پروفیسور ودیر ساپی ژوند لیک او آثار
انجنیر شیر ساپی ۰۲/۰۳/۲۰۲۵
پوهاند ډاکټر ودیرصافی/ ساپی د غلام حسن ساپی زوی، د لغمان مرکز د عمرزیـو کلي د ساپیو د کورنۍ یو ګران او ښکلی مهربان او ځلانده څیره ؤ. د افغانستان په علمي کورنۍ کې د ځانگړی دریځ څښتن او لوړ پوړی حقوقپوه ؤ.
غلام حسن صافی/ساپی (۱۹۰۲-۱۹۸۴) یو مشهور افغان سیاستوال او ډیپلومات ؤ. هغه په ۱۹۴۷ کال کې د افغانستان د سیاسي غورځنګ ویښ زلمیان (ویښ ځوانان) بنسټ ایښودونکی غړی ؤ.
ژوند لیک
ودیر ساپی، د ۱۳۲۷ لمریز کال د جدي/ لیندۍ په ۵ مه د لغمان ولایت په عمرزائو کې زیږیدلی او خپلې زده کړې یې په ۱۳۴۶ کال کې په غازي لېسه کې پای ته ورسولې او په ۱۳۴۹ کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری منابعو د پوهنځی د ژورنالیزم له څانګی څخه فارغ شوی دئ.
په ۱۹۷۴/ یا/ ۱۳۵۳ کال کې یې د چکوسلواکیا په پراګ کې د چارلس پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو کې د ماسټرۍ سند او په ۱۹۷۶/یا/ ۱۳۵۵کال کې یې له همدې پوهنتون څخه په نړیوالو حقوقو او سیاسي علومو کې خپله دوکتورا لاسته راوړل.
له ۱۹۷۷ کال څخه تر ۱۹۹۱ پورې، هغه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې استاد ؤ، ډاکټر ساپی له ۱۹۸۶ څخه تر ۱۹۹۱ پورې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس په توګه دنده ترسره کړې او له ۱۹۹۱ تر۱۹۹۲ کال پورې د افغانستان د هوايي چلند د وزیر په توګه وټاکل شول.
ډاکټر ودیر ساپی له ۲۰۰۷ کال تر ۲۰۲۱ پورې د حقوقي زده کړو د ملي مرکز مشر ؤ. مرحوم ودیر ساپی په ۲۰۰۴ /۱۳۸۳ نړیوال عمومي حقوق (حقوق بین الملل عمومی) کتاب ولیک، او څه باندې 30 علمي اثار یې لیکلي چې د کتابونو او مقالو په بڼه په علمي مجلو کې خپاره شوي دي .
تصدیق لیکونه (certificates )
په ټولنیز رهبرۍ کې د لاسته راوړنې سند یا سرتفیکیت.
د حقوقو د پراختیا د نړیوال سازمان لخوا "د لری زده کړې" سیمینار.
د مصر د قضايي روزنې مرکز، سند.
د لیکلو او خبرو کولو په برخه کې د انګلیسي ژبې د پرمختللې زده کړې، درې سندونه.
ماخذ : معرفی زندگی نامه های سیاسیون اکادمیک افغانستان. لاندې لینک:
https://www.facebook.com/afghanbiographies?locale=fa_IR
(ژباړه له منبع : شیرساپی)
د پوهاند دوکتور ودیر صافي د وفات په هکله د کابل پوهنتون، د افغانستان د حقوق پوهانو او دهیواد علمي او ټولنیز اشخاصو او د نوموړی دوستانو او اقاربو لخوا د زړه سواندې او تسلیت پیغامونه په ډله ییزه رسنو کې خپاره شویدي.
"ارواښاد پوهاند دوکتور صافی د افغانستان د علمي او اکاډمیک بهیر له مهمو شخصیتونو څخه وو، د ژوند څو لسیزې یې د لوړو زده کړو د ودې، علمي نوښتونو، څېړنو او د حقوقو او سیاست په ډګر کې د هېواد د ځوان نسل د مسلکي روزنې لپاره وقف کړې وې. په تير يوه کال کې د صحی ستونزو له زياتيدو سره سره يې خپلې علمي او تدريسي چارې په اخلاص او تعهد سره پرمخ وړلې." (د کابل پوهنتون له پيغام څخه)
"با اندوهی ژرف و قلبی سرشار از غم، درگذشت استاد فرهیخته، دکتر ودیر صافی، استاد حقوق و علوم سیاسی دانشگاه کابل را به جامعه علمی، دانشجویان، همکاران و خانواده محترم ایشان تسلیت عرض میکنیم". (میر عبدالواحد سادات، رئیس انجمن حقوقدانان افغانستان)
"پوهاند صافی د هیواد د مخکښو علمي او فرهنګي کادرونو دسر سړی او په وطن کی دروانو حالاتو یو روڼ اندي شنونکی او مصلح شخصیت ؤ." ( د ارواحښاد یو دوست له کومنتار څخه)
د هيواد دپاره يو لويه علمي ضايعه
حقوق بین الملل عمومی
یادآوری
مقدمه
فصل اول: عمومیات
فصل دوم: منابع حقوق بین الملل عمومی
فصل سوم: شخصیت های حقوق بین الملل عمومی
فصل چهارم: اصول حقوق بین الملل عمومی
فصل پنجم: مؤیدات در حقوق بین الملل عمومی
فصل ششم: مسأله تابعیت در حقوق بین الملل عمومی
فصل هفتم: ساحه (قلمرو) دولت از لحاظ حقوق بین الملل عمومی
فصل هشتم: ارگان های روابط بین الملل دول
فصل نهم: منازعات بین المللی و طرق حل صلح آمیز آن ها
فصل دهم: جنگ و حقوق بین الملل عمومی
فصل یازدهم: بیطرفی و انواع آن ها
این کتاب چاپی/ مونولوگ در لینک ذیل قابل دریافت است:
http://dx.doi.org/10.2458/azu_acku_kz3410_swaat27_1370
این کتاب بزبان پشتو نیز ترجمه گردیده است.
نړیوال عمومي حقوق / لیکوال ودیر صافی ؛ ژباړن امان الله ایمان وردګ