ساينس او ټکنالوژي


ساينس او ټکنالوژيي؟

                                       ساينس او ټکنالوژيي؟ ساينس ( Science) په عام مفهوم پوهې ته ويل کيږي چې په عربي ژبه کې له ( علم ) سره معادله کلمه ده او عمدتاً په دوو سترو برخو ويشل کيږي: ١-ټولنيز ( اجتماعي ) علوم:  لکه تاريخ، جغرافيه، فلسفه،  سياست ارواپوهنه، اقتصاد، ادبيات او داسې نور. ٢-طبعي علوم: لکه فزيک ، رياضي ، بيولوژي  ،

14.02.2013 امیل همدرد

چين به ژر په ساينس کې تر امريکا وړاندې شي

چین، چې لس کاله پخوا ګومان کېده په راتلونکو شلو کلونو کې به ممکن د نړۍ په درېم اقتصادي قدرت بدل شي، سر له اوسه دوهم نمبر خپل کړی دي.   د بریتانیا د ساینس د ملي اکاډیمۍ له لوري له شوې څېړنې سره سم داسي ښکاري چې هغه هیواد چې یو وخت یې قطب نما او کاغذ اختراع کړي وو، یو ځل بیا په ساینس کې لومړی مقام ترلاسه کړي.   د بریتانیا د ساینس د ملي اکاډیمۍ د څېړنې د پایلو شننه همداراز وايي چې چین په وروستیو کلونو کې د ساینس په برخه کې اوچت ګامونه اخیستي دي.

14.02.2013 امیل همدرد

ايا د وړانګو له خوځښت نه د عکس اخيستل امکان لري؟

او په امریکا کې فضا ته استول کیدونکې تکنالوژۍ د هرې ورځې په تیریدو پراخوالی مومي، دا دی د جنوبې  کوریا ساینسپوهان هم کرار ندي ناست. هغوی هم غواړي چې یوه داسي تکنالوژۍ نړۍ ته وړاندي کړي چې لږ تر لږه ټول هک  حیران کړي. همداسي هم شوي دي. د جنوبې کوریا یوې تخنیکي کمپنۍ داسي یوه کامره جوړه کړي چې له معمولي کامرو سره ځمکه اوآسمان توپير لري. دغه کمره چې ورته مایکرو شات نوم ورکړ ش

14.02.2013 امیل همدرد

پنځوس سيارې کشف شوې، په يوه کې يې د هستوګنې امکان هم شته

 دغه سياره چې  (HD 85512b) نومېږي د شمسي نظام لپاسه په ځوړنده بڼه ولاړه ده ، همدا راز ٣.٦ځله له ځمکې څخه درنه ده او هم  له سپوږمۍ سره ٣٦ نوري کاله فاصله کې موقېعت لري .       دا دوهمه سياره ده چې دلمريز نظام څخه بهر کشفيږي ،او امکان لري چې دځمکې غوندې پکې دهر ډول هستوګنې امکان رامينځ ته شي ، تردې  نه وړاندې دې ته ورته سياره چې دلمريز نظام نه بهر وه ، د (Gliese581d) په نامه په ٢٠٠٧ کال کې کشف شوې وه

14.02.2013 امیل همدرد

د درواغو تلويزيون جوړ شو

 دا تلويزيون ډوله شى ،چې ٣٠ډالر بيه لري کټ مټ لکه HDTV تلويزيون داسې رنگارنگ  رڼا خپروي ،چې هر څوک له کوره د باندې وي داسې فکر کوي، چې په کور کې يو تلويزيون روښانه دى او سړى ورته ناست دى. او په دې حال کې نو غل زړه نشي کولاى چې کورته د څه شي د پټولو په بهانه وردننه شي. دا دستگاه کټ مټ لکه ٢٧ اينچه تلويزيون رنگارنگ رڼا خپروي چې د رنگ او د رڼا مېزان يې هره شېبه تغيير کوي.  

