ساينس او ټکنالوژيي؟
ساينس ( Science) په عام مفهوم پوهې ته ويل کيږي چې په عربي ژبه کې له ( علم ) سره معادله کلمه ده او عمدتاً په دوو سترو برخو ويشل کيږي:
١-ټولنيز ( اجتماعي ) علوم:  لکه تاريخ، جغرافيه، فلسفه،  سياست ارواپوهنه، اقتصاد، ادبيات او داسې نور.
٢-طبعي علوم: لکه فزيک ، رياضي ، بيولوژي  ، جغرافيه ، جيولوژي ...... او نور 
طبعي علوم بيا په خپل وار په دوو برخو ويشل کيږي:
الف: فريکي علوم: فزيک، رياضي، کيميا، جيولوژي، مترولوژي، هايدرولوژي، نجوم .....نور.
ب:  حياتي علوم: لکه بيو لوژي ، طبي علوم ، نباتي علوم او نور دا هم په خپل وار په دوو برخو ويشل کيږي. چې يو يې حيواني علوم او بل.يې نباتي علوم دي 
خو  په خاصه او مروجه معنا ساينس داسې هم تعريف شوي دی:
د طبيعت او طبيعي پديدو د مطالعې سلوک او متودته ساينس وايي. يا نې  دا چې  په سيستما تيکه توګه له مشاهدې او تجربې څخه تر لاسه  شوې. او بل تعريف يې داسې هم شوی چې ساينس د طبيعت  په اړه د انساني پوهې او مطالعې محصول دی.
د ورروستنويو تعريفونو له مخې څرګنديږي چې سائينس په عام  مفهوم د ( علم ) په معنا نه، بلکې په ځانګړې ډول طبيعي علومو ته ويل کيږي، نن ورځ  په نړيوالو ادبياتو کې د سائينس تر څنګ د ټکنالوژۍ کلمه هم راوړل کيږي، ټکنالوژي ( Technology) په عام مفهوم تخنيک پوهنې ته ويل کيږي دا يوه زړه يو ناني کلمه ده چې ( Technology)  د يوې منظمې درمنلې او علاج په معنا هم استعمال شوې ده، خو ريښه يې (Tekhne) له کلمې اخيستل شوې چې د ارت يا هنر معنا لري.
په عمومي ډول نن ورځ ټکنالوژي د تخنيکی وسايلو جوړولو، ځای په ځای کولو او د هغو کارونې او استعمالونې ته ويل کيږي سائينس او ټکنالوژي د يوه هيواد د اقتصادي پر مختګ لپاره  د يو مهم عنصر او توکې په توګه  ګڼل کيږي. همدا لامل دی چې په ډيره بيړه خپل صعودي ګراف طي کوي، او په هرو لسو پنځلسو کلونو کې ځانګړی اختراعات رامنځ ته کيږي  زړه ټکنالوژي  له منځه ځي او ځای يې نوی او مډرنه ټکنالوژي نيسي، دغه ټولې هلې ځلې د هغو انساني تصور اتو محصول ګڼل کيږي چې غواړي د خپل چاپيريال او د طبيعت د تسخير په اړه يې تر لاسه کړي. د خپرو شوو ارقامو او اسنادو له مخې ويل کيږي په هرو پنځو او شپږو کلونو کې د علمي او تخنيکي معلوماتو حجم دوه چنده پورته ځي.
