د اوبو لګولو سنتي او عصری سیستمونه
اوبه لګول په کرنه کې د نباتاتو د ودي او د کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره د ځمکې په اوږدو کې د اوبو رسول او خپرولو ته ویل کیږي. یا په بل عبارت د اوبو له منبع څخه په مصنوعي ډول کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسول د اوبو د لګولو یا Irrigation په نامه یادیږي.
د نړی د انسانانو د ضرورت وړ نږدي نیمايی خوراکي توکي د کر کیلی څخه لاسته راځي، که څه هم په نړي کي د کرني وړ ځمکي یواځي 15 سلنه آبي ځمکي دي چي د اوبو لګولو د سیستمونو د لاري اوبه کیږي او پاتي 85 سلنه په للمي (دیم) شکل کرل کیږي مګر بیا هم د اوبو لګولو سیستمونه د خوراکي توکو په تولید کي خورا مهم او اساسي نقش لوبوي.
د اوبو لګولو د سیستمونو د لاري د کروندو اوبه کول باید په داسي ډول ترسره شي چي د اوبو لګولو موثریت ډیر، د اوبو ضایعات کم او د خاوري او اوبو ککړتیا او ضرریات تر ټولو ټیټه کچه کي واوسي.
په بشري ټولنو کي د کروندو د اوبه کولو طریقي ډیر پخوا زمانو څخه رواج لري چي په عمومی صورت او په تاریخي لحاظ د اوبو لګولو دوه مهمي طریقي شتون لري چي یو ددغو طریقو څخه د اوبو لګولو عنعنوي (سنتي) سیستمونه دي او بل د اوبو لګولو عصري سیستمونه پکي شامل دي. د اوبو لګولو په عنعنوي سیستم کي چي ډیر پخواني مخینه لري اکثر د سطحي اوبه خور په طریقه تر سره کیږي په دي طریقه کي د اوبو ضایعات ډیر زیات وي چي نږدي 75 سلنه ضایعات لري مګر د اوبو لګولو په عصري سیستمونو کي د اوبو ضایعات یواځي 20 نه تر 25 سلني پوري دی.په عنعنوي سیستم کي ځمکه په هوارو پټیو جویو شکل ته اړوي په دي ډول اوبه د ځمکي په مخ د خاوري په سطحه کي په موازي ډول جریان پیدا کوي او په خاوره کي د نقوذ نه بعد لمړي خاوره مشبوع کوي او له دي طریقه د بوټو د ریښي څخه تیریږي د عنعنوي سیستم مثبت ټکی دا دی چي په دی سیستم کي د اوبو رسولو لګښتونه کم او د بزګرانو ډیره انرژی او وخت پکي نه مصرفیږي او حفظ و مراقبت یعني د سیستم څار او ساتنه کم لګښته وي.
د اوبو لگولو سیستم بايد د اوبو د سرچینو، د پروژي اقتصادیت، تخنيکي ابزار. د ځمکې توپوگرافي په تيره بيا د ځمکي میلان ، د خاورې نوعیت او ډول په خاصه توگه د خاوري تکسچراو په خاوري کي د اوبو د نفوذ اندازه يا انفلتريشن( Infiltration ) ، د ځمکي د مالګینتوب خواص، د بوټو یا نباتاتو ډول او د هغو د کرلو میتود او طريقه ، په سیمه کې د اوبو د زيرمو ډول او اندازه ، د اوبو لگولو د سیستمونو مناسب اقتصادي واریانټ ، د اوبو لگولو د وسايلو او تسهيلاتو موجوديت او نوري آسا نتياوي ټول بايد د اوبو لگولو د طريقي د انتخاب په وخت کي په پام کي ونيول شي. د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو او سیمو کي د مختلف ډوله فصلونو او کښتونو د اوبه کولو په مقصد د ا وبو لگولو د مختلفو طريقو څخه کار اخيستل کيږي چي ډيري مشهوري يي د اوبو لګولو سیلابي طریقه (Flooding Irrigation system): د بارډر سټريپ طريقه( Border Strip Method ) ، د بسين طريقه( Basin Irrigation ) ، چک بسين طريقه ( Check Basin Method ) ، د پشتي-جويي طريقه( Furrow Irrigation )، د سپرنکلر طريقه(Sprinkler Irrigation ) او د څاڅکو په طريقه اوبه لگول ( Drip Irrigation ) يی ډیري مشهوري دي.


