افغاني فرهنګ زموږ د ټولنې مادي او معنوي شتمني ده، چې ساتنه او وده یې د هر وګړي مسوولیت دی. فرهنګ زموږ د هویت او ارزښتونو استازيتوب کوي، نو له همدې امله باید هڅه وکړو، چې خپل اصیل فرهنګ غښتلی وساتو او د پردیو هېوادونو له ناوړه فرهنګي اغېزو ځان وژغورو.
په دې وروستیو کې د اسلامي نظام له لوري افغاني فرهنګ ته پاملرنه زیاته شوې ده. مشران هڅه کوي، چې له ټولنې څخه ناوړه دودونه او د پردیو منفي فرهنګي اغېزې له منځه یوسي. دا هڅې د ستایلو وړ دي او ولس هم هیله لري، چې دا بهیر لا پیاوړی شي او نور منفي دودونه به له ټولنې له منځه لاړ شي.
سره له دې، چې نظام د اصیل افغاني فرهنګ د ودې لپاره بېلابېل اقدامات کړي دي، خو د ولس رول هم په دې برخه کې خورا مهم دی. هر وګړی باید د فرهنګي یرغلونو پر وړاندې خپل مسوولیت وپېژني. دا مسوولیت یوازې په خبرو نه؛ بلکې په عمل کې هم باید څرګند شي او عملي جنبه ورکړل شي.
همداراز رسنۍ، تعلیمي ادارې، دیني علماء ، ښوونکي، شاعران، لیکوالان او ځوانان باید د اصیل فرهنګ د معرفي کولو او عامولو لپاره خپلې هڅې څو برابره زیاتې کړي. د خپل فرهنګ ساتل د تاریخ ژوندي کول او د ملت مثبتو ځانګړنو ته وده ورکول دي.
لنډه دا چې د اصیل افغاني فرهنګ وده، پیاوړتیا او پالنه یوازې د دولت کار نه دی؛ بلکې دا زموږ د ټول ملت ګډ مسوولیت دی، نو راځئ چې د ناوړه فرهنګي دودونو پر وړاندې ګډه او جدي مبارزه وکړو.