 د همدغو پرمختګونو د لړۍ په ادامه د شلمې پيړۍ په پای او د يويشتمې پيړۍ په پيل کې د انفار ميشن ( اطلاعاتو ) ټکنالوژي رامنځ ته کيدل د ټول بشريت له پاره يو لوی زيری او ستر برياليتوب بلل کيږې. د دې ټکنالوژۍ اساسي توکی کمپيوټر جوړوي او د ټولې نړۍ په سطح د کمپيتوټرونو اتصال او نښلو لو په نتيجه کې “ انټرنيټ”  را منځ ته شو. چې نن ورځ تقريباً په سلو کې 80  برخې ټولې سودا ګريز ه چاري د انټر نيټ له لارې تر سره کيږي همدارنګه د دغې ټکنالوچۍ په برکت نن ورځ په ټوله نړۍ کې صنعت، مطبوعات، ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونو نه، کتابتونونه څلرويشت ساعته د انترنيټ پر مخ د نړيوالو پر مخ پرانيستي دي همدارنګه نن ورځ که  په متمدنه ټولنه هوائي ډګرونه، بندونه، نهرونه ګورو، الوتکی ، توغندي ، موټرې او که بيړۍ ګورو. د بريښنا سټيشنو نه ، د نساجي صنعت او يا هم هغه توغندي چې د سپوږمۍ او مريخ په لور روان دي. دا هر  څه او هر څه د ساينس او ټکنالوژۍ په مرسته انسان د خپلې ارامی، هوساينې او سوکالۍ له پاره رامنځ ته کړي دي.
نن ورځ د مستقيم استعمار څيره بدله شوې ده. ځای يې د صنعتي محصولاتو د خرڅلاو مارکيټ نيولی دی. هر هيواد هڅه کوي چي وروسته پاتې هيوادونه د خپلو صنعتي محصولاتو د خر څلاو په مار کيټ بدل کړي او په لاس ته راغلې سود او ګټه يې د خپل هيواد د پر مختګ لړۍ نورۍ هم ګړندۍ کړي   له دې امله ويلی شو چې د سياسی ازادې په څنګ کې که اقتصادی ازادي موجوده نه وي،  نو سياسي ازادۍ خپل اصلي مفهوم دلاسه ورکوی  .
زموږ هيواد چې  څه د پاسه دوه لسيزې د جنګ او جګړې د اور لمبو سيزلی، د نړۍ په سطحه د ساينس او ټکنالوژۍ  له کاروان څخه ډير وروسته پاتې دي او که همداسې دوام پيدا کړی، هغه ورځ لرې نه ښکاری چې افغانستان به د ځمکی د خاورينې کرې پر مخ د وروسته پاتې والي او بدوي ژوند د يوه
 ( موزيم ) بڼه غوره کړي، تر څو چې يو ملت اقتصادي ازادی تر لاسه نه کړي په سياسي ازادۍ وياړ کول هيڅ مفهوم نه لري اقتصادي ازادي د توپ او ټوپک په وسيله نه، بلکې د ساينس  او ټکنالوژي په مرسته لاس ته راځي .
 ساينس او ټکنالوژي  هم په يوه ورځ او دوه ورځو کې نه تر لاسه کيږی، تر څو چې د يوه هيواد په تعلميې نظام کې بدلون رانه شي موږ دغه ستر هدف ته هغه وخت رسيدای  شو چې زموږ تعليمي نظام د سانيس او ټکنالوژۍ د مضامينو له پلوه غني شي. د تدريس نوی ميتودونه په کار واچوال شي او د ټول هيواد په سطحه د معارف بنيادي ريفورم را منځ ته شي. د تخنيکي علومو نوی  ښوونځې او موسسې جوړې شي د پوهنتون په درسي پروګرامونو کې د زمان له  غوښتنو سره سم تجديد نظر وشي. د ښونځيو په لوړو ټولګيو کې اجتماعي او ساينسې علوم يوه له بل څخه بيل شي، لنډه دا چې تر څو موږ په خپل هيواد  کې تخنيکي او تخصصي کادرونه ونه روزو ، د ساينس او ټکنالوژۍ په برخو کې يو قدم هم پر مختګ نه شو کولی..
 لکه څنګ چې اوس زموږ مظلوم خلک په نهره ګيډه شپې سبا کوي او د يوې ګولې ډوډۍ د پيدا کيدو له پاره په ګاونډيو هيوادونو کې په سختو او شاقه کارونو اخته دي، تور سړې او واړه ماشومان مو نوروته د درويزې او ګدايۍ لاس غځولی نو که بيا هم موږ د جګړې لور ته ځو  سبا به مو له دې بتر ژوند وي .