د خپلې ژبې سره مینه د هیواد پالنې معیار دی. د پښتو سره مینه او د پاړسي سره علاقه یو د بل هیڅ مزاحمت نه کوي، بلکې یو بل تکمیولوي. هغوې چې خپلې ژبې سره بابیزه چلند لري، د وطن سره یې مینه هم په شک کې ده. چا چې خپله ژبه په لږه بیه پریښوده، هر څه، آن وطن هم په لږه بیه پریږدي. د ژبې سره مینه د ملي هویت ساتلو له پاره همدومره اړین دی لکه زړه په وجود کې. که ټولو پښتنو خپله ژبه له زړه ساتلې وای، نو نن به هر کس وناکس زموږ افغاني هویت ته هم په ټیټه سترګه نه وای کتلی. د چا چې د ملي هویت له پاره د ژبې په ارزښت سر نه دی خلاص، نور د مملکت په مسایلو په خاورو هم نه دی خبر.
که د خپلې ژبې سره مینه د هیواد پالنې معیار دي، د بلې ژبې سره تعصب او دښمني د خپلې ژبې سره خیانت دی. په ډیر ساده دلیل چې د بلې ژبې د ویونکو دښمني خپلې ژبې ته رااړوي او پدې توګه د خپلې ژبې د تخریب باعث ګرځې. که ته یوه ډبره د بل په لور ګوزاره کړې، بل کیدي شي دوه ډبرې ستا په لور ګوزار کړي.
سیاسي زیرکي دا نه ده چې قومي او ژبني اختلافونو ته لمن ووهل شي او قدرت ته د رسیدو له پاره ترې ګټه پورته شي. دې ته سیاسي مداریګري ویلی شو. سیاسي هوښیارتیا داده چې دا ډول اختلافونه چې همیشه په ټولو ځایونو کې وجود لري، په سالم رقابت واړول شي. که هراتي ورونه د نورو هیوادوالو سره په سیالۍ کې له ښکلي هراته د نیویارک په شان مدرن ښار جوړ کړي او د خوست شاځلمیان له خوست څخه پاریس جوړ کړي، د پنجشیر غرڅنیان پنجشیر د لندن سویې ته ورسوۍ... دا خو د ټول هیواد په ګټه دی. زموږ ځوانان به ولي له هیواده تښتي، خپل نژدې نیویارک، پاریس او لندن ته به د کار او زده کړې له پاره، پرته له خطره ځي او راځي. که په پښتو کې بیا د عبدالرحمان بابا په څیر شاعر پیدا شي، پاړسي ته یې ضرر څه دی! د بابا نصیحت:
زه عاشق یم سروکار مې دی له عشقه
نه خلیل، نه داودزی یم، نه مومند
که پاړسي ژبه بیا داسې مصلح ناصح لکه مولانا جلال الدین بلخي پیدا کړي، پښتانه به هم ترې پند اخلي. څه ښه وایي:
پیش چشم ات داشتی شیشه کبود
زآن سبب عالم کبودت می نمود
پدې توګه، قومي او ژبني ناندرې چې اساساً بهرني او سیاسي محرک لري، د دښمنۍ او بدبینۍ له دریځه په سوځونکی اور اوړي، چې ټول په کې سوځي، د ډیرو ډیر مري، د لږو سټی ووځي! په ماستمالۍ سره هم لکه خوږلن اور، د ایرو لاندې اور پاتې کیږي، تر ښکاره اور هم خطرناکه دی. اما قومي او ژبني رنګارنګ توب په ساده مثبت نظر او پام سره د هیواد په بڼ کې لکه رنګارنګ ګلان غوړیږي او وږمې یې په ټول هیواد خوریږي.