دغه سياره چې  (HD 85512b) نومېږي د شمسي نظام لپاسه په ځوړنده بڼه ولاړه ده ، همدا راز ٣.٦ځله له ځمکې څخه درنه ده او هم  له سپوږمۍ سره ٣٦ نوري کاله فاصله کې موقېعت لري .


      دا دوهمه سياره ده چې دلمريز نظام څخه بهر کشفيږي ،او امکان لري چې دځمکې غوندې پکې دهر ډول هستوګنې امکان رامينځ ته شي ، تردې  نه وړاندې دې ته ورته سياره چې دلمريز نظام نه بهر وه ، د (Gliese581d) په نامه په ٢٠٠٧ کال کې کشف شوې وه .


      ددغه سيارې له کشف سره چې ددوشنبې په ورځ ، ياني د ٢٠٠١ دسپټمبر په ١٢ دجنوبي اروپا ديوې څېړنيزې ادارې لخوا په چيلې کې اعلان شوه ، دټولو هغو کشف شوو سيارو شمېره چې دلمر په نظام را چورلي ٦٤٥ ته ورسيد.

   څېړونکي واي چې : ددې سيارې په کشف کې د  (HARPS) نومي الې څخه کار اخيستل شوى د ډېرو چټکو وړانګو دسرعت معلومولو غښتلې اله ده .


      دستورپېژاندو له نظره  له ٥٠کشف شوو سيارو څخه ١٦ هغه يې داسې سياري دي چې دځمکې په شا و خوا راچورلېدلې ، له دې جملې څخه په ډېرو کې يې دژوند تېرولو يو څه امکانات شته ، خو ځينې بيا بېلا بېلې ستونزې لري لکه : زهره لمر ته دډېر نږدې والي په سبب دزياتې تودوخې او مريخ له لمر څخه دزيات لرې والي په سبب خورا يخه ده چې هيڅ دوژند شونتيا پکې نشته ، خو داچې پاتې نورې يې دنوو کشف په شمول يو څه مرطوبې دي نو ځکه پکې داوبو او ژوند ژواک امکانات زيات شوي دي .


  (HD 85512b)  نوې سياره  د سطحې دپوره څېړلو لپاره ستونزې لرې خو دوى په دې هڅه کې دي چې هلته پکې په کافي توګه داکسيجن پيدا کېدو او ژوند امکانات وڅېړې چې دا ټول به ددغه سيارې په سطحه له يو لړ څېړنو وروسته تر سره شي .


  د کلیفورنیا دپوهنتون يو ساينسپوه ((الن ګولډ)) ددې سيارې کشف ډېر حيرانوونکى ګڼي او وايي چې ددې  په کشف سره به دنورو ستورو ، سيارو اولمر په اړه دنورو معلوماتو تر لاسه کولو يوه طلايي دوره پيل شي .


    د ( ام اى تي ) په نوم ديوې ساينسي موسيسې غړي سارا سيګر خوښي وښوده او ددغه پنځوسو سيارو کشف يې دطبيعت په اړه يوه ستره بريا وبلله ، هغه له (نشل جيوګرافيک )ساينسي مجلې سره په دې اړه  په کړې مرکه کې هيله څرګنده کړه چې د دې کشف سره به په نږدې راتلونکې کې  دنورو ستورو او سيارو په اړه دنوو کړنلارو او دقيقو معلوماتو خبرونه هم واورو .