د مارچ د اتمي په مناسبت
زموږ په ټولنه کې د نجونو او میرمنو سره تبعیض او بد سلوک، لومړی د میندو او میرمنو لخوا پیل کېږي.
دا له هیچا پټه نه ده چې پلرونه د زامنو په زیږون خوښېږي او د لوڼو په زیږد ماڼيجن وي، خو میندې هم د پلرونو د داسې بدرنګ چلند سره همغږې دي.
میندې هیڅکله زوی د خپلو څو لوڼو سره مساوي نه بولي، بلکې زیات يي بولي. میندې لکه د پلرونو پشان زوی ګڼلی او لور ناګڼلی اولاد شمېري.
میندې په کور کې ښه غذا زوی ته ساتي او ورکوي يي. د ژوند په نورو اړتیاوو کې هم لومړی زوی او وروستنۍ لور ده. په کور کې د نجونو په اړه د تبعیض بنسټ لومړی مور ږدي او پلرونه پر دې بنسټ نورې پسخې ږدي او د تبعیض ماڼۍ سر ته رسېږي.
د ښځو د ازادۍ او د حقوقو مساوات باید له کوره پیل شي؛ له کوره بهر، په ښوونځي، کارځای او ټولنه کې بشپړ شي!
د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۸ مه
سرلوڅ مرادزی