د تیر په دوام( دوهمه برخه)
ما په تېره لیکنه کې د( جګړې ځپلی ولس او وچکالي) تر سرلیک لاندی په دی خبرې کړی وې چې، زموږ جګړه ځپلې ولس د نورو لسګونو بدمرغیو ترڅنګ له وچکالۍ او د څښاک د اوبو له کمښت سره هم مخ دی.
د هلمند او کندهار په ځنو ولسوالیو کې همدا اوس ځنې کلي په بشپړه توګه شاړ شوی دي او وګړي ورځنې کوچېدلي دي.
په دې لیکنه کې به د همدې ناورین په تړاو، یوه بله ډیره ناوړه ستونزه هم راوسپړو چې، زموږ د هیواد هغه سیمي یې زیاتې تر ګواښ لاندې دي ، کومي چې دښتي یا صحرایې اقلیم لري او کرنیزې ځمکې یې هم د تخریب او شاړیدلو خواته روانې دي .
زموږ د هیواد په نوموړو او ځنو نورو وچو سیمو کې صحرایې کیدل، د دښتو پراختیا او د نویو دښتو رامنځ ته کیدل هم دوام لري.
په کار ده چې د نوموړی ستونزې سره سمه علمي او تخنیکي مبارزه وشي. د کرنیزو ځمکو د شاړیدلو، وچیدلو او پر دښتو د بدلیدلو مخنیوی وشي.
راځۍ چې په دی لیکنه کې لومړی صحرایې کیدل یا دښتې جوړیدل و پیژنو او د دښتو ، پراخیدلو او جوړیدلو ته ژوره کتنه وکړو. علتونه او عواقب یې یا لاملونه او پایلې یې یو څه راوسپړو:
د دښتو رامنځ ته کیدل زموږ د ژوند پر مهمو اړخونو لکه د خوړو پر خوندیتوب او د ژویو پر رنګارنګیو یا ډولونو اغیزه کوي.
نو ځکه اړینه ده چې د صحرایې یا دښتي کیدلو پر اغیزو او د دې مخ په زیاتیدونکي ستونزې د حل پرغوره لارو رڼا واچوو:
دښته جوړېدنه یا صحرایې کیدل څه دي؟
د ملګرو ملتونو په وینا، نړۍ هر کال د صحرایې کیدلو له امله ۱۲ میلیونه هکتاره حاصلخیزه کرنیزه ځمکه له لاسه ورکوي. دا احصایه ، دی ته په پام سره چې صحي خاوره زموږ پر ژوند څرنګه مستقیمه اغیزه کوي د اندېښنې وړ ده.
دښته جوړونه هغه وخت رامځ ته کیږي کله چې د لوړ حاصل لرونکې ځمکه په صحرا یا نیمه وچه سیمه بدله شي.
دا بدلون د طبیعي او بشري عواملو د ګډولې له امله رامنځ ته کیږي او دواړه خواوې په کې رول لري. لکه وچکالي، د ځنګلونو وهل، په څړځایونو کې د څارویو زیات څرول او نا دوامه کرنیزې کړنې یا فعالیتونه.
صحرایې کیدل د چاپیریال، بشري روغتیا او اقتصادي پرمختیا لپاره د پام وړ پایلې لري. په ځانګړې توګه په وچو او نیمه وچو سیمو کې.
د صحرایې کیدلو مخنیوی ولې مهم دی؟
د صحرايي کېدو سره د مبارزې اهمیت خورا مهم او حیاتي دی. صحرایې کیدل دوام لرونکې پرمختیا او په ټوله نړۍ کې د ملیونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. صحرايي کېدل کولی شي د خاورې حاصلخیزي، د ژوند رنکارنګي (حیاتي تنوع) او د اوبو د سرچینو د له لاسه ورکولو لامل شي، چې پایله به یې بې وزلي ، د خوړو ناامني او د شخړو زیاتوالی وي.
سربیره پردې، صحرايي کېدل په خاوره کې زیرمه شوي کاربن دای اکساید( CO₂) خوشې کوي او په لویو او پراخو سیمو کې د نباتاتو او ونو د نشتوالي له امله، د ایکوسیستمونو د کاربن دای اکساید د جذبولو ظرفیت کموي.
د صحرايي کېدو د مخنیوي لپاره اساسي ستراتیژي او د حل لارې:
د صحرايي کېدو سره د مبارزې او د تخریب شوي ځمکې د بیرته راګرځولو لپاره ډیری ستراتیژۍ پلي کیدلی شي.
