چین، چې لس کاله پخوا ګومان کېده په راتلونکو شلو کلونو کې به ممکن د نړۍ په درېم اقتصادي قدرت بدل شي، سر له اوسه دوهم نمبر خپل کړی دي.

 

د بریتانیا د ساینس د ملي اکاډیمۍ له لوري له شوې څېړنې سره سم داسي ښکاري چې هغه هیواد چې یو وخت یې قطب نما او کاغذ اختراع کړي وو، یو ځل بیا په ساینس کې لومړی مقام ترلاسه کړي.

 

د بریتانیا د ساینس د ملي اکاډیمۍ د څېړنې د پایلو شننه همداراز وايي چې چین په وروستیو کلونو کې د ساینس په برخه کې اوچت ګامونه اخیستي دي.

 

په دې شننه کې د چین ساینسي بریاوې له امریکا، اروپا او جاپان سره پرتله شوي دي.په دې برخه کې د چین د پرمختګ لپاره د هغو مقالو د شمېریادونه شوې چې په معتبرو نړیوالو نشریو کې خپرې شوې دي.

 

په ۱۹۹۶ ع کال، چې دا څېړنه تازه پیل شوې وه، امریکا دوه لکه دوه نوي زره ۵۱۳ علمي یا ساینسي مقالې خپرې کړې چې د چین تر ساینسي مقالو تر لس برابرو زیاتې وې.

 

تر ۲۰۰۸ پوري د امریکا سایسني مقالې لږ څه زیاتې شوې او تر درې لکه شپاړس زرو ته ورسېدې چې د چین د سایسني مقالو په پرتله اووه برابره زیاتې وې.(نه لس برابره)

 

وروسته په اټکلونو کې ویل شوي وو چې ښايي د چین علمي او ساینسي مقالې تر ۲۰۲۰ پوري تر امریکا واوړي.خو وروستۍ څېړنې ښيي چې چین تر بریتانیا وړاندې شوی او سره له دې چې اوس دوهم هیواد دی په راتلونکو دوو کلونو کې تر امریکا هم مخکې کېدای شي.

 

اکثره لوېدیځ ساینس پوهان د چین په دې پرمختګ خوشاله دي ځکه چې د اختراعاتو او پرمختګونو ګټه ټولو ته رسېږي.

 

د دوی خبره سمه ده، موبایل ټېلفون کې هرچا اختراع کړی وي نن یې په هرو درو افغانانو کې یو کارولی شي.کمپویټر یا انټرنټ که امریکایانو اختراع کړی د امریکا تر ټولو سرسخته دښمنان هم ترې استفاده کولی شي.

 

د بریتانیا د سایسني اکاډیمۍ د دې څېړنې مشر پروفیسرکریس لوفین وايي:«د تحقق او پراختیا په برخه کې د چین د پانګونې اندازې ته په پام سره له دې اټکله چې چین به ژر په ساینسي څېړنو کې اول مقام ترلاسه کړي، د حیرانیتا ځای نه وینم.»

 

د چین حکومت له ۱۹۹۹ راوروسته په دې برخه کې پانګونه د کال په سلو کې شل زیاته کړې ده.او اوس چین پر سایسني څېړنو د کال سل ملیارد ډالره پانګونه کوي.

 

په ۲۰۰۶ ع کال د چین له پوهنتونونو څخه یونیم ملیون محصلان د انجنیرۍ په څانګه کې فارغه شول.

 

د چین په پرمختګ باید افغانان خوشاله وي ځکه چې متل دی«خټکی له خټکي رنګ اخلي.»

اکثره اروپايي هیوادونه د دې لپاره پرمختللي چې څنګلورو هیوادونو یې تر دوی وړاندې د پرمختګ په لور ګامونه اخیستي وو.