: د سویس په جینیوا کې د اروپا د اتومي څېړنو د مرکز څېړونکو ویلي دي چې د خپلو ازموینو په لړ کې یې داسې اساسي ذرې (نوترینو) موندلي دي چې د نور له سرعت نه یې حرکت زیات وو. دا تحقیقاتي مرکز(سرن) نومېږي او په نړۍ کې د فزیک د اساسي ذرو د څېړنو له پرمختللو مرکزونو څخه یو دی.

 

د فزیک د مروجو قوانینو پر بنسټ د نور سرعت – د نور د ذراتو حرکت په تشیال کې- چې په یوه ثانیه کې درې سوه زره متره دی، دا د سرعت ممکنه اندازه ده او هیڅ ډول ماده چې که هغه انرژی یا معلومات وي د نور له سرعت نه چټک حرکت نشی کولی.

 

که همداسې وي او د سرن د څېړونکو نوې موندنې او کشفیات ومنل شي نو د انشټین فرضیه او په پایله کې به د نني بشر تصور چې د نړۍ او د کیهاني پدیدو په اړه يې لري هغه به ورسره بلکل له بېخه بدلون ومومي.

 

په اوس وخت کې یواځې دوه نورې تحقیقاتي بټۍ دي چې امکان لري پورته څېړنې ورکې ترسره شي. یوه بټۍ په امریکا کې شیکاګو ته نژدې پرته ده چې فرمیلب نومېږي او بله یې هم په جاپان کې ده. په جاپان کې د وروستۍ زلزلې او سونامي چې د مارچ په میاشت کې پېښه شوه ورسره د بټۍ کار د لنډ وخت لپاره درېدلی دی.

 

د سرن څېړونکو د نویو موندنو په اړه ویلي دي چې په دې ازموینه کې د نوترینو اساسي ذرو وړانګه له ژنیو څخه د یو سرعت ورکونکې الې په وسیله د بټۍ په لور چې په ایټالیا کې ده خوشې شوه او د دې وړانګې د چټکتیا اندازې وښودله چې سرعت یې د نور له سرعت څخه زیات دی.

 

نوترینو یوه اساسی ډېره کوچنۍ ذره ده خو کتله یې صفر نه ده ، الکتریکی چارج نه لري او تقریباً له ټولو شیانو څخه ورا ورا د تېرېدلو توان لري او د سرن په بټۍ یا ازمونتون کې چې کله له ځمکې لاندې دغه حرکت لرونکې وړانګې خوشې شوې نو د (ګران ساسو) نومي بټۍ ته چې له هغه ځایه اوه سوه کیلومتره لرې پرته وه ورسېدلې.

 

د څېړونکو په وینا، ان که په دې ازموینه کې د خطا ضریب هم قبول کړو نو بیا هم د دې ذرې سرعت د نور د ذرو له سرعت څخه په ښکاره ډول زیات دی.

هغوی ویلی دی چې ددغو موندنو اهمیت ته په کتو سره موږ ډېر وخت په دې تېر کړ ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د ازموینې په وخت کې او هم  د پایلې په اندازه کولو کې خو به کومه غلطي نه وي شوې.

څو کاله وړاندې په شیکاګو کې هم په فرمیلب نومې بټۍ کې ورته موندنې شوې وې خو هغه په دې دلیل چې په اندازه کولو کې یې تېروتنه شوې ده د اعتبار وړ و نه ګڼل شوې.

که همدا بټۍ وغواړي چې هغه څه چې په (سرن) بټۍ کې ترلاسه شول بیا تر ازموینې لاندې ونیسي نو بې له شکه به یې په ډېر دقت سره ترسره کړي.

همدا ډول انتظار کېږي چې جاپاني فزیک پوهان به هم د خپلو شته امکاناتو په مټ د ورته ازموینې د بیا ترسره کېدو په لټه کې شي.

د (سرن) بټۍ څېړونکو سره د دې چې دې کشف په حیرانتیا کې اچولي دي بیا هم ژمنه کړې ده چې ډېر ژر به د دې کشف جزئیات خپاره کړي ترڅو ټول فزیک پوهان هم وکولی شي چې د دې ازموینې د بیا تر سره کېدو لپاره لاس په کار شي.

د دې موندې د کارډلې یو تن ویلي دي چې دا ډول کشف داسې د توقع خلاف او نه مننونکی دی چې که په دې برخه کې نورې څېړنې ترسره نشی او د نورو کسانو له لوري تایید نشی نو هیڅکله نشی کېدلی چې دا موندنې دې نهایي وګڼل شي.