د هند د تر ولکې لاندې کشمیر کې د مذهبي ډلو تر نامه لاندې بریدونه نوي نه دي. هلته پاکستاني جزوتامونه د لشکرطیبه او جیش محمدي په جامو کې وخت نا وخت بریدونه کوي. پاکستاني مشران پدې ښه پوهیږي چې نه یې د هند سره زور برابر دی او نه هم کشمیر خپلولی شي. پاکستان د هند سره جګړه نه غواړي، ځکه په خپله تر سپیږمو په پور کې ډوب دی او ټولنیزو حادو تضادونو سره لاس او ګریوان دی. اما دا ډول ډرامې په لوی لاس رامنځته کوي. پنځه کاله مخکې هم کله چې په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټولو پښتنو د یووالي له پاره ګړندي ګامونه اوچتول، د هندي کشمیر په پلوامه کې د جیش محمدي ډلې تر نامه لاندې بریدونو (۴۶) هندي پوځیان ووژل، ددې په غبرګون کې د هند هوایي ځواکونو د پاکستاني کشمیر په بالاکوټ کې د نوموړې ډلې پر تمرین ځایونو باندې هوایي بریدونه وکړل. د رسنیزو نندارو وروسته هر څه بیرته خپل «کرار بد وضعیت» ته ستانه شول...
خو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په سیلانیانو د اورپکو تازه بریدونه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې دننه په پاکستان کې حالات بشپړ بحراني او د پوځ له کنتروله وتلي دي. په بلوچستان او پښتونستان کې عملاً جګړه روانه ده. لدې سربیره د پاکستان اقتصادي او ټولنیز بحرانونه دومره ژور دي، چې حل یې د پاکستان د کاواکه دولت له وسې وتلي ښکاري.
تر دې دمه، د پاکستان دولت او پوځ د لودیزو دولتونو، ترټولو لومړی د خپل اصلي بادار بریتانیا په ملاتړ زړور روان وُ. د خپلو دنننیو او بهرنیو دښمنانو هیڅ پروا یې هم نه ساتله. اوس اوس د چین سره په اړیکو کې، چې د لودیز اصلي رقیب ګرځیدلی او په نړۍ کې یې نژدې ټول بازارونه په خپل اختیار کې راوستي دي، دومره وړاندې تللی دی، آن د ګوادر بندر یې هم پرې پلورلی دی. داسې بریښي چې نور نو د خپل ولي نعمت له مهربانۍ بې برخې شوی خو لا څه کوې، چې د غضب لاندې یې هم راغلی دی. په سیمه کې حالات د چین او پاکستان دولتونو ترمنځ د کاشغر-ګوادر اقتصادي دهلیز جوړولو په شاوخوا شکل غوره کوي. ددې سترې پروژې عملي کولو سره، چین غواړي د عربي خلیج له لارې د عربي هیوادونو نفتي زیرمو او افریقایي خاورو اومو توکو او مارکیټونو ته مخامخ لاسرسی پیداکړي. تردې دمخه دا ټول د لودیز په انحصار کې وُ. پدې لار لودیز خپل سر او هم د بل هرچا (آن په خپل لاس جوړ شوي پاکستان) سر هم ماتوي.
پدې ډول د پاکستان پوځ او دولت غواړي د خپلو دنننیو او اصلي شخړو د ټپولو له پاره بهرني شخړې خلق کړي. د پلهګام اوسني بریدونه د همدې نظره د پام او شننې وړ دی. د کشمیر د مزمنې شخړې اوسنی تودوالی اصلاً د پښتنو او بلوڅو د مبارزینو په ضد د توطئو یوه برخه ده. په ښکاره توګه ددې تودوالي ابتکار د پاکستان په لاس کې وً او هند ځوابیه بریدونه وکړل.
د پاکستان پوځ د خپل څو لسیزو عمر په اوږدو کې ددې له پاره چې په ملک کې یواځنی واکمن پاتې شي، هڅه کړیده همیشه ځانته یو دښمن، کله داخلي او کله هم خارجي دښمن ودروي. اما په همدې لړۍ کې اوس خبره دې ته رسیدلې، چې پاکستان ته نور څوک د ریښتینې دوست په نامه، نه په داخل کې او نه هم په خارج کې پاتې دي.
په لومړیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ، چې د خپلو مړو، ورکو، خپلو بې عزتیو، کور ورانیو، آواره ګیو او په پښتونخوا کې د چک پاینټونو پوښتنه کوله، د پاکستان «جمهوریت» او «امنیت» ته د ستر ګواښ په توګه خپل دښمن وګڼل شو. د غورځنګ زیات شمیر فعالان یې بندیان او شهیدان کړل، د غورځنګ په سوله ییزه فعالیتونو یې بندیز ولګوه. اوس د غورځنګ زیاتره مشران د ازادۍ نعره په جهر غږوي. د پاکستان طالبان یې لومړی په «ښه» او «بدو» ویشل، اوس هغوۍ عملاً د پاکستان پوځ پر ضد جنګیږي. د افغانستان په خاوره یې څو پلا په بیلابیلو پلموبمبارۍ وکړې. دا چې اسلامي امارت خپل ځان ته حیران دی، د غبرګون توان نه لري. پدې توګه دلته د پاکستان د پوځ توطئه د یو خارجي شخړې رامنځته کولو له پاره و نه چلیدله.
که د افغانستان ګواښ و نه چلیده، د هند خطر همیشه انلارج کیدای شي. داسې خطر چې ګنې ټول پاکستان ته او ورسره ټوله اسلامي نړۍ ته خطر دی! که لشکر طیبه، جیش محمدي په کشمیر کې په هندي پوځیانو بریدونه ونه کړي، هغوۍ به ټول کشمیر ونیسي، ټول اسلام به په ګواښ کې شي!
پاکستاني پوځي او حکومتي مشران، چې یو شمیر یې د لودیز په خاصو اکاډمیو کې نورو هیوادونو ته د مشرانو روزلو په پروژه کې حکومتي، استخباراتي، پوځي...مدرنو اسلوبو زده کړې کړي دي، ښه سیاسي او پوځي مهارتونه لري، چې څرنګه داخلي بحرانونو څخه د خارجي شخړو په رامنځته کولو سره، بهر ووځي.
ISI داځل خپلې ترورستي ډلې د افغانستان په ځای، چې د عکس العمل توان په کې نه دی پاتې، د مذهبي جنبشونو تر نامه لاندې، هندي کشمیر ته استوي او هندي پوځیان وژني. دا لړۍ تر هغې دوام مومي چې د هند پلو غبرګون وښُي. پاکستاني چارواکي پدې ښه پوهیږي چې هند د غبرګون قدرت، هغه هم د بګیل شوي پاکستاني حکومت په مقابل کې لري. همدغه یي هدف دی، چې د پاکستان د خلکو پام د دننني بحران څخه خارجي بحران ته - «د هند هوایي تیري» ته واړول شي.
نن د پاکستان داخلي بحران(اجتماعي، اقتصادي، امنیتي...) خورا ستر او جدي دی، اما د پاکستان واکمن پوځ باید تردې لا ستره خارجي شخړه رامنځته کړي، ترڅو د خپل داخلي بحران خوله ټپه کړي، دا د سیاست په مکیاولستي شیوو کې آزمایل شوی بریالی میتود دی. نن چې بلوڅو د ماهرنګ په مشرۍ او پښتنو د منظور پښتون په مشرۍ د خپل حق اخیستلو ټینګ هوډ کړی دی، اوس چې د پښتونخوا طالبان د پاکستان پوځ سره په جنګ اخته دي، پاکستاني پوځ او حکومت وارخطا شوي دي، د خلاصون لاره په دغه عوامفریبانه چال کې لټوي، چې د ولس پام او هڅې د داخلي ستونزو څخه خارجي، ګنې مهمې مسُلې ته واړوي.
د کشمیر په سر د هند او پاکستان کشاله کرونیکه او پخواني ده، اما په نننیو حالاتو کې په لوی لاس د تشنج په تودولو کې د پاکستاني پوځ او حکومت موخه داده، چې یو شمیر ړانده او کاڼه پښتانه، لکه د تیر په څیر یو ځل بیا د اسلامي احساساتو لاندې، د پښتون ژغورنې غورځنګ او طالبانو بدرګې په ځای، بل لوري ته سوق کړي، د هند ضد جګړې کې بوخت او پناه کړي.
