د ابراهیم تړون (Abraham Accords) یو سیاسي تړون دی چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د امریکا د هڅونې او په اصطلاح د منځګړیتوب له لارې د اسراییلو، متحده عربي اماراتو او بحرین ترمنځ لاسلیک شو. وروسته نور هیوادونه لکه سوډان او مراکش هم ورسره یو ځای شول. دا تړون تر ډېره د عربي نړۍ او اسراییلو تر منځ د اړیکو دعادي کولو، اقتصادي همکاریو او د اسراییلو پر محور د سیمې پر امنیت ټینګار کوي.
دا تړون د لاندې موخو لپاره په پام کې نېولی شوی:
لاسلیک کوونکي هېوادونه، اسراییل د یو هېواد پتوګه، په رسمي ډول مني او دیپلوماتیکې اړیکې(لکه سفارتونه) ورسره ټینګوي.
دواړه خواوې د سوداګرۍ، تکنالوژۍ، صحي چارو، کرنې او انرژۍ په برخو کې ګډې پروژې پیلوي.
د اسراییلو نړیوال مشروعیت زیاتول او د عربي هېوادونو لخوا يې د رسمیت پېژندنه
د امریکا د سیمه ایزو موخو لپاره د سیمي د اقتصادي او امنیتي همکاریو پراختیا
د فلسطین قضیه له لومړیتوبه غورځول او کنترول یې
په سیمه کې د ایران د نفوذ مخنیوی.
دا تړون په حقیقت کې د امریکا د منځني ختیځ ستراتیژي ده چې اسراییل په کې مرکزي رول لري او موخه یې د امریکا د متحدینو پیاوړي کول دي. خو، فلسطین دا تړون «خیانت» بولي!
ویل کېږي چې دا تړون د پخواني«بغداد تړون» یوه بدله بڼه ده. که څه هم د بغداد تړون په ۱۹۵۵ میلادې کال د انګریز په نووښت او د امریکا په ملاتړ، تېرمهال د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ د مخنیوي لپاره رامنځته شوی وو، خو د ابراهیم تړون هم په ډېرو برخو کې د موخو له مخې سره ورته والي لري او ویل کېدای شي په نویو حالاتو کې د بغداد د تړون یوه بدله بڼه ده.
د دواړو تړنونو او د لوېدیځ د ګټو یوه تحلیلي پرتله:
اړخ یا لوری ابراهیم تړون(۲۰۲۰) بغداد تړون(۱۹۵۵ )
د امریکا رول: مخکښ منځګړی او طراح ناظر، خو کلک ملاتړی
موخه: اسراییل ته مشروعیت، ایران ضد بلاک شوروي ضد بلاک
اقتصادي هدف: پانګوال بازارونه، وسلې پلور د تیلو کنټرول، د غرب کمپ پراخوالی
سیاسي هدف: د فلسطیني موضوع کمزوري کول د عربي یووالي مخنیوی
ګټه: امریکا او اسراییل ته ستراتیژیک امتیاز امریکا او برېتانیې ته ستراتیژیک کنټرول ــــ
د فلسطین درېځ:
فلسطین دا تړون رد کړي او وایي چې دا د عربو د سولې له نووښت څخه سرغړونه ده، ځکه چې یاد نووښت د اسراییلو سره د اړیکو نیول د فلسطین د دولت تر جوړېدو پورې مشروط په پام کې نېول شوي ول. فلسطین له عربي هېوادونو او نړیوالو تمه لرله چې د دوی له حقونو او خپلواک دولت جوړېدو سره به ولاړ وي. اوس زیات عربي هیوادونه د دوی پر ځای له اسراییلو سره ائتلاف کوي. دې کړنچار د فلسطینیانو سیاسي نفوذ او د نړیوالو د ملاتړو شمېر کم کړی. عربي هېوادونو چې پخوا فلسطینیانو ته مستقیمې مالي مرستې ورکولې، اوس یې توجه له فلسطین څخه اسراییلو او امریکا ته اړولې. د بندیزونو، کاري محدودیتونو او محدودو پانګوالو له کبله د فلسطین اقتصاد لا زیات متضرر شوی.
بلخوا فلسطین هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، روسیې، چین او نورو غیرعربي شریکانو سره خپل دریځ تقویه کړي. هڅه کوي چې نړیوال فشار پر اسراییل زیات کړي څو د دوه (د فلسطین او اسراییلو) دولتونو حل ته ستون شي.
هڅه دا ده، د حماس او الفتح ترمنځ یووالي بیا ژوندي شي، چې د نړیوالو تړونونو پر وړاندې مشترک دریځ ونیسي.
که څه هم فلسطین د ابراهیم تړونونو څخه متاثره شوی او دغه تړونونه د دوی د سیاسي موقف او اقتصادي ثبات پر ضد کارېدلي خو دا هم حقیقت دی چې فلسطین لا هم نړیواله همدردي لري او که څه هم د عربي حکومتونو ملاتړ کم شوی، د عربي ولسونو همدردي لا پاتی او دوام لري.
د امریکا د ولسمشر ترمپ سره د اسلام اباد د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر د څو ورځو مخکې کتنې، په رسنیو کې دا ګنګوسي په لویه کچه راپورته کړې چې اسلام اباد تمایل لري، د ابراهیم په تړون کې پاکستان هم شامل شي.
پاکستان په رسمي توګه د ابراهیم تړون سره د ګډون په اړه څه نه دي ویلي، خو په وروستیو کې د حکومت ځینې لوړپوړو چارواکو د "مشروط" غور احتمال څرګند کړی.
د اسلام اباد د دفاع وزیر خواجه آصف په یوه ازاده مرکه کې ویلي، که په پاکستان فشار راشي چې د ابراهیم تړون برخه شي، نو دوی به خپلو ملي ګټو ته وګوري. هغه ټینګار وکړ«موږ به هماغه وخت ځواب ووایو، که فشار وي، موږ به خپل ګټې وګورو»
خو پاکستان هغه هېواد نه دی چې د امریکا او انګریز د فشار په وړاندې ټینګ شی، ځکه دا په جنوبي اسیا کې یو بل اسراییل دي چې لومړی د انګریز په لاس جوړ او اوس د امریکا په مټ ساتل کېږي.
د ۲۰۲۵ کال د جولای ۸ مه
سرلوڅ مرادزی