او په امریکا کې فضا ته استول کیدونکې تکنالوژۍ د هرې ورځې په تیریدو پراخوالی مومي، دا دی د جنوبې  کوریا ساینسپوهان هم کرار ندي ناست.

هغوی هم غواړي چې یوه داسي تکنالوژۍ نړۍ ته وړاندي کړي چې لږ تر لږه ټول هک  حیران کړي.

همداسي هم شوي دي.

د جنوبې کوریا یوې تخنیکي کمپنۍ داسي یوه کامره جوړه کړي چې له معمولي کامرو سره ځمکه اوآسمان توپير لري.

دغه کمره چې ورته مایکرو شات نوم ورکړ شوی دا قابلیت لري چې د نور د خوځښت عکسونه واخلي او یا یې هم ویدیو ریکارډ کړي.

د نور یا وړانګو سرعت چې په ثانیه کې دری سوه زره کلیومتره دی تر اوسه پوري یې کومه تکنالوژۍ د انځور او یا فلم په اخېستلو نه وه بریالۍ شوي خو دا دی اوس دغه کوریایې کامره په دې توانیدلې چې د وړانګو د حرکاتو هغسي فلمونه واخلي لکه څنګه چې یې معمولي کامرې د انسانانو له حرکاتو اخلي.

د جنوبې کوریا د یونهاپ سرکاري آژانس د تخنیک د څانګې په رپوټ چې دغه نوې کامره په ثانیه کې یو ترلیون فریمه ریکارډولای شي.

او فریم د ویدیویې فلم تر یوې ثانیې هم څو ځله ووړ واحد دی چې یواي په ټلویزیوني فلمونو کې د ایډیټ پر مهال په پام کې نیول کیږي.

یاده کامره چې تر اوسه بازار ته نده وړاندي شوي انسانانو ته دا واک ورکوي چې د نور حرکت  په سترګو ووینې.

د دغه بي ساري نوښت مبتکرین  وایې چې یاده کامره د ټلویزیوني کامرو او نورو عادې کامرو په پرتله څلویښت ملیارده ځله چټک عکس اخلي او دا په دې مانا ده چې په یوه ثانیه کې تر لس زره ملیونه ډير عکسونه اخیستلای شي.

په داسي حال کې چې د خبریالانو اوسنۍ  کامرې په ثانیه کې د ۲۰ او ۵۰ تر  منځ عکسونه اخیستلای شي