، دا روبوټ چې Treebotنومېږي ؛لومړنى خپل سرى (خودکار) روبوټ دى ،چې کولاى شي ونې ته د ختلو مسير وټاکي او په خپلواکه توگه يې طى کړي.
دا روبوټ ښي لوري ،چپ لوري ،پورته او شاته ته حرکت کولاى شي، چې په راتلونکې کې به د لوړو ونو د ښاخونو پرې کولو (ښاخ بري) لپاره ترې کار واخيستل شي.
دا روبوټ کولاى شي بېلابېلو ونو ته چې بېلابېل قطرونه ولري وخېژي؛ حتى تر دې چې په درگو( کانو) ( هغو لوخو چې د خطاطي لپاره قلمونه ترې جوړېږي) هم ختلى شي.
Treebotپه دې ورځو کې په روباټيک کنفرانس ICRA کې چې دچين په شانگهاى کې و، نندارې ته وړاندې شو.
13.02.2013
- امیل همدرد
دا فرضیه پیاوړې شوې چې مځکه لکه چې یو بل موقتي قمر هم لري.
په ۲۰۰۶ میلادي کال ستورپوهانو د مځکې د مدار په شاوخوا کې یو مرموز جسم ولیده چې په لومړیو کې یوې خرابې شوې ستور بېړۍ ته ورته ښکارېده. خو په حقیقت کې دا یوه وړه سیاره یا سیاره ګۍ وه چې د مځکې مقناطیسي میدان جذب کړې وه او تر ۲۰۰۷ پوري زموږ د کُرې په شاوخوا کې راګرځېده.
د کورنل پوهنتون ساینسپوهان د غیرمعمولي قمرونو د شمېر په اړه د تحقیقاتو په نتیجه کې پر دې فرضیې باوري شوي چې ممکن مځکه یوه بله موقتي سپوږمۍ (قمر) هم ولري....
13.02.2013
- امیل همدرد
اوس په ګټه وټه كې دومره غرقه ده چې په يوويشتمه پېړۍ كې شايد د خپل پراخ اقتصاد د كنټرول او لارښوونې لپاره د كار د كسانو له كمي سره مخ شي او دا ځكه چې تعليمي موسسو ته پكې توجه كمه شوې ده.
د روسيې د ولسمشر دميتري ميد ويديف ټوله هڅه دا ده چې روسيه اقتصادي پرمختګ وكړي او عصري اقتصاد ولري خو د روسيې پوهان وايي چې په دغه هيواد كې دا ډېركلونه كېږي چې د ساينس او ټكنالوژي په زده كړه باندې په كافي اندازه پيسې نه لګېږي او اوس روسي زده كوونكي ورځ په ورځ په د...