13.02.2013 امیل همدرد

د فزيک د قوانينو خلاف کشف

: د سویس په جینیوا کې د اروپا د اتومي څېړنو د مرکز څېړونکو ویلي دي چې د خپلو ازموینو په لړ کې یې داسې اساسي ذرې (نوترینو) موندلي دي چې د نور له سرعت نه یې حرکت زیات وو. دا تحقیقاتي مرکز(سرن) نومېږي او په نړۍ کې د فزیک د اساسي ذرو د څېړنو له پرمختللو مرکزونو څخه یو دی.   د فزیک د مروجو قوانینو پر بنسټ د نور سرعت – د نور د ذراتو حرکت په تشیال کې- چې په یوه ثانیه کې درې سوه زره متره دی، دا د سرعت ممکنه اندازه ده او هیڅ ډول ماده چې که هغه انرژی یا مع

13.02.2013 امیل همدرد

داسې ساعت جوړ شوى چې په اوبو کار کوي!

ترڅو د عقربو د چلولو او گرځولو وړتيا پيدا کړي.   دا ساعت ،چېAlarm Clock) Water‪-Powered Digital) نومېږي؛خپله انرژي د اوبو اوفلز تر منځ د يوه کيمياوي غبرگون په پايله کې تر لاسه کوي، او په وخت او ورځې ښودلو سربېره د تودوخي درجه، او د الارام اسانتيا هم لري.که چېرې يې له اوبو خالي کړئ، تر دوو دقيقو کار کوي ،خوبايد په دې دوو دقيقو کې يې  اوبه وربدلې کړئ، د يو څه خوراکي شيانو په وراچولو سره به د ساعت فزيکي ښکلا لا يو په دوه شي. دا ساعت په بازار کې په٢٥ ډا

13.02.2013 امیل همدرد

ديوه افغان په لاس د محاسبې جوړ شوی سافټ وير بازرا ته وړاندې شو

نورو سوداګريزو  ځایونو مالکين کولای شي چې د خپلې محاسبې د آسانه کولولپاره ترې ګټه واخلي په دغه ويرژن کې نوي فعاليتونه زيات شوي چې د بېلګې په توګه يې زه نومونه ليکم. 1- Cash 2- Transfer  3- Send Transfer  4- Receive Transfer 5- Credit 6- Debit 7- New Account For Customer  8- New Account For bank  9- New Account For Exchange  10- New Account For Branch  11- Ne

13.02.2013 امیل همدرد

روسيه له ساينسپوهانو خالي کيږي

اوس په ګټه وټه كې دومره غرقه ده چې په يوويشتمه پېړۍ كې شايد د خپل پراخ اقتصاد د كنټرول او لارښوونې لپاره د كار د كسانو له كمي سره مخ شي او دا ځكه چې تعليمي موسسو ته پكې توجه كمه شوې ده.   د روسيې د ولسمشر دميتري ميد ويديف ټوله هڅه دا ده چې روسيه اقتصادي پرمختګ وكړي او عصري اقتصاد ولري خو د روسيې پوهان وايي چې په دغه هيواد كې دا ډېركلونه كېږي چې د ساينس او ټكنالوژي په زده كړه باندې په كافي اندازه پيسې نه لګېږي او اوس روسي زده كوونكي ورځ په ورځ په د

13.02.2013 امیل همدرد

بڼ ساتى روبوټ هم جوړ شو!

، دا روبوټ چې Treebotنومېږي ؛لومړنى خپل سرى (خودکار) روبوټ دى ،چې کولاى شي ونې ته د ختلو مسير وټاکي او په خپلواکه توگه يې طى کړي.   دا روبوټ ښي لوري ،چپ لوري ،پورته او شاته ته حرکت کولاى شي، چې په راتلونکې کې به د لوړو ونو د ښاخونو پرې کولو (ښاخ بري) لپاره ترې کار واخيستل شي.   دا روبوټ کولاى شي بېلابېلو ونو ته  چې بېلابېل قطرونه ولري وخېژي؛ حتى تر دې چې په درگو( کانو) ( هغو لوخو چې د خطاطي لپاره قلمونه ترې جوړېږي)  هم ختلى شي

13.02.2013 امیل همدرد

ساينسپوهان وايي مځکه بل قمر هم لري

دا فرضیه پیاوړې شوې چې مځکه لکه چې یو بل موقتي قمر هم لري. په ۲۰۰۶ میلادي کال ستورپوهانو د مځکې د مدار په شاوخوا کې یو مرموز جسم ولیده چې په لومړیو کې یوې خرابې شوې ستور بېړۍ ته ورته ښکارېده. خو په حقیقت کې دا یوه وړه سیاره یا سیاره ګۍ وه چې د مځکې مقناطیسي میدان جذب کړې وه او تر ۲۰۰۷ پوري زموږ د کُرې په شاوخوا کې راګرځېده. د کورنل پوهنتون ساینسپوهان د غیرمعمولي قمرونو د شمېر په اړه د تحقیقاتو په نتیجه کې پر دې فرضیې باوري شوي چې ممکن مځکه یوه بله موقتي سپوږمۍ (قمر) هم ولري.