وچ، صحرايي، نیمه صحرايی او د ګرم اقلیم درلودنکو سیمو کي د اوبو لګولو عصري سیستمونو څخه ګټه اخیستنه ځکه ډیر مهم دي چي دغو سیمو کي د اوبو منابع ډیر کم وي او دا ډول سیمي اکثر د وچکالیو د خطر سره مخامخ وي، د اوبو لګولو عصری سیستم کي د خاوري نوعیت، د سیمي اقلیم، د بوټي (نبات) ډول، تبخیر، تعرق ، فلترییش د موډرن او عصری وسایلو په واسطه دقیق مطالعه کیږي او د اوبو لګولو دپاره هغي طریقي څخه کار اخلي چي د پرمختللي ټیکنالوژیو په کارولو سره کرنیزو ځمکو ته د اوبو لګولو وخت کي د اوبو ضایعات حد اقل ته رسوي او د اوبو لګولو د موثریت زیاتوالي کې مرسته وکړي. پدې سیسټمونو کې د اوبو لګولو قطره يی سیستم، باراني یا د اوبو د شیندلو (آب پاشي) سیستم ، د قشار لاندي د اوبو لګولو سیستم او د اوبو لګولو ځیرک سیستمونه شامل دی.

د اوبو لګولو سیلابي طریقه (Flooding Irrigation system):
د اوبو لګولو سیلابي طریقه د بزګرانو ترمنځ د اوبو لګولو یو له خورا عامو او پخوانیو میتودونو څخه دی. د سیلابی اوبو لګولو طریقه د سطحي اوبه خور سیستم دی چې اوبه د کانالونو، سیندونو یا زیرمو څخه کروندو ته په داسي ډول لیږدوي چي د مجرا یو سطحه د اتموسفیر سره په تماس کي وي او په آزاده توګه د کرنیزو ځمکو په اوږدو کې جریان پیدا کوي. د اوبو لګولو سیلابي سیستم کي اوبه د جاذبې قوې له مخې پټي یا ځمکه کي خپریږي، لمړی خاوره مشبوع کوي او په همدي ډول د بوټو یا نباتاتو ریښو ته رطوبت چمتو کوي.

د سیلابي اوبه لګولو سیستم هغه نباتاتو ته چي ډیرو اوبو ته اړتیا لري لکه وریجې چي د اوبو ډیر مصرف کونکو فصلونو کي شمیرل کیږي ګټوره تمامیږي.
د سیلابی اوبه لګولو په دودیز سیستم کې کرنیزه ځمکه په مختلفو جویو یا پلاټونو ویشل کیږي او د هرې جويي یا پلاټ ترمنځ یوه کنده کیندل کیږي ترڅو د اوبو چینلونه رامینځته کړي او اوبه د جویو یا پلاټونو ترمنځ جریان پیدا کړي، چي د جوي پشتي باید لږي لوړي جوړی شي تر څو اوبه پري بل جوي ته وانوړي او تخریب نشي، جویه کي باید د اوبو د جریان سرعت په مناسبه اندازه کم وساتل شي تر څو جويي بستر او پشته ونه وینځل شي، هره جویه (پلاټ) یو دخولي او یو خروجي لري، او د سیلابي اوبه لګولو طریقه داسې ده چې د هری جويی د ډکولو وروسته، اوبه بلې جويی ته ځي او دا تر هغه وخته پورې دوام کوي تر څو چې ټولې جويي ډکې نشي. د اوبو لګولو سیلابي سیستم هغو سیمو دپاره وړاندیز کیږي چي زیات بارانونه، مناسب اقلیمي شرایط، همواره ځمکي او نرمه خاوره ولري، هغه سیمي چي وچ یا نیمه وچ اقلیم لري او د اوبو د کمښت سره مخ دي د سیلابي اوبو لګولو سیستم ګټور او موثر پکي نه تمامیږي او دا ډول سیمو کي د سیلابي سیستم څخه باید کار وانخیستل شي. د اوبو لګولو په سیلابي سیستم کي، کروندو کي د هرزه او ناکاره وښو، بوټو د شنه کیدو او د طبعي آفاتو او مضره حشراتو د ژوند د دوران د تکملیدو مخنیوی کیږي دا ځکه چي هرزه او ناکاره ګیا د لمر شعاع څخه لیری کیږي او وده نه کوي او همدا راز مضره حشرات اوبو کي ډوبیږي او له منځه ځی.همدارنګه به شګلنه سیمو کي هم سیلابی سیستم ځکه ښه نتیجه نه ورکوي چي اوبه ټولي ځمکي ته په یو شان نه رسیږي مګر هغه ځمکي چي خاوره لوم یا مټ خاوره وي سیلابي طریقه پکی ښه نتیجه ورکوي.