نن که کوم پښتون د پاکستاني پوځ ، چې د مسلمانو پښتنو په سیمو کې یې د چا ځان، کور او ناموس په امن کې نه دی پرې ایښی، په ملاتړ ودریږي، ددې معنی لري چې خپلې پښې په خپله په تیشه وهي. هره خبره او هر ګام د پاکستاني پوځ په ملاتړ، د ټولو پښتنو سره ستره جفا ده. هغو هرومرو د پښتنې مور شیدې نه دي څښلي چې اوس هم د پاکستان د یووالي له پاره غږ پورته کوي. دا ستره عوامفریبي ده. د پښتنو قاتل پاکستاني پوځ سره « شانه به شانه» شعار د پښتون او مسلمان په نوم د پښتنو او اسلام سره د د دښمني انتها ده. ریښتیني پښتانه او ریښتني مسلمانان د مسلمانو پښتنو د قاتل پوځ ملاتړ نه شي کولی. د پاکستان جوړښت د مسلمانانو او پښتنو په ضد توطئه وه. د هند په ویش او پاکستان په جوړیدو سره مسلمانان د هغه مقاومت په سزا کې چې د انګریزانو په ضد یې کاوه، په دریو برخو وویشل شول. هندوان ټول یوځای پاتې شول. پښتانه د خپلو سرښندونکو مبازرو له کبله، چې د استعمار په ضد یې کولې، د صوبې انګریزي ګورنر کیرو له خوا سزایي پنجابیانو ته لاس تړلي وسپارل شول.
د پاکستان په دننه کې د پښتنو د هر ډول حقوقو غوښتنه داسې مثال لري لکه یو تږي چې په دښته کې د اوبو په لټه د سراب پسې منډې وهي او هیڅکله هغه اوبه نه شي پیدا کولی، ځکه چې هلته اوبه اصلاً نشته، هغه سراب دی. د پاکستان په دننه کې د پښتنو حقوق اصلاً نشته. په پاکستان کې د پښتو ژبې نابودي او د ځانګړي ملت په څیر د پښتنو اضمحلال حتمي دی. پاکستان هیڅ داسې شي په اختیار کې نه لري چې پښتنو او بلوڅو ته یې ورکړي. پښتانه او بلوڅ هلته یواځې یو حق لري او هغه خپلواکي ده. او د خپلواکې حق ورکول کیږي نه. هغه اخیستل کیږي. دا تاریخي حقیقت په کراتو کراتو تکرار شوی او یواځې په همدغه شکل تکراریږي.
د پاکستان په دننه کې د پښتنو حقوقو غوښتنه داسې مثال لري لکه ګیدړې چې چرګ نیولی وي او چرګ ورڅخه د خپل ژوند د حق دعوه ولري. یا لکه یو انسان چې پسه د کباب له پاره رانیولي وي او پسه انسان ته ووایي لږ کباب خو بیا ماته هم راکړه.
د هند او پاکستان ترمنځ په اوسني کړکیچ کې هرڅوک، غیر د افغانانو، خپل خپل هدفونه تعقیبوي. امریکا او لودیز غواړي د هند سره یوځای، د خپل نوي ستراتیژیک همکار په توګه، د پاکستان اتومي ارسینال تر خپل بشپړ کنترول لاندې وساتي او په سیمه کې د چین اقتصادي نفوذ مخه بنده کړي.
زموږ هیواد چې د طالبانو او ټول افغان ولس د سرښندنو له برکته د اشغال له منګلو را خلاص شوی او د امنیت په لور لار وهي، اما اوس په خپله د اسلامي امارت د استبداد په پنچو کې ګیر پاتې دی( خدای وکړي چې دا استبداد موقتي وي)، ښایي د هند سره یواځې همدومره همدردي ولري چې زموږ د پاکستاني دښمن دښمن دي. که نه د پښتونخوا او کشمیر د ازادۍ د سلب ګناه د هند او پاکستان د مشرانو په نشته ضمیر یو برابر بار ده. پای