13.02.2013 امیل همدرد

عرب تر تلويزيون انټرنيټ ډير استعمالوي

به د نړۍ په دې سيمه كې د انټرنيټ له لارې د تجارتي اعلانونو كار وبار وغوړېږي.   د رويټرز اژانس له راپور سره سم، همدا اوس ډيجيټل ميډيا د منځني ختيځ او د افريقا د شمال په سيمه كې يوازې يو الى دوه فيصده تجارتي اعلانونه خپروي چې د تلويزيوني اعلانونو په  پرتله خورا كمه فيصدي ده.   خو څرنګه چې په نوموړې سيمه كې ځوان نسل په خورا لويه پيمانه انټرنيټ ته مخه كړې ده نو دغه شى به د ويپاڼو له لارې د اعلانونو خپرول زيات كړي. له يوې سروې سره سم، په سلو كې اته اتي

13.02.2013 امیل همدرد

ساينس پوهانو مځکې ته نسبتاً نژدې د ژوند وړ ستوری وموند

دا ستوری له ځمکې څخه  دوه ویشت نوري کاله لېری دی خو جالبه دا ده چې د ساینسپوهانو په وینا زموږ په کهکشان کې دننه دی. په وروستیو دوو کلونو کې دا څلورمه سیاره ده چې منجمان وايي، ښايي د ژوند کولو امکان پکې وي.   نوري کال په یوه کال کې په خلا کې د نور حرکت ته وايي چې د ریاضي په حساب له لس تریلیون کیلومتره واټن سره انډول دی.   ساینس پوهان وايي چې دا سیاره یې زموږ په خپل کهکشان کې، چې اسمانڅکالی یا Milky Way په نوم یادېږي، موندلې ده.

13.02.2013 امیل همدرد

له دې وروسته د جامو تڼــۍ هم فلم برداري کولاى شي

له پخوا څخه جوړه شوې وې، خو اوس، اوس په نوي تخنيک بازارته راوتلې دي. دا کامرې د ټانکو په نامه شرکت جوړې کړې ، چې کولاى شي ويډيو او تصويرونه واخلي   ‏ دا کامره  ٨ مېگا پيکسيل ده او ريزولوشن يې ١٢٨٠×٩٦٠ دى او په  HD ډول فلم برداري کوي دا تڼۍ ډوله کامره چارچ کېږي. چې په يوځل چارچ کېدو په پرلپسې توگه ٥٠ دقيقې فلم برداري کولاى شي. کوچني کوچني ميموري کارټ microSD خوري او بيه يې ٥٨  امريکايي ډالر ده.  

13.02.2013 امیل همدرد

ماغزه په ١٥ دقيقو کې دپردۍ ژبې يوه کليمه يادولى شي!

د ډيلي ټيلگراف د خبر له مخې د کمبرېج پوهنتون نيورو ساينټيسټانو کره کړه، ددې لپاره چې د يوې باندنۍ ژبې ويى (کليمه) زده کوئ بايد هغه ١٦٠ ځلې تکرارکړئ.   همدارنگه ددې لپاره چې نوى ويى (کليمه)  په ماغزو کې له پخوانيو ويونو(کليمو) سره يوځاى کېني، ١٥ دقيقې وخت ته اړتيا شته.   دې پوهانو پايلې ته د رسېدو په موخه په ١٦ داوطلبو باندې دا ازمايښتونه وکړه، په دې ازمايښتونو کې د داوطلبانو مغزي سيگنالونه د اشنا او اورېدل شويو کليمو د اورېدلو په وخت کې ثبت

13.02.2013 امیل همدرد

هند په هوا چلېدونکی موټر جوړ کړی

د ژوند چاپېریال ته هیڅ راز زیان نه لري.   په هوا چلېدونکی دا لومړنی موټر به د راتلونکي کال تر دوبي پوري بازار ته رواووځي. ټاټا کمپني غوښتل چې دا موټر سږکال(۲۰۱۲) بازار ته راوباسي. دا موټر، چې ميني کټ نومېږي، په درې لکه پنځه شپېته زره ۷۵۷ هندي روپیو تمامېږي چې ۸۱۷۷ ډالره کېږي.  

