دا فرضیه پیاوړې شوې چې مځکه لکه چې یو بل موقتي قمر هم لري.

په ۲۰۰۶ میلادي کال ستورپوهانو د مځکې د مدار په شاوخوا کې یو مرموز جسم ولیده چې په لومړیو کې یوې خرابې شوې ستور بېړۍ ته ورته ښکارېده. خو په حقیقت کې دا یوه وړه سیاره یا سیاره ګۍ وه چې د مځکې مقناطیسي میدان جذب کړې وه او تر ۲۰۰۷ پوري زموږ د کُرې په شاوخوا کې راګرځېده.

د کورنل پوهنتون ساینسپوهان د غیرمعمولي قمرونو د شمېر په اړه د تحقیقاتو په نتیجه کې پر دې فرضیې باوري شوي چې ممکن مځکه یوه بله موقتي سپوږمۍ (قمر) هم ولري.

دوی وايي که څه هم دا سپوږمۍ(موقتي) ډېرې وړې دي خو له علمي نظره دا کشف ډېر حیرانوونکی دی.

ساینسپوهانو په یوه څېړنه کې، چې د کورنل پوهنتون په ویبپاڼه کې یې خپره کړې ده، ویلي چې هر وخت لږترلږه یوه طبیعي سپوږمۍ، چې قطر یې یو متر وي، تر مځکې راڅرخي او د څو مترونو سپوږمۍ هم شته چې د مځکې لپاره قمر ګڼل کېدای شي