سکال بیا هم سپرلی زموږ مالت ته نه راځي. په باغونو او دښتو کې به ګلان نه ټوکیږي، غوټیو به خپلې خولې ګنډلې نېولې وي او پرانیستلو ته به يي زړه نه کیږي.
چمن به هم له شینوالي لاس په سر وي او د سپرلي نسیم به په کورونو د ګلانو عطر نه ویشي.
اسمان به د مرغیو له سیالونو خالي وي، زاڼې به د عسکري پیاده نظام پشان په یوه ستوي لیکه کې په مارش نه لېدل کیږي، بلبلې به ځنډېدلې وي او کارغان به لا د ونو پر سرونو اتڼ کوي.
د سپرلي ورېځې به هسک کې د اوښانو کتارونه نه جوړوي او د غرونو پر سر به له نڅا نهیلې وي.
د غرغري بابا غږ به په ستوني کې وچ شوی او بریښنا به له ورېځو کډه کړې وي.
باران به نه ورېږي، سیندونه به د څپو له زوره لوېدلي او له خولې به يي لکه د اوښانو، ځګونه نه خېژي.
ماشومان به لا د ژمې له یخه په واټونو، کوڅو او چمنو کې په لوبو نه لېدل کیږي او د ښوونځیو د پیل زنګ به نه کړنګول کیږي.
نجونې به په کورونو کې ایسارې وي او په ټالونو کې له ځانګولو به بندې وي.
ولس به هم لا د ژمي په اوږده او درانه خوب ډوب ویده وي، د یو نیم خر خر بې مفهومه غږونو پرته به، زیات څه نه اورېدل کیږي. ځیني خو به خوب کې خپسکې هم نیولي وي او د مرګ انتظار به باسي.
سکال سپرلی له ولس او وطنه، زړه توری او مرور دی.
د پخلاینې جرګه هم نه تر سترګو کېږي.
سپرلی به نه وي او د پخلاکېدو احتمال يي هم لږ ښکاري!
د ۱۴۰۳ کال د کب ۳۰ مه
سرلوڅ مرادزی