مقالې
د ادارې او سازماني چارو په همغږۍ کې پلان جوړونه او د هغې اهمیت
پلان څه شی دی؟ پلان جوړونه د اهدافو د پیژندلو او تعریف کولو پروسې ته ویل کیږي، د هغه د پلي کولو وخت سره د فعالیتونو مشخص کول، د مطلوب حالت ډیزاین کول او د اهدافو ترلاسه کولو لپاره د اقداماتو او وسایلو چمتو کول، او د لګښتونو دقیق اندازه کول او د لګښتونو توضیحاتو تنظیم کول. په لنډه توګه ویلی شو چې د یوې ادارې یا سازمان لپاره پلان د ملا د تیر حیثیت لري چې نوموړې اداره د پلان په وسیله خپل اهداف ټاکي او د پلان د عملي کولو په وخت کې خپل اهداف لاس ته راوړي . یو مدیر په خپل پلان کې دا شاملوي
په سازمان کې د بشری منابعو د اهمیت دلیل
د بشري سرچینو څانګه د ډیری سازمانونو لپاره یو له حیاتي څانګو څخه دی. په سازمان کې د بشري منابعو اهمیت د شرکت سره د کارمندانو اړیکې له ټولو اړخونو څخه معاینه کوي، په شمول د ګټو او زیانونو، روزنې، توپیرونو، ستاینې او غندنې، مکافات اومجازاتو او ګمارلو په شمول. په حقیقت کې د بشری منابعو څانګه څه معنی لري؟ بشري منابع یا HR یوه اصطلاح ده چې په یوه اداره کې د کارمندانو مدیریت او پراختیا تشریح کولو لپاره کارول کیږي. په عموم کې، په سازمان کې د بشري منابعو اهمیت په اړه، هر څه د کارمندانو د فعال
ستراتیژیک فکر څه شی دی؟ یو بشپړ لارښود
ایا تاسو کله هم فکر کړی چې ځینې اشخاص څنګه پیچلي حالتونه حرکت کوي او داسې پریکړې کوي چې داسې بریښي چې دوی د بریا په لور هڅوي؟ ایا تاسو هم فکر کړی دی - "دوی دا څنګه کوي؟" ښه، ځواب په ستراتیژیک فکر کې دی. مګر ایا تاسو پوهیږئ چې ستراتیژیک فکر څه شی دی؟ دا یوازې یو بزدلانه کلمه نه ده، یا د سوداګرۍ نړۍ کې شاوخوا غورځول شوې یوه زړه پورې جمله ده. دا یو مهم مهارت دی چې د ژوند په مختلفو اړخونو کې کارول کیدی شي، د شخصي اړیکو څخه تر مسلکي هڅو پورې. نو، د بریالیتوب په زینه د قدم وهلو لپاره، دا مهمه د
د دریمې نړۍ هیوادونو ځانګړنې او ستونزې!
مخکې له دې چې د نوموړو هیوادونو ستونزې او ځانکړنې در وپیژنم، ښه به وي چې د دریمې نړۍ په هکله هم معلومات ورکړم. نن وخت په عمومي ټوګه هیوادونه د پرمختګ له مخې په دوو ډلو ویشل کیږي، پرمختللي هیوادونه او پرمختیايې یا د ودی په حال کې هیوادونه. همدغه اوسني پرمختیایې هیوادونه چې پخوا وروسته پاتې هیوادونه هم ګڼل کیدل، د دریمې نړۍ هیوادونو په نوم هم یادیدل. البته اوس ورته د دریمې نړۍ اصطلاح نه کارول کیږي. له دی ټولو شاوخوا ۱۳۴ هیوادونو یې، ۷۷ هیوادونه پخوا د ناپیېلو هیوادونو یا د ۷۷ هیوادونو د ډلې
په لپو کې، د فکرونو درمندونه
(یو څو لپې فکرونه) د یو داسې دروند قلموال د مقالو ټولګه او د فکري ارزونو نچوړ دی چې د خپلې ټولنې په نبض آګاه، په دردونو یې دردمند او په خوښۍ یې خوښ دی. کله چې موږ د پښتو د معاصر نثر د عروج او ارتقاء خبره شاربو، نو یو له هغو نومونو څخه چې سمدستي زموږ د ذهن په تاخچو کې ښکته پورته شي، هغه د ادیب، شاعر او لیکوال، اسدالله غضنفر نوم دی. نوموړی د هندوکش د پورې غاړې په یوې سترګه ورې، شمله ورې او خوله ورې کورنۍ کې سترګې غړولې دي. د دغه وطنپال او فرهنګپال کهول مشر، استاد محمد صدیق پسرلی دی چې ما له ده