13.02.2013 امیل همدرد

څنگه په فيس بوک کې يوزر نېم جوړ کړو؟

چې په فيس بوک کې خپل ځانگړې پاڼه په ځانگړي ادرس ولري. کېداى شي ډېر خلک له دې سره بلد وي خو د هغو لپاره چې نوي فيس بوک ته راغلي او ياهم پخواني وي ،خود يوزر نېم له جوړولو سره بلدتيا نه لري او يايې خپل ځانگړى يوزر نېم نه وي جوړ کړى؛ دي دا ليکنه وړاندې کوم.   په عادي حالاتو کې کله چې تاسې په فيس بوک کې په لومړي ځل  ثبت نام کوئ، هغه ادرس چې تاسې ته يې فيس بوک درکوي ، د عددونو يوه مجموعه وي ،خو تاسې کولاى شئ، چې دا عددونه په خپل نوم، د لاندې شکل په ډول &nbsp

13.02.2013 امیل همدرد

څنګه د هر پوستکالي سريال نمبر پيدا کولای شو

، او يا هم تاسو پوستکالي لري خو د هغوی سريال نمبر(کريک) درڅخه ورک شوی وی چې د پوستکالي د نصبولو  په وخت کې له ستونزو سره مخ کېږي. د دې ستونزې حل ډیر ساده دی، یوازي http://www.google.com راخلاص کړئ، او پکي دا کوډ 94FBR “Software name” او دهر پوستکالي سريال نمبر  چې تاسو غواړی د هغه نوم وليکئ مثال کورل ډرا، فوټوشاف............. او انټر يې کړئ.

13.02.2013 امیل همدرد

ګوګل ډرايو

چې کارنوال کولای شي له دې لارې خپل هر ډول لاسوندونه که انځورونه وي او یا پرېزنټېشن د ورډ او اکسل نه نيولې هرډول پي ډي اف دوتنې او نور پکې خوندي کولای او هم له ملګرو سره شريکولای شی او د دې محصول بله ښېګڼه دا ده چې تاسو کولای شي پرلیکه خپل لاسوندونه یا اسناد د ګووګل ډرايو په وېبپاڼه کې جوړ کړي خو د اوس وخت لپاره ګووګل ډرايو یواځې ۵ جي بي مېموري وړيا ورکوي چې تاسې پکې خپل لاسوندونه پرليکه شريکولای او خوندي کولای شی.   که چېرې تاسې جي مېل برېښناليک لري نو همدا اوس په دې تړنې

13.02.2013 امیل همدرد

څرنګه کولی شو کاغذ جوړ کړو؟ -

په همدې لړ کې پرمختللی کاغذ نږدې دوه زره کاله وړاندې په چین کې جوړ شو. وړاندې تردې ، چې د زړو شویو کاغذونو ، لرګیو او وښو ټوټې له منځه لاړې شي له اوبو سره به یې ګډولې او کاغذ به یې ترې جوړاوه. د اوبو له تبخیر او له منځه تللو وروسته به هغه پوټکي ته ورته نری قشر ،چې د لوښي په سر پاتې کېده د کاغذ په ډول ترې کار اخېست. دشپاړسمې پېړۍ په پای کې لویو ماشینونو دکاغذ په جوړولو کار پېل کړ.   نن ورځ د کاغذ جوړول د اقتصاد پیاوړي کولو یوه لاره هم بلل کیږي، خو ل

13.02.2013 امیل همدرد

يو روسی څېړونکی وايي چې په زهره کې ژوند شته

د چاینا ډيلي ورځپاڼې د راپور له مخې د روسيې د علومو د اکاډيمي د فضايي تحقيقاتو موسسې دا عکسونه، چې په ۱۹۸۲ کې د پخواني شوروي اتحاد په دوره کې اخيستل شوي وو، څېړلي دي.   په دې عکسونو کې داسي شيان ښکاري لکه ژوي چې وي.   د عکسونو روسي څېړونکي په يوه مقاله کې، چې د شمسي منظومې د څېړنو په مجله کې خپره شوې، ليکلي: په عکسونو کې ليدل شوي اجرام ښورېدلي

13.02.2013 امیل همدرد

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more