د ساري په توګه دلته د صحرايي کېدو د مخنیوي، د تخریب شوي ځمکې د بیا رغولو او د نوموړې ستونزې دحل لپاره ځنې اغېزمنې بېلکې وړاندې کوو:
- د ځنګلونو بیا رغونه او ځنګل کرنه:
د ونو او نورو نباتاتو کښت د خاورې د تخریب په مخنیوي کې مرسته کوي، د خاورې حاصلخیزي ښه کوي، او تخریب شوي یا زیانمن شوي ایکوسیستمونه بیرته رغوي. دا بیرته رغونه او ځان جوړونه د ځنګلونو له لارې ترلاسه کیدلی شي، په دې معنا چې په هغو سیمو کې باید ونې او بوټې وکرل شي، په کومو کې چې دوی مخکې شتون درلود، یا بیا ځنګل کرنه، چې د تخریب شویو ځنګلي سیمو بیا رغونه هم په کې شامله ده.
- د ځمکې دایمي یا پرله پسې ساتنه او مدیریت:
په دې مدیریت کې په ځمکه کې د پرله پسې کرنیزو کړنو پلي کول شامل دي، لکه د خاورې ساتنه او د کروندو او ځنګلونو ساتنه. چې د خاورې روغتیا ښه کړي، د حاصلاتو کچه لوړه کړي او د ځمکې تخریب او ویجاړي کمه کړي.
- د اوبو راټولول یا زیرمه کول او مدیریت:
د اوبو په راټولولو او مدیریت کولو کې د کوچنیو بندونو، ډنډونو، او د اوبو زیرمه کولو د نورو سیسټمونو جوړول او دې ته ورته نورې کړنې شاملیږي. چې دا کړنې بیا د اوبو د شتون په زیاتولو او په وچو او نیمه وچو سیمو کې د وچکالۍ د اغیز په کمولو کې مرسته کوي.
- د ژوند د رنګارنګه ډولونو یا حیاتي تنوع ساتنه:
د حیاتي تنوع ساتنه او پالنه د سالم ایکوسیستم د ساتلو، د خاورې د حاصل لوړولو ، او د زیات شوي خوشیکیدونکې کاربن دای اکساید د اغیز د محدودولو لپاره اړینه ده.
- د با دوامه انرژۍ پراختیا:
د نوي کیدونکي انرژۍ د سرچینو پراختیا، لکه لمریزه د اوبو او بادي بریښنا انرژي، کولی شي د فوسیلي سون توکو، لکه ډبرو سکرو، طبیعي غازونو، او تیلو د کارولو په کمولو کې مرسته وکړي.
د پاکې او چاپیریال دوستې انرژۍ کارول، د ونو د پرې کولو لپاره ډیره اړتیا له منځه وړي، بیا به نو وګړي اړ نه وي چې له ونو او بوټو د سون توکو په توګه کار واخلي او ځنګلونه له منځه یوسي. ځکه چې د همدې ونو، بوټو او ځنکلونو غوڅول او له منځ وړل د ځمکې د تخریب او صحرا کیدو لامل کیږي.
- پالیسي او اداري ملاتړ:
حکومتونه، نا ګټندویه سازمانونه، د چاپیریال ساتنې فعالان، د پوهاوي خپروونکي او په دې برخه کې نورې اغېزمنې مؤسسې کولی شي، د ځمکې د دایمي مدیریت کړنو ته په وده ورکولو، د تخریب شوي ځمکې په بیرته راګرځولو او سمولو، او په اغیزمنو سیمو کې د وګړو لپاره، د ژوند کولو د سرچینو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي او ورته پالیسي او اداري ملاتړ ترسره کړي.
په دې توګه ویلای شو چې د صحرايي کېدو سره مبارزه یوه هر اړخیز چلند ته اړتیا لري، تر څو په خپل وخت سره د ځمکې د تخریب مخه ونیول شي او اصلي لاملونو ته یې رسیدنه وشي. په دې معنا چې د ځنګلونو بیا رغونه، د ځمکې پرله پسې مدیریتي کړنې، د اوبو زیرمه کول او راټولول، د ژویو د رنکارنګۍ ساتنه، او د پاکې او بادوامه انرژۍ پراختیا ته وده ورکول د دې هر اړخیزي مبارزې مهم اړخونه دي.
نوربیا/ دا لیکنه دوام لري.
سرچینه: green earth
پوهنمل دوکتوراندوس رحمت ځواکمن
۱۷- ۷- ۲۰۲۵/ هالنډ