به د نړۍ په دې سيمه كې د انټرنيټ له لارې د تجارتي اعلانونو كار وبار وغوړېږي.

  د رويټرز اژانس له راپور سره سم، همدا اوس ډيجيټل ميډيا د منځني ختيځ او د افريقا د شمال په سيمه كې يوازې يو الى دوه فيصده تجارتي اعلانونه خپروي چې د تلويزيوني اعلانونو په  پرتله خورا كمه فيصدي ده.

  خو څرنګه چې په نوموړې سيمه كې ځوان نسل په خورا لويه پيمانه انټرنيټ ته مخه كړې ده نو دغه شى به د ويپاڼو له لارې د اعلانونو خپرول زيات كړي. له يوې سروې سره سم، په سلو كې اته اتيا پوښتېدليو ويلي دي چې دوى د ورځې لږ تر لږه يو ځل انټرنيټ ته سر ورښكاره كوي خو هغوى چې په اونۍ كې هره ورځ تلويويزيون ګوري ، شمېر يې په سلو كې اويا دى .

 دغه راز يوازې په سلو كې پنځه ويشت پوښتل شويو كسانو ويلي دي چې د ورځې تر درې ساعته ډېر وخت تلويزيون ګوري ، حال دا چې په سلو كې يو پنځوس پوښتل شويو كسانو ويلي دي چې انټرنيټ ته د ورځې تر درې ساعتونو ډېر وخت ناست وي.