صداقت څه ته وايې؟
صداقت دا دی چې هیڅ اصول او مقررات نه ماتوي، په ډسپلین کې وي، ښه چلند وکړي، ریښتینې خبرې وکړي، د وخت پابند وي، او په صادقانه توګه د نورو سره مرسته وکړي. صادق کیدل د یو کس سره مرسته کوي چې په شاوخوا کې د ټولو باور ترلاسه کړي، ډیرې خوښۍ، د ستر ځواک څخه برکتونه او نور ډیر څه ترلاسه کړى. د صداقت معنی څه ده؟ صداقت په هر ډول دروغ، غلا، یا دوکه کولو څخه انکار کوي. عزت د یو کس د مسلک، زنګ وهلو، یا موقف معیارونو لپاره فعال یا اندیښمن درناوی وړاندیز کوي. صداقت د امانتدارۍ او بې کفایتۍ معنی لري ت
د بشري منابعو پلان جوړونه: تعریف، اهمیت، موخې، پروسه او شرایط
د بشري منابعو پلان جوړونه: تعریف، اهمیت، موخې، پروسه او شرایط نصیراحمد "څپاند" پدې مقاله کې به موږ د بشري منابعو پلان کولو په اړه بحث وکړو. 1. د بشري منابعو پلان جوړونې پیژندنه 2. د بشري منابعو د پلان کولو مانا 3. تعریف 4. اړتیا او اهمیت 5. موخې 6. سازمان 7. هغه عوامل چې اغیزه کوي 8. په مختلفو کچو کې د بشري منابعو پلان جوړونه 9. کمیتي او کیفیتي اړخونه 10. شرایط او نور توضیحات. منځپانګه: • د بشري منابعو پلان جوړونې پیژندنه • د بشري من
د افغانستان توپوګرافی
د ژوند چاپیریال د نړیوالی ورځی په مناسبت د افغانستان توپوګرافی د ژوند چاپیریال ککړوونکي له کتاب څخه افغانستان یو غرنی هیواد دی او ډیره برخه یې نږدی په سلو کې 80% سلنه په غرونو پټه ده د عرض البلد 29،35 او 38، 40 او د طول البلد په 74.55او60.31 کی موقعیت لری نیمه حاره استوایی ( sub tropical ) د اسیا په سهیل کی چې کاملا په وچې محدود دی د افغانستان ټول مساحت 653000 کیلومتره مربع ( 65.3000 میلون هکتاره ) ده شمال لوری ته ترکمنستان 744km، ازبکستان 137km، او تاجکستان1206 km ، ختیځ او سهیل
د یوې ښې اړیکې راز!
(یادونه: کیدای شي د دې لیکنې ځنې ټکي، او نظریې زموږ د ټولنې له ځنو ارزښتونو سره په ټکر کې وي، خو په ټول کې به یې لوستل بې ګټې نه وي.) نېکمرغه جوړه هم بی نېمګړتیا نه وي، هغوی هم بحث او شخړه کوي، خو د یوه امریکا یي ارواپوه جان ګاتمن په وینا، یوه ښه اړیکه پر اوو ځانګړنو یا عناصرو تکیه لري: ۱- پوه اوسئ او معلومات ولرئ چې مقابل لورې ته مو څه شی مهم دی. دا د اړیکو هغه ځانګړنه یا برخه ده چې جان ګاتمن یې د مینې نقشې بولي. یوه ذهني نقشه چې ستاسې د ژوندانه د ملګري یا جوړې د ژوند په هکله
سیاه دانه یا Black Seed"
( سیا دانه ) یا "Black Seed" Nigella sativa لیکوال الحاج دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه ( هاشمي) Nigella sativa Plant *، د نباتاتو یو نسل دی چې په عام ډول "Black Cumin" یا "Black Seed" یا سیادانه په نوم پیژندل کیږي، سیاه دانه نورنومونه : پښتو: توردانه، کلونجی kalonji سیاه تخمه، سرنیچ سیاه، سنوخ سیاه، کمون اسود، سُنیز، شونیز، شونوز ، کمون هندی.جیرا، نایجیلا ، چارنوشکا charnushka په نوم هم پیژندل کیږي یو کوچنی بوټی دی چې اصلي ټاټوبی ختیځ اروپا (بلغاریا او رومانیا) او لوېدیځه ا
