ما د کونړ د زلزلې په هکله د نیویارک ټایمز ورځپاڼې وروستې راپور ولوست. خبریالې یې فاطمه فیضي د (عایشې) په نوم یو خیالي کرکټر سره خبرې کړی وی او په ډیرې سپین سترګۍ سره یې ترې د ښځو پر وړاندې داسې انځور لیکلې و چې ګواکې د زلزلې وروسته د ښځو پر وړاندې غیر انساني چلند ترسره شوی وي. د نوموړي راپور عنوان «په افغانستان کې د زلزلې وروسته ډیری نارینه ژغورونکو نارینو ته نجات ورکړو او ښځې یې پر ځای پریښودلې وی». که د دې راپور عنوان ته وګورو، له ورایه په کې د تعصب، مبالغې او په یوه سیمه او قوم د تور لګونې څرګند انځور وړاندې شوی دی.
لیکوالې یې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د افغانستان د لرو پرتو سیمو دودیز او کلتوري محدویتونه یاد کړي دي، تر څو د راپور د سرلیک دلیل یې غني شي. د راپور له لیکنې داسې ښکاري چې نوموړې خبریاله کونړ ته د یوه زلزله ځپلي کلي اندرلک ته تللي وي او له هغه ځایه یې د ژغورونکو ټیمونو وضعیت داسې انځور کړې وي چې نارینه ژغورونکو یوازې نارینه او ماشومان له کنډوالو راویستل او ښځې چې د درندو ډبرو او خاورو لاندې بندې پاتې وی، د ټپونو له امله یې وینې بهیدلې او د مرستې چغې یې وهلې، هیڅ نارینه هغوی ته نږدې نه وي ورغلې او هغوی یې د مرګ له ګواښه نه وي ژغورلې. د دې ادعا د ثبوت لپاره نوموړې هیڅ نوعه کره او مستند دلیل نه دی وړاندې کړی.
وړاندې په راپور کې د ۱۹ کلنې عایشې په نوم یو خیالي کرکټر خیالي خبری راخیستل شوی دي، نوموړې د عایشې له قوله لیکلي دي: "کله چې نارینه ژغورونکي ټيمونه سیمې ته راورسیدل، موږ ښځې یې په زخمي حالت کې پریښودو او یوې غاړې ته يې کړو، موږ ته یې ویل چې ستاسې د درمنلې لپاره ښځينه ټیمونه راځي، خو هغوی موږ په داسې حالت کې پریښودو چې زموږ د ټپونو څخه وینې بهیدلې".
د راپور په منځنئ برخه کې یې د یو رضاکار ځوان تهذیب الله مهذب چې د لیکوالې له قوله سیمې ته تللې و، خبری راخیستې دي. مهذب په راپور کې د یو مرکزي عیني شاهد او د هغو پيښو په هکله چې په سیمه کې د ښځو پر وړاندې په کې یو طرفه چلند شوی دی، د تایید ټاپه وهلې او د هغه له قوله چې واقعا په سیمه کې ورته څه پيښ شوی ول، نوموړې زیاتوي: "هغو روغتیايي ټیمونو چې د زلزلې ویجاړیو ته یې ځان راورساوه، په کې ټول نارینه و، هغوی له دې ډډه کوله چې ټپيانې ښځې د کنډوالو څخه راوباسي او د هغوی درملنه وکړي. نارینه ژغورونکي په دې تمه و چې د نورو کلیو څخه ښځینه ژغورونکي راورسیږي او د کنډوالو لاندې ښځې راوباسي".
دا ډول څرګندونې په ښکاره ډول بې اساسه خبرې دي او د یوې سیمې دود او فرهنګ په هکله لوی درواغ ګڼل کیږي. په حقیقت کې داسې هيڅ ډول کړنه نه ده ترسره شوی. د دې ښاغلي په وینا لومړی د نارینه او ماشومانو درملنه کیده، خو ښځې له دې بې برخې وی او د ښځینه رضاکارانو د مرستې په تمه ناستې وی.
د راپور په وروستیو کې بیا د عایشې له خولې ادعا شوی چې دا یې څلورمه ورځ ده چې سیمې ته یې ښځینه ژغورونکي نه دي رسیدلې او هغه د باران لاندې د خپل کوچني زوی سره شپې او ورځې سبا کوي. لیکوالې د عایشې له خولې دا هم ور زیاته کړې چې عایشه ځان د وروستۍ درجې انسان په توګه ګڼي، ځکه خو یې نارینو مرسته ونه کړه او د کنډوالو لاندې یې په ټپي حالت کې پریښوده. دا ډول مبالغه نه یوازې د ژورنالیزم او بې پرې خبریالۍ د اصولو خلاف ده، بلکې د ټولنې پر فرهنګي ارزښتونو هم ښکاره برید دی.
دا راپور په تمامه مانا د یوې سیمې او قوم د فرهنګ او دود دوستور خلاف لیکل شوی دی. راټول شوي معلومات او کرکټرونه یې یا خیالي دي او یا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پیسو ورکولو په زور ترې داسې خبری راخیستې چې هدف یې د یوې سیمې او فرهنګ وژنه ده او یا هم کرکټرونه اصلي دي او معلومات یې غلط ورکړی دي.
که نیویارک ټایمز له طالبانو سره هر ډول دوښمني او تعصب لري او یا یې پالي، هغه یې خپل کار دی، خو د یوې سیمې د خلکو پر ضد د خیالي کرکټرونو او کیسو لیکل او د ښځو د ژوند په اړه په کې د مبالغې او درواغو خپرول نه یوازې غیر مسلکي کړنه ده، بلکې د ژورنالیزم له اصولو هم لویه سرغړونه ده.
په واقعیت کې هیڅ افغان نارینه داسې کړنه او کار نه کوي چې ښځې دی د کنډوالو لاندې پریږدي او یوازې نارینه وژغوري. دا د افغاني فرهنګ او اسلام دواړو خلاف عمل دی. نو د همدې امله د دې راپور بڼه، محتوا او یو طرفه قضاوت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په څیر د لویو رسنیو لپاره د ژورنالیستیکي معیارونو خلاف او د یوې ټولنې پر وړاندې ښکاره درواغ ګڼل کیږي. هیله ده چې په خپل راتلوونکو راپورونو کې دا ډول بې اساسه څرګندونې ونه کړي.