د مختلفو خاورو او د کروندو یا نباتاتو د مختلفو ډولونو دپآره د سیلابي اوبه لګولو بیلابیلي طریقی او سیستمونو څخه کار اخیستل کیږي چي ډیري مشهوري طریقي او سیستمونه يي په لاندي ډول دی.
1. د اوبو لګولو حوزوي طریقه (Basin Irrigation Method)
2. د سیلابي اوبو لګولو د جويي (خندق) طریقه (Furrow Irrigtion Method)
3. د اوبو لګولو د پل یا بارډر طریقه (Border Irriataion)

1- د اوبو لګولو حوزوي طریقه (Basin Irrigation Method): هغه کروندي او نباتات چي ریښي یي اړتیا لري اوبو کي ډوبي (غرق) اوسیږي لکه وریجي د اوبو لګولو په حوزوي طریقه باید اوبه شي. خو هغه بوټي او نباتات چي ریښي یی نشي کولي له 24 ساعتونو څخه ډیره موده اوبو کي پاتي شي یا رطوبت جذب کړي نه باید په حوزوي طریقه اوبه شي ځکه ددغه ډول بوټي ریښي د منځه ځي. د اوبه لګولو حوزوې طریقه کې ځمکه په هوارو او تړلو سیمو ویشل کیږي چې حوزې بلل کیږي. په هر حوزه کې اوبه تر هغي جاري ساتي تر څو چي خاوره په بشپړه توګه مشبوع شي، د حوزي شکل او ابعاد د ځمکي د میلان، د خاوري نوعیت، د اوبو د جریان د مقدار او حوزه کي د ضرروت وړ اوبو د عمق په اساس ټاکل کیږي هر څومره چي د ساحي د میلان Slopeفیصدي ډیر وي د حوزی عرض کم په نظر کي نیول کیږي په ډیرو میلان لرونکو سیمو کي لکه دره او دغرونو لمنو کي حوزي د تراسونو په بڼه جوړیږي دا طریقه د وریجو په څیر فصلونو لپاره عالي ده ځکه چې شولي په ولاړو اوبو کې ښه وده کوي.
2- د سیلابي اوبو لګولو د جويي (خندق) طریقه (Furrow Irrigtion Method): د جويي یا خندق طریقه داسي دی چي همواره ځمکه کي یو خندق یا جویه باسي او د جويي دواړه طرفونو کي پشتي جوړوي، نباتات یا فصلونه په پشته کي وده کوي، اوبه لګول ورته له منبع څخه د کانال په واسطه د کیندل شوي جوي د لاري د بوټي ریښي ته رسول کیږي هغه نباتات یا فصلونه چي په قطار ډول باید وکرل شي د خندق په طریقه اوبه کیږي. د خندق یا جويي اوږدوالی به د خاورې ډول، د اوبو لګولو ژوروالی، د ویالې اندازې او د ساحي د میلان له مخې ټاکل کیږي. اوبه د پشتي څخه ښکته او په جويه کي حرکت کوي ترڅو د څانګو ترمنځ په څنډه کې د کرل شوي فصلونو ریښې مرطوبي کړي.

3- د اوبو لګولو د پل یا بارډر طریقه (Border Irrigataion):
د اوبو لګولو بارډر یا پل طریقه د میکانیزه شوي زراعتي ځمکو او فصلونو دپاره کارول کیږي چي اکثرآ د ماشین په واسطه کروندي کښت ته تیاروي او حاصلات يی راټولوي ، د سرحدي اوبو لګولو سیسټم کي یوه ځمکه په اوږدو او موازي پټیو ویشي چې پل "سرحد" بلل کیږي، او پټی له یو بله څخه د خاورې د پشتي لخوا یو له بله جلا کیږي. دا سیسټم د لویو فارمونو لپاره غوره دی چې مناسب میلان ولري،.په دي طریقه کي د ځمکي د شکل او ابعادو جوړول د سیمي د خاوري په نوعیت، د کښت په ډول، او ځمکي د میلان په اساس جوړیږي خو معمولا تجربو ښودلي ده چي د همواري شوي ځمکي طول تر 800 متره اود پتي یا ځمکي عرض له 3-30 مترو په پام کي ونیول شي بهتره ځکه ده چی ماشینی عملیات پکی آسانه کیږي، هغه کروندي چي د لاس په واسطه یا د مواشي (حیواناتو) په واسطه پکي بوټي کرل کیږي د بارډر طریقه باندي نه باید اوبه شي، د باردر اوبه