د افغانانو کمزورې تاریخي حافظه!
تاریخي حافظه د یو ملت د هویت، پیوستون او د راتلونکي لپاره بنسټ ګڼل کېږي. یو ولس هغه وخت د پایدار او پرلپسې پرمختګ جوګه کېږي چې له خپلې تېرې ماضي زده کړه وکړي او خپلې تېروتنې بیا بیا تکرار نه کړي. په دې کې هیڅ شک نشته چې افغانان د تاریخي حافظې جدي ستونزه لري. د نظامونو د تسلسل نشوالی او بیا بیا سقوط د تاریخي حافظې په کمزورتیا کې ټاکونکی لاس لري!
په دې لیکنه کې به د دې ستونزې یو لړعواملو، اغېزو او حل لارو ته ځغلنده کتنه ولرو.
زموږ هېواد د تاریخ په اوږدو کې د پرله پسې جګړو، کودتاوو او بهرنیو یرغلونو شاهد پاتې شوی. هر نوي رژیم هڅه کړې چې تاریخ د خپلو سیاسي موخو په رڼا کې تفسیر او بیان کړي. د بېلګې پتوګه هر رژیم چې راغلې ملي بیرغ یې بدل کړی. داسې یو اړخیزو روایتونو د خلکو په ګډه حافظه کې ګډوډي رامنځته کړې. بلخوا زموږ د زده کړې په سیستم، لکه په ښوونځیو او پوهنتونونو کې تاریخ ډېر کله د نیټو او نومونو د حفظ لپاره تدریس شوی، نه د شننې او پوښتنې لپاره. زده کوونکي د تاریخي روح او معنا پر ځای له سطحي او برسیرنو معلوماتو سره بلد پاتې کېږي.
انګریز لیکوال، مونت استوارت الفینستون پخپل اثر« د کابل سلطنت بیان» کې لیکي«د اسیا خلک او په دې لړ کې افغانان چې د یو چا د تحصیل په اړه غواړي پوه شي، پوښتنه کوي چې کوم کوم کتابونه یې لوستې، مخاطب ځواب کې وایې: فلانی فلانی کتاب او پوښتونکي په مطلب رسېږي، ځکه هغوی لکه د مدرسې زده کوونکي کتابونه پرله پسې او منظم لولې. داسې چلند د اروپایانو په توپیر، د دې لامل کېږي چې دوی په بېلابېلو علومو کې پوهه تر لاسه نه کړي. د علومو په زده کړه کې دا ډول چلند د څېړنې او شننې مخه نیسي او د فکري رکود لامل کېږي. له دې کبله د اسیا په خلکو کې په عمومي ټوګه د علمي څېړنو لیوالتیا نه لېدل کېږي او افغانان هم په دې ډله کې راځي»
افغانانو د لیکلي تاریخ د نشتوالي له امله په دودیز ډول خپل تاریخ د شفاهي روایتونو له لارې لېږدولی. کیسو، متلونو، شفاهي ادبیاتو او شجرو په دې برخه کې مهم رول لوبولی، خو د لیکلې بڼې د نشتوالي له امله ډېری مهمې برخې د وخت په تېرېدو سره ورکې شوي او له منځه تللې!
موږ ډېر وروسته، څو تنه د ګوتو په شمېر تاریخ پوهان لرو چې د افغانانو د تاریخ په اړه یې څه لیکلي؛ که یوناني تاریخپوه هیرودیت، جغرافیه پوه سترابو او بودایې مذهب پوه، چینایې زایرهیون څانګ او څو نورو په پخوا کې څه نه وای لیکلی،؛ زموږ د تاریخ لا ډېرې برخې به تتې او ناڅرګندې پاتې وای!
همدارنګه په ۱۹۳۶ م کال سراورال ستین، موسیو ګیرشن او هاکن د سیستان په نادعلي او زرنج، بیا په ۱۹۴۴ لمریز کې د کندهار په موندیګک، په ۱۹۶۲ م کال د ایټالوي لرغونپوهانو لخوا د هېواد په شمال د هزارسم په دښته، یا د فرانسوي لرغونپوهانو لخوا د ای خانم (AI-Khanoum) او یا د نورو لخوا ځینې کېندنې نه وای شوی، موږ به بیا هم د خپل تېر تاریخ په اړه اوسني معلومات نه درلودل.
