داور ژبی ، په نېغه نیوکه کوونکی حماسی بې جوړې شاعر اوټولنه پېژندونکی بلبل مطیع الله تراب مړینه مجهوله، مرموزه او بوږنونکې ده!
مطیع تراب بې له شکه لاندې کرکتر اوشخصیت درلود:
۱- دپښتوژبې معاصر قاطع شاعر
۲-موشګافه ترکیب جوړونکی
۳-په ټولنه کې داولس ترڅنګ
۴-یو لوی اندیشمند
۵-داهل نظر او اظهار زړور غږ
۶-هنری صلابت باندی تکیه
۷-په خپله ژبه کې داختیار کلک دریځ
۸-دزمان او تابع پروا نه لرونکی
۹-دهېواد په لوړو او ژورو کې ماهر
۱۰-زموږ دویدې ټولنې راویښ کوونکی
۱۱-دمتنوعو افکارو ځلاتد ستوری
۱۲-دهېواد په سینه کې رالوی شوی منطقی انسان
۱۳-په ټولنه کې د فضل، سواد ،کرم ،نیکی ، احسان او لطف خاوند
۱۴-په جزم، اصالت او انګېزه باندې باور من
۱۵یو جذباتی او له ولولوډک ویندوی
۱۶- په اجتماعی ، سیاسی او مدنی برخو کې مبارز
۱۷-په ساده ژوند کې لوړ اورښتینی افغان
۱۸- دافغان نیمه ستړې کړکیچنو لانجو کې را لوی شو نیوکه کوونکی
۱۹- دتفکر اوخلاقیت سرچینه
۲۰ - دفکر غنا یوه ستره برخه
له بده مرغه له فانی ، نهیلی،دروغجنی او ټګمارې نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې کړلی ! انا لله وانا الیه راجعون ! دننګرهار باتور ولس دهغه جنازه په یوه لوبغاړی کې اداء کړه . الله ج دې بهشت برین ور په برخه او دکورنۍ غړو ته صبر جمل ورکړی .
که نوموړی ته دخپل هنر امکانات او فرصتونه برابر وای اویا دی په داسې یوچاپیریال روزل شوی وای نو ده واقعا ددې ظرفیت درلود چې بې شمیره کسان یې په دې هېواد کې روزلی وای. تراب نه وه سره زر وه مطیع نه وه دهر ښامار اوښکرور پرسر موسی وه . بشپړه نه ماتیدونکی وسله وه.
دا زموږ زواړ فرهنګ دی چې ژوندی وه چاته یې قدر نه وه اوس چې له هیواده لاړ ایکس تیکست بیاهم دهغه فکرې اهمیت نشی راسپړلی.
او په پای کې:
تراب وایی:
بند به تر څو د خپـل تـقـدیـر په ځـنځیـرونو پروت یم
زه به تر کـومه ستا پـر پـښو او په لاسـونـو پروت یم
تـه بـه تـر کـومـه خپـل ځـان حـق ما به نا حـق بـولې
زمـا اطـاعـت بــه د خــپــل ځــــان مسلـم حــق بـولې
چې د مظلوم څېـرې گـریوان ته تار او ستـن پاتې دي
څو محدود کسه دي چې دې خاورې ته ژمن پاتې دي
*****
ویــر واویــلا او غـمـرازي پـه پـښـتـو ژبه کیږي
مـیـدان ګـټـل او سـربـازي پـه پـښـتـو ژبـه کیـږي
پـښـتـو څـرخي پـوري تـــړلي او د دار ژبـه شوه
پـښتـــو فـقـط د جــوالي او څــوکـیـدار ژبــه شوه
تـگ و راتـگ او خـوشـحـالي پـه بـلـه ژبه کیږي
طـــب اقـتـصـاد انـجـیـنـري پـــه بـلـه ژبـه کیږي
پـښتو آخـر هـم د مجـبـور وزیـریـستـان ژبه شوه
پښتو په لوی لاس د مولا او طالب جان ژبه شوه