لګولو طریقه کي د ځمکي مناسب میلان 0.05-2 فیصده پوره پام کی نیول کیږي ځکه چي د ځمکي میلان باید په داسي ډول جوړ شي چي د اوبو لګولو وخت کي چي اوبه پتي یا ځمکه کي جریان پیدا کوي د ځمکي سطحه کي شستشو رامنځته نشي او نه هم میلان دومره کم وي چي اوبه د ځمکي بل سر ته په ځنډ او خنډ ورسیږي. هغه سیمي چي لوم ډوله یا رس خاوري لري او خاوره کي د اوبو د نفوذ قابلیت منځنی کچه کي وی بارډر طریقه ورته مناسبه ده خو هغه سیمي چي خاوره يي د اوبو د نفوذ پذیری قابلیت زیاد وي بارډر طریقه ځکه ورته مناسبه نه ده چي د پټي وروستي او آخري سر ته اوبه په ځنډ رسیږي یا بیخي نه وررسیږي. د ځمکي د آماده کولو وخت کي دا ډاډ باید ترلاسه شي چي اوبه ټولو کښتونو ته په متناسب ډول رسیږي او د ټولو بوټو یا نباتاتو ریښيو ته کافي رطوبت رسیږي او ټول هغه موانع لکه د ځمکي ضعیفه درجه بندی یا د اوبو د مقدار کمښت او یا د اوبو د جریان په وړاندي خنډونه دمنځه وړل شوي او ټولي ځمکي ته مناسب اوبه رسول کیداي شي. دا د سیمي د خاوري نوعیت په اساس ټاکل کیږي چي د آماده شوي ځمکي د یو بارډر نه تر بل بارډر یا پله پوري څنګه اوبه ورسول شي تر څو دیوي خوا د بارډر آخری قسمت کي بوټی د اړتیا وړ رطوبت واخلي او له بلي خوا اوبو ضایعات هم حد اقل کي واوسیږي او اوبه په پرچاوه کي ضایع نشي، هغه سیمي چی خاوره يي لوم وي او د خاوري د نفوذ پذیري قابلیت يي کم وي د پټی یا ځمکي د سر یا پیل څخه چی کله اوبه د پټی 70-80 فیصد طول کي مرطوب کړي اوبه پري بندوي یعني که ټول طول 100 متره فرض کړو د طول 80 متری ته چي کله اوبه ورسیږی نور يي بندوي. خو هغه ځمکي چي د خاوري نوعیت یی رس او قابلیت د نفوذ پذیري پکي منځنی کچه کي وي کله چي د اوبو جریان د پټي یا ځمکي 60 فیصده طول ته ورسیږي د اوبو جریان پري قطع کیږي خو شګلنو سیمو کي یا هغو سیمو کي چي خاوره يی داوبو دنفوذ کولو لوړ قابلیت لري د پټي یا ځمکه تر پایه پوري اوبه کوي. د بارډر اوبو لګولو سیستم د غنمو او الفاالفا په څیر فصلونو لپاره مناسب سیستم دی.

مثبت ټکي:
د اوبو لګولو په سیلابی طریقه کي د هرزه ګیا او وښو د ودي، او د طبعی آفاتو او د نباتي مضره حشراتو د تکثر مخنیوی کیږي.
مالي لګښتونه یی کم راځي ځکه چي میخانیکي او فشار لاندي انرژي او ډیره بشري نیرو ته اړتیا نه لیدل کیږي.
په سیلابي طریقه کي کولی شو هغه اوبو څخه هم د کروندو په خړبولو کي ګټه واخلو چی خټ الودګی یا معلق او حتا زهری ذرات ولري په دي طریقه کي د اوبو صافوالي ته دومره توجه نکیږي. او دا ځکه چي په دي طریقه کي د بوټي پاڼی د اوبو سره تماس کي کیږي نه، چي امراض ورته انتقال شي.
منفي ټکي:
د اوبو لګولو په سیلابي طریقه کي د اوبو مصرف یا لګښت ډیر زیات وي چي ورسره د اوبو ضایعات هم زیاتیږي ځکه خو وچو سیمو کي ددغه ډول سیستم د کارولو توصیه او وړاندیز نه کیږي.
په دي سیستم کي باید د کروند ځمکي په تخنیکی او میکانیزه ډول هموار او هم سطحه شي.
د اوبو لګولو سیلابی طریقه په شګلنو سیمو کي نتیجه ځکه نه ورکوي چي د کروندي اول سر ته اوبه ډیر خو د پټي آخري برخه نه خړوبیږي په دی سره فصلونه نا متوازن او نباتاتو وده ګډوډ وي....... ادامه لري.......