دا چې موږ څونه د بایزید روښان د دیني تجدد او د ملي سراسري مرکز(حکومت)، د خوشحال د ادبي او رزمي غورځنګ او ملي واکمنۍ او یا په وروستیو کې د اماني غورځنګ د ملي موخو په اړه لیکلي اثار لرو او د افغانانو خبرتیا په دې اړه څومره ده، په نیشت حساب ده. که دلته د بېلګې پتوګه ووایم، موږ بیا بیا په مجددي خيلو تېروتلو. نوموړې کورنۍ د نورو لاملونو ترڅنګ، اماني غورځنګ په وینو کې ولمباوه، خو د دې کورنۍ بل غړی صبغت الله مجددي مو د تاریخي حافظې د کمزورتیا له مخې خپل ولسشمر وټاکه چې واکمني يې د خپلو پلرونو او نیکونو په نسبت په وارونو زیانمنه وه.
د ګوډ ملا، عبدالله په اړه زموږ د یو پوهاند نظر دا دی، هغه مشهور انګریز لارنس (Thomas Edward Lawrence )چې افغانانو کې د کرم شا پیر په نوم شهرت لري او ګوډ ملا دواړه یو کس بولي. کله چې زموږ د پروفیسور(پوهاند) خبرتیا او معلومات د تاریخي پېښو په تړاو په دې کچه ټيټ وي، له عامه خلکو څه ګیله. بلخوا که د سقاو د زوی، حبیب الله کلکاني په اړه پخوا کافي او لازمې لیکنې شوی وای او افغانان پرې خبر شوی وای، په دوهم سقاو ببرک کارمل او احمدشا مسعود به خلک نه غولېدل. دلته زما موخه د چا شخصي سپکاوی نه دی، بلکې غواړم د افغانانو د روښانتیا او خبرتیا او په دې اړه د لیکلو اثارو د کمبود خبره راواخلم. په دې تړاو ډېرې نوې خبرې شته، چې بیا بیا لیکل غواړي او دا د لیکوالو افغاني وجیبه او دنده بولم.
د تاریخي کمزورې حافظې زیانونه خورا ډېر دي. له هېوده د میلیونونو افغانانو مهاجرت د نسلونو ترمنځ د تاریخي حافظې د لېږد لړۍ ټکنۍ کړې. د ژبې بدلون (په ځانګړي ډول د کډوالو ماشومانو لپاره) هم د دې لامل شوی چې د کورني تاریخ د پوهېدو تسلسل پرې شي.
ولس له خپلو تیرو تجربو زده کړه نه کوي او ورته کړکېچونه بیا بیا تجربه کوي. کله چې خلک له خپلې تاریخي ریښې لیرې پاتې شي، د ملي هویت او ویاړ حس یې کمزورې کېږي. که ملت خپل تاریخ په کره توګه و نه پېژني، د نورو لخوا لیکل شوی او تحریف شوی تاریخ پر دوی تپل کېږي. دودونه، متلونه او نور ملي ارزښتونه د حافظې له منځه تلو سره په تدریجي ډول ورک کېږي.
تاریخ باید د نیټو د حفظ پر ځای د شننې، پوښتنې او نقد پر بنسټ تدریس شي. بلخوا د شفاهي تاریخ پروژې، د کورنیو د خاطراتو او محلي کیسو ثبتول باید جدي په پام کې ونېول شي.
د تاریخ د ژوندی ساتلو لپاره ملي فرهنګ، ناولونه، ډرامې، فلمونه، ملي موسیقي ډېر اغېزناک رول لري. باید داسې پروژې رامنځته شي چې د کډوالو افغانانو اولادونه هم د خپل ملي تاریخ سره وصل کړي.
د افغانستان راتلونکی د افغانې خاورې له تېر تاریخ سره د تړاو په ژورتیا پورې تړلی ده. که افغانان خپله تاریخي حافظه پیاوړې نه کړي، د نظامونو تسلسل ونه ساتي، د تېرو تېروتنو د تکرار احتمال به تل موجود وي. د تاریخ ثبت او لیکنه، کره ‌پېژندنه او راتلونکو نسلونو ته یې لېږد د ملي هویت د ساتنې او د ټولنې د پایداره پرمختګ لپاره اړین ګامونه دي.
د ۲۰۲۵ کال د اګست ۲۶ مه
سرلوڅ مرادزی