دا ستوری له ځمکې څخه  دوه ویشت نوري کاله لېری دی خو جالبه دا ده چې د ساینسپوهانو په وینا زموږ په کهکشان کې دننه دی. په وروستیو دوو کلونو کې دا څلورمه سیاره ده چې منجمان وايي، ښايي د ژوند کولو امکان پکې وي.

 

نوري کال په یوه کال کې په خلا کې د نور حرکت ته وايي چې د ریاضي په حساب له لس تریلیون کیلومتره واټن سره انډول دی.

 

ساینس پوهان وايي چې دا سیاره یې زموږ په خپل کهکشان کې، چې اسمانڅکالی یا Milky Way په نوم یادېږي، موندلې ده.

 

په دې سیاره کې د تودوښې درجه په هغه اندازه ده چې د ژوند کولو لپاره امکان پکې شته.

 

د ساینسپوهانو دې ډلې د څېړنې او شننې پر اساس زموږ په کهکشان کې د GJ667C په نوم لمر ته ورته یو ستوری موندل شوی چې لږترلږه درې نورې سیارې یې تر مدار راڅرخي او په دې دریو کې یوه له دې ستوري څخه هومره رڼا او انرژي جذبوي چې ځمکه یې له لمر څخه اخلي.

 

د دې سیارې د مځکې د تودوښې او د هغې د اتموسفیر په اړه د څېړنو تر بشپړېدو پوري هلته د اوبو موجودیت نشي تاییدېدلای.

 

د ساینسپوهانو په وینا دا سیاره په 28 ورځو کې یوځل پرخپل مدار تاوېږي نو په دې حساب کال یې د ځمکې له نژدې یوې میاشتې سره انډول دی خو ترځمکې څلورنیم ځلې لویه ده.

 

ځینې پوهان په دې سیاره کې د ژوند امکان ته د شک په نظر ګوري او وایې، په دې سیاره کې چې په حقیقت کې په یوه کوچني، درې ستوریز نظام کې پرته ده د ژوند امکان نشته، ځکه ښکاريږې چې لمر ته ورته فعالیتونه لري او په همدې دلیل تیاره ده، یعنې په خپله وړانګې خپروي چې پر نورو سیارو مرګونی اثر لرلای شي.

 

خو ځینې نور پوهان بیا وايي، ځمکې ته په دومره لنډ واټن کې د دې سیارې کشف ښيي چې زموږ په کهکشان کې به له ګړنګونو ډک په میلیاردونه داسې غرنۍ سیارې وي چې د ژوندکولو ډېر زیات امکان به پکې وي.