له پخوا څخه جوړه شوې وې، خو اوس، اوس په نوي تخنيک بازارته راوتلې دي. دا کامرې د ټانکو په نامه شرکت جوړې کړې ، چې کولاى شي ويډيو او تصويرونه واخلي
دا کامره ٨ مېگا پيکسيل ده او ريزولوشن يې ١٢٨٠×٩٦٠ دى او په HD ډول فلم برداري کوي دا تڼۍ ډوله کامره چارچ کېږي. چې په يوځل چارچ کېدو په پرلپسې توگه ٥٠ دقيقې فلم برداري کولاى شي. کوچني کوچني ميموري کارټ microSD خوري او بيه يې ٥٨ امريکايي ډالر ده.
13.02.2013
- امیل همدرد
د ډيلي ټيلگراف د خبر له مخې د کمبرېج پوهنتون نيورو ساينټيسټانو کره کړه، ددې لپاره چې د يوې باندنۍ ژبې ويى (کليمه) زده کوئ بايد هغه ١٦٠ ځلې تکرارکړئ.
همدارنگه ددې لپاره چې نوى ويى (کليمه) په ماغزو کې له پخوانيو ويونو(کليمو) سره يوځاى کېني، ١٥ دقيقې وخت ته اړتيا شته.
دې پوهانو پايلې ته د رسېدو په موخه په ١٦ داوطلبو باندې دا ازمايښتونه وکړه، په دې ازمايښتونو کې د داوطلبانو مغزي سيگنالونه د اشنا او اورېدل شويو کليمو د اورېدلو په وخت کې ثبت...
13.02.2013
- امیل همدرد
دا ستوری له ځمکې څخه دوه ویشت نوري کاله لېری دی خو جالبه دا ده چې د ساینسپوهانو په وینا زموږ په کهکشان کې دننه دی. په وروستیو دوو کلونو کې دا څلورمه سیاره ده چې منجمان وايي، ښايي د ژوند کولو امکان پکې وي.
نوري کال په یوه کال کې په خلا کې د نور حرکت ته وايي چې د ریاضي په حساب له لس تریلیون کیلومتره واټن سره انډول دی.
ساینس پوهان وايي چې دا سیاره یې زموږ په خپل کهکشان کې، چې اسمانڅکالی یا Milky Way په نوم یادېږي، موندلې ده....