اوس په ګټه وټه كې دومره غرقه ده چې په يوويشتمه پېړۍ كې شايد د خپل پراخ اقتصاد د كنټرول او لارښوونې لپاره د كار د كسانو له كمي سره مخ شي او دا ځكه چې تعليمي موسسو ته پكې توجه كمه شوې ده.

 

د روسيې د ولسمشر دميتري ميد ويديف ټوله هڅه دا ده چې روسيه اقتصادي پرمختګ وكړي او عصري اقتصاد ولري خو د روسيې پوهان وايي چې په دغه هيواد كې دا ډېركلونه كېږي چې د ساينس او ټكنالوژي په زده كړه باندې په كافي اندازه پيسې نه لګېږي او اوس روسي زده كوونكي ورځ په ورځ په دنيا كې د سياليو هیوادونو د سيالۍ وړتيا له لاسه وركوي.

 

 په ماسكو كې د نوي  اقتصاد د تعليمي مركز مشر سرګيي ګوريف رويټرز اژانس ته ويلي دي چې كه په ساينس او علم باندې په كافي اندازه پانګونه ونه شي نواقتصادي ودې ته هم راته مشكله كېږي.

 

  كله چې په ۱۹۹۱ كال كې شوروي اتحاد وشړېدۀ، په زرګونو روسي پوهان امريكا او لويديځې اروپا ته مهاجر شول. كه څه هم په تېرو لسوكلونو كې په روسيه كې د ښوونې او روزنې بوديجه دوه برابره زياته شوې ده خو بيا هم د شوروي اتحاد د زمانې د ښوونې او روزنې تر بوديجې څو برابره كمه ده.

 

  په دې ورځو كې دوه ويشت زره روسي ساينسپوهانوپه شريكه  د روسيې ولسمشر ميد ويديف ته  يو ليك استولى او ورته ليكلي يې دي چې كه روسيه د تكړه ساينسپوهانو يو ځوان نسل ونه لري نو د دغه هيواد د اقتصادي ودې پلانونه به له ناكامۍ سرهمخامخ شي.