د غذایی امنیت او مصونیت لپاره یوه ملی اړتیا
لیکوال: سید محمد نعیم خالد – د غذایی علومو او مدیریت ماسټر، مریلنډ-امریکا
افغانستان له څو کلونو راهیسې د غذا د کنترول اداره رامنځته کړې، او له بلې خوا په هیواد کې د پولی تخنیک پوهنتون، د کابل پوهنتون، او د هرات پوهنتون په څېر تعلیمي بنسټونو کې د غذایی علومو تدریس هم پیل شوی دی. دا دواړه پرمختګونه د دې نښه ده چې افغانستان د یو معیاري او باکیفیته غذایی سیستم په لور ګامونه پورته کوي. دا یو تاریخي فرصت دی چې باید پوره استفاده ترې وشي، څو د هیواد د غذایی سکتور وضعیت له ننګونو ووځي او د خلکو ژوند پکې خوندي شي. دا پرمختګ نه یوازې اقتصادي ارزښت لري، بلکې د ټول ولس د صحت او بقاء لپاره حیاتي دی.
د غذایی سکتور پراخیدو لپاره دوه مهمې موضوعګانې باید په جدي توګه وڅیړل شي: غذایی امنیت او غذایی مصونیت.
غذایی امنیت معنا دا ده چې هر وګړی باید په هر وخت کې، د هر ځای نه، صحی، کافی، او د تغذیې له پلوه مناسبه غذا ته لاسرسی ولري. دا یو پراخ مفهوم دی چې د تولید، وارداتو، توزیع، بیو، زیرمو او د لاسرسي ټول اړخونه پکې شامل دي.
غذایی مصونیت بیا معنا لري چې کله یو کس غذا استعمال کړي، باید ناروغ نه شي. غذا باید له مضر باکتریاوو، کیمیاوي موادو، فاسدو عناصرو او فزیکي ککړتیاوو پاکه وي. په بل عبارت، غذا باید له صحی پلوه مصون وي او د روغتیا لپاره خطر نه ولري.
اوسنی حالت: ننګونې او خطرونه
له بده مرغه، د افغانستان اوسنی غذایی وضعیت لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی. په افغانستان کې د ککړو خوړو، غیر معیاري پخلي لوښو، کمزورو زیربناوو، او د سړک غاړې د غیر صحې خوړو له امله د خوړو خوندیتوب یو جدي تهدید دی. دا وضعیت د انتاني ناروغیو خپرېدل، د ماشومانو ذهني ودې ته زیان، او د ټولنې عمومي روغتیا ته ستر ګواښونه پېښوي. د خوړو خوندیتوب د تقویې لپاره عاجل او همغږي اقدامات اړین دي. د برق دوام نه‌شتون، د یخ ساتلو وسایلو کمښت، او د یخ زنځیر (cold chain) نشتوالی دا معنا لري چې ډېری غذایی توکي په نامناسبو شرایطو کې ساتل کیږي. دغه حالت نه یوازې د غذایی توکو کیفیت ته زیان رسوي، بلکې د خلکو د ناروغۍ خطر هم زیاتوي. دا مسأله بیا د روغتیا سیستم باندې فشار زیاتوي او د ټولنیز ژوند کیفیت ته تاوان رسوي.
اصلي ستونزې
1. د خوړو او اوبو ککړتیا: د پاکو اوبو، مناسب فاضلاب، او صحې پخلنځیو نشتوالی.
2. سړک غاړې خواړه: د نظارت نه شتون او د صحې معیارونو نه مراعات.
3. د خوړو د ازموینې کمزوري وسایل: لابراتواري ظرفیتونه خورا محدود دي.
4. د پخلي خطرناک لوښي: د سرب (Lead) لرونکي المونیمي لوښي د خوراکي توکو له لارې بدن ته انتقالېږي.
5. د معیاري قوانین نشتوالی: یو متحد، نافذ او همغږی قانوني چوکاټ نشته.

نړیوال معیارونه او د افغانستان غړیتوب
افغانستان د ملل متحد د روغتیا نړیوالې ادارې (WHO) او د زراعت ادارې (FAO) غړی دی. دغه دواړه ادارې د "کودېکس الیمینټاریوس" نړیوال ستندردونه تنظیموي، چې د غذا د خوندیتوب، کیفیت، لیبل، او د نړیوال تجارت لپاره اصول ټاکي. افغانستان د ستندردونو اداره لري او د کودېکس معیارونه یې یا ژباړلي او یا د هیواد شرایطو ته برابر کړي دي.
که څه هم کودېکس معیارونه اصولاً "اختیاري" دي، خو د هغوی جدي تطبیق به افغانستان ته سترې ګټې ورسوي:
1. د عامې روغتیا خوندیتوب
2. د غذایی سکتور پرمختګ
3. د صادراتو زیاتوالی او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی
4. د مصرف کوونکي باور زیاتول
5. د بازار کنټرول او شفافیت بهترول
وړاندیزونه: د عملی اقداماتو اړتیا
د دې لپاره چې افغانستان د نړیوالو معیارونو سره برابره غذایی سیستم رامنځته کړي، لاندې اقدامات ډېر مهم دي:
۱. د جبري تریننګ سیستم:
ټول هغه کسان چې د غذا په تولید، بسته بندۍ، پروسس، توزیع، یا خرڅلاو کې فعالیت کوي، باید هر کال اجباري تریننګ تر لاسه کړي. دوی ته دې یو رسمي کارت ورکړل شي، او یوازې دا کارت لرونکي کسان دې د غذا سره کار کولو اجازه ولري. دا کار به د تولید کیفیت لوړ کړي او د خلکو روغتیا خوندي کړي.
۲. د تاسیساتو صحی معیارونه:
ټول ځایونه چې غذا پکې پروسس، زیرمه یا خرڅیږي باید د صحی ډیزاین مطابق جوړ شي. که معیارونه رعایت نه شي، باید د فعالیت اجازه ترې واخیستل شي. د ښه تولید فعالیتونه (GMP) باید سرتاسري تطبیق شي.
۳. د غذایی توکو لیبلونه:
ټول غذایی توکي، خصوصاً هغه چې له بهر واردیږي، باید په دري یا پښتو ژبو لیبل ولري، ځکه چې مصرف کوونکي افغانان دي، او دا د هغوی مشروع حق دی چې د غذایي محصول په اړه معلومات په خپله ژبه ترلاسه کړي.
۴. د کودېکس معیارونو تطبیق:
د غذا د کنترول اداره باید یو ملي پلان جوړ کړي ترڅو د کودېکس معیارونه سرتاسري شي، د تفتیش سیستمونه معیاري شي، او د تولید کوونکو، واردونکو او توزیع کوونکو لپاره واضح مقررات جوړ شي.
پایله
د غذایی امنیت، غذایی مصونیت او د کودېکس معیارونو جدي تطبیق یوازې یو تخنیکي بحث نه دی، بلکې دا د افغانستان د عامې روغتیا، اقتصادي ودې، نړیوال اعتماد، او د ولسي باور یوه ستره اړتیا ده. که موږ دا فرصتونه له لاسه ورکړو، نو نه یوازې زموږ خلک به له ناروغیو سره مخ شي، بلکې د هیواد اقتصادي او تجارتي ودې ته به هم زیان ورسیږي.
دا وخت د تصمیم نیولو دی. افغانستان باید د نړیوالو معیارونو سره همغږی غذایی سیستم رامنځته کړي — یو سیستم چې خلکو ته صحی، خوندي، او قابل باور غذا برابروي.