دا تلويزيون ډوله شى ،چې ٣٠ډالر بيه لري کټ مټ لکه HDTV تلويزيون داسې رنگارنگ  رڼا خپروي ،چې هر څوک له کوره د باندې وي داسې فکر کوي، چې په کور کې يو تلويزيون روښانه دى او سړى ورته ناست دى. او په دې حال کې نو غل زړه نشي کولاى چې کورته د څه شي د پټولو په بهانه وردننه شي. دا دستگاه کټ مټ لکه ٢٧ اينچه تلويزيون رنگارنگ رڼا خپروي چې د رنگ او د رڼا مېزان يې هره شېبه تغيير کوي.