ملګری ملتونه او احساساتی غوڼډې
په کارده چې ملګری ملتونه دافغانستان کړکېچ ته دسمې لارې له اړخه جدی وګوری نه اټکل. ایا دغه هوسی غوڼډه ملګری ملتونه واقعا دسمو استدلالونو، دقضایاوو مبرمیت، ارزښتونو او اصولو پر بنسټ جوړوی که د امریکا، انګریز ، فرانسې او آلمان په خوښه؟ ملګری ملتونه پوهیږی چې غوڼډه په تکړه غړو، اسباب او لوازمو اود طرحو ساختار او ترکیب په مټ جوړیږی ایا ملګری داتوان اوظرفیت رامنځ ته کولی شی؟ دغه غوڼډه ملګری ملتونه په ملی اونړیواله کچه څه ډول ارزوی ایا دغه دوه مهم ټکی ملی اونړیوال یودبل سره پېژنی څومره؟څ
د لويديځ دوه ګوني معيارونه
لويديځ په ځانګړي ډول د امریکا متحده ايالات، برتانيا، فرانسه او جرمني چې د نړۍ په اقتصاد او سياست ژوره اغېزه لري د شرقي هېوادونو او په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو پر وړاندې double standard يا دوه ګوني معيارونه لري چې اوس مهال پکې جګړې روانې دي او يا جګړې پکې په نږدې تېرمهال کې پای ته رسېدلې دي، اسراییلو چې د واشنګټن او لندن په اشاره او مرسته یې په تېر مهال کې پر خپلو ټولو شاوخوا هېوادونو حملې کړې دي او په اوسمهال کې له فلسطينانو سره په درنه جګړه کې ښکېل دي ددې دوه ګوني معيار له نمونو څخه يو ښکار
د دوحې راتلونکې غوڼډه
په دوحه کې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د غونډې د جوړیدو د پاره هيئتونه کابل ته تګ راتګ کوي او کوښښ کوي چې دااا ګډون پهکې حتمي کړي . غونډې ،مجلسونه او کنفرانسونه په ملي او بين المللی کچه يو معمول او ضرورتي عمل دئ ، څو د ګډونوالو د پاره په مهمو مسايلو خبرې ،بحثونه ،تبادل د نظر ،پوهاوی او که ځنې شکونه ،سوالونه او ستونزو وي د حل لارې ولټول شي . د غربي -امريکايي اشغال په ختمېدو او د ااا په استقرار سره زموږ د اولس لويه ستونزه او تراژيدي ( اشغال) د بهرني اشغالګرو سره ختمه شوه . خپلواکي حاص
تور غار یا Black hole
ویل کېږي چې په هر ستورغونډ یا کهکشان(Galaxy ) کې یو یا څو تور غاره (Black hole) شتون لري. زموږ د ستورغونډ یا شېدولار ستورغونډ(Milky way galaxy ) په مرکزکې هم یو تور غار شته. دا هم ویل کېږي چې په تور غار کې رڼا یا نور او یا بله هر ډول ماده لکه ستوري او سیاري بلع کېږي او له منځه ځي. زما په اند ځمکه هم یو تور غار یا Black hole لري او هغه افغانستان دی. د افغانستان پر ځمکه هم هر ډول تمدن، زبر ځواکونه او امپراطورۍ په خپلمنځي سیالۍ کې بلع کېږي او له منځه ځي. افغانستان پرته له دې چې ځانته
د سیمه ییزو اړیکو اهمیت
حکومتونه سقوط کوي خو د سقوط شکلونه سره فرق کوي ،کامیاب ملتونه هغه دي چې له حالاتو زده کړه وکړي او د شرایطو سره سم خپل ځان ترمیم او عیار کړي ، افغان حکومت ته پکار ده چې له تاریخ زده کړه وکړي او دخلکو مشروع غوښتونو ته پر وخت ځواب ووایي ،ترڅو یې حکمراني دوام پیدا کړي ، دغه راز طالبانو ته پکار ده چې د سیمې له هیوادونو سره ښیې اړیکې وپالې او تالاش وکړي چې د امنیتي ثبات ترڅنګ اقتصادي ثبات هم ټینګ شي او ددې کار دپاره اړینه ده چې د (بریکس) هیوادونو سره مکرر تماس ولري او دغه راز د شانګهاي سازمان له تج
خوږه وله طبی نبات
خوږه وله طبی نبات Licorices لیکوال: الحاج دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه هاشمی په پښتو کې خوږه وله په دری ژبه شرین بویه په فارسی ژبه شرین بیان ، مَهْک، مجو (mej-jo) ،میجی ، په یونانی ژبه سوس ، په عربی ژبه عرق السوس ، به هندی يهتی، سانسګر يت يشی مدهو په انګلیسی ژبه Licorices نومیږی خود رو یه طبی نبات دی علمی نوم او صنف بندی یی : Scientific name: Glycyrrhiza Family: Fabaceae Higher classification: Papilionoideae Rank: Genus Genus: Glycyrrhiza; L Kingdom: Plantae
په فردوس کې دوزخي ټوپک
له نن څخه ټیک ۴۴ کاله وړاندې، موږ د فلپس یوه میرات مړې راډیو درلودله. کله به چې کوم غوړ خبر یا د استاد اول میر داسې فولکوریکه شانتې سندره وه، نو غږ به یې هیسته جَړ پَړ شو. د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمې شپې بل رقم یخني وه؛ شین آسمان له ځلېدونکو ستورو ډک وو او په خوند خوند یې سترګکونه وهل. دغه مهال، زه تنکی ځوان او د دولسم ټولګي شاګرد ووم. ناڅاپه یو ګاونډي مو د بام سر ته وخوت او د خپل شلخي پنځه ډزي ټوپک یو شاجور یې په هوا کې تش کړ. زموږ یو معلم صیب چې غوږونه یې په چترالي پکول کې پټ کړي وو، د نورو
د سږکال اولمپيک لوبو پر وړاندې پرتې ننګونې
له هر څه مخکې به د اولمپيک لوبو په تاريخ لږه رڼا واچوو: د لرغونپوهانو او تاريخپوهانو په باور اولمپيک لوبې په لرغوني یونان کې ترسره کېدې، په پخوانيو وختونو کې دې جشنونو او نمانځلو مذهبي رېښه لرله او د لرغوني يونان د ارباب النواعو او الهه وو د مشر (زيوس) د خوشحالي لپاره به د يونان په اتن کې د المپيا پرغونډۍ ترسره کېدلې ، ددې لوبو لوبغاړي او ترسره کوونکي هغه شتمن خلک وو چې وزرشي کارونه ته یې کافي وخت او پوره شتنمي درلودله. هرڅلورکاله وروسته به ترسره کېدلې او پیل یې له ۷۷۶ قبل الميلاد څخه شوی دی.
زرشک Barberry
زرشک (Barberry) زرشک Berberis(Barberry) چی محلی پښتو او دری نومونه یی تاسی ووایاست د هیواد په هره برخه کی شته کنړ ، نورستان ، بدخشان او نورو ځایونو کې شته یو، تل شین طبی اغزن غرنی نبات دى چی د بحرله سطحه ۱۰۰۰-۲۰۰۰ مترو پوری رشد کړیدی ددی نبات د قد لوړ والی ۳- ۶ متروپوری رسیږی په اسیا، اروپا او امریکا کی شته علمی نوم یی Berberis vulgaris او د Berberidaceae کورنی پوری اړه لری د ثور په میاشت کی چی د حرارت درجه ۱۵-۱۸ درجه د سانتی ګرید شی ګل کوی ګلونه یی خوشه یی شکل لری چی میوه یی سور رنګ لری
فضایی کثافت او فضایی غبار
د فظا ککړتیا د اول ځل لپاره په کال ۱۹۵۷ کی د سپوټنیک سټلایټ په پورته کولو سره شروع شوه چی یواځی او یواځی ۳ هفتی یی په فضاً کی کار وکړ، او شاید ددی مخکی هم شوی وی، ځکه چی انسان د ځکګی پر مخ ډیرۍ اتومی تجربی کړی چی شاید یو څه اندازه کرد اړ فوسیلونه یا وړی زری پورته فضا ته پورته شو ی وی چی مثال ی د پاسکال بی اتومی تجربه ده. نو تر دی دمه ۲۵۸۵۷ اجسام په فضا دی شتون لری چی د ځمکی څخه په مختلفه اندازه کی مدار وهی او له جملی څخه یی ۵۴۶۵ یی فعالعه مصنوعی سپوږمکی یا سټلایټونه دی، په